Homeخبرونهجرمني تایید کړه چې د طالبانو استازي یې د افغانانو د ایستلو...

جرمني تایید کړه چې د طالبانو استازي یې د افغانانو د ایستلو لپاره وربللي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د حکومت یوه پلاوي ته یې جرمني ته د ورتګ موقتي اجازه ورکړې، څو فغانستان ته د لا ډېرو افغان وګړو د ستنولو په برخه کې همغږي وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په برلین کې یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډ مهال لپاره جرمني ته ننوتلو اجازه ورکړې ده.»

نوموړي زیاته کړه چې د دې کار هدف افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.

د ویاند په وینا، د جرمني لپاره دا مهمه ده چې د افغان وګړو استازي وکولی شي په دغه هېواد کې د شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړو لپاره کونسلي خدمتونه وړاندې کړي او په ځانګړي ډول افغانستان ته د بېرته ستنولو په عملیاتو کې مرسته وکړي.

هغه وویل چې د طالبانو د پلاوي غړي له امنیتي ارزونې تېر شوي، په جرمني کې د رسمي ډیپلوماتانو په توګه اعتبار نه لري او له لنډې مودې وروسته به له دغه هېواد څخه ووځي.

جرمني په وروستیو کلونو کې د ډېرو کډوالو او پناه‌غوښتونکو له منلو وروسته د محافظه‌کار صدراعظم فریدریش مرڅ تر مشرۍ لاندې خپله د کډوالۍ تګلاره سخته کړې ده. مرڅ هڅه کوي چې د ښي اړخي افراطي ګوند «د جرمني بدیل» (AfD) د ملاتړ د زیاتېدو مخه ونیسي.

د مرڅ حکومت ویلي چې افغانستان ته به د ستنولو بهیر تر ډېره د مجرمو کسانو پر ایستلو تمرکز ولري، خو تېره اوونۍ ۲۳ افغان نارینه له جرمني څخه افغانستان ته ستانه کړل شول چې په هغوی کې ځینې د هېڅ جرم له امله محکوم شوي هم نه وو.

د بشري حقونو سازمانونو افغانستان ته د افغان وګړو د ایستلو پر بهیر سختې نیوکې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...