تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د امریکا یوه فدرالي قاضي امر کړی چې رحمانالله لکڼوال ته دې، چې په فدرالي بند کې یې له څو میاشتو راهیسي کړی، په زوره خواړه ورکړل شي او درملنه دې یې وشي.
لکڼوال هغه افغان دی چې د امریکا د ملي ګارد د دوو سرتېرو پر ویشتلو تورن دی.
د امریکا د محکمې د اسنادو له مخې، لکڼوال له څو میاشتو راهیسې په بند کې د خوړو له خوړلو ډډه کړې او ځینې وختونه یې اوبه هم نه دي څښلې، چې له امله یې د هغه د روغتیا په اړه جدي اندېښنې پیدا شوې دي.
د امریکا فدرالي قاضي امیت مهتا پرېکړه کړې چې د زندان چارواکي کولی شي د لکڼوال د ژوند د ژغورلو او د هغه د روغتیايي وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره په زوره خواړه، اوبه او درمل ورکړي.
د محکمې په حکم کې ویل شوي چې جبري خواړه ورکول به تر هغه دوام ولري چې لکڼوال په خپله خوښه بیا خواړه او اوبه پیل کړي، طبي درملنه ومني او نور د سمدستي مرګ له ګواښ سره مخ نه وي. دغه حکم د اکتوبر تر ۲۸مې پورې نافذ دی.
د امریکا عدلیې وزارت تر دې مخکې ویلي و چې لکڼوال د جولای پر ۹مه وروسته له هغه روغتون ته انتقال شو چې روغتیايي وضعیت یې د خوړو د نه خوړلو له امله جدي خراب شو. نوموړي له جون میاشتې راهیسې له خوړو ډډه کړې وه.
لکڼوال تورن دی چې د تېر کال په نوومبر کې یې سپینې ماڼۍ ته څېرمه د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو، چې یو نارینه او بله ښځه وه، ډزې کړې وې. په دې پېښه کې ښځه، چې سارا بکسټروم نومېده ووژل شوه، او بل سرتېری انډریو وولف سخت ټپي شو.
څارنوالان پر لکڼوال دا تور هم لګوي چې د برید پر مهال یې د دوو نورو هغو امنیتي سرتېرو د وژلو هڅه کړې وه چې د پېښې د مخنیوي لپاره ورغلي وو.
لکڼوال تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې بې ګناه دی.
پر نوموړي تر لسو ډېر تورونه پورې شوي چې پکې قتل، د وژنې هڅه او د وسلو اړوند جرمونه شامل دي. د امریکا د عدلیې وزارت دا هم ارزوي چې که لکڼوال مجرم ثابت شي، ایا د هغه لپاره د اعدام سزا غوښتنه وکړي که نه.
د لکڼوال قضیه لا هم په فدرالي محکمه کې روانه ده او تر اوسه په دې اړه وروستۍ قضايي پرېکړه نه ده شوې.