Homeخبرونهبې‌چلوونکي موټر د پولیسو له موټر سره ولګېد؛ د تجربې تر شا...

بې‌چلوونکي موټر د پولیسو له موټر سره ولګېد؛ د تجربې تر شا څه وو؟

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) په پاکستان کې د یوه بې‌چلوونکي موټر د ازمېښت پر مهال موټر د پولیسږ له یوه موټر سره ټکر شوی دی.

دې ټکر په خواله رسنیو کې تاوده بحثونه پارولي دي. په تېره بیا له دې کبله چې په موټر کې ناست کس په انلاین ژوندۍ ویډیو کې خلکو ته ښيي چې موټر په خپله ځي او کله چې وايي، په پاکستانیانو کې د استعداد کمی نه شته، بې چلوونکي موټر د پولیسو له موټر سره ټکر کېږي او درز یې پورته کېږي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د یوه خبریال له خوا د بې‌چلوونکي موټر د چلولو تجربه ښودل کېده چې ناڅاپه موټر له کنټروله ووت او د پولیسو له موټر سره ولګېد. له ټکر وروسته خبریال د موټر کنټرول په لاس کې واخیست.

راپور وايي، دا کومه بشپړ خپلواک یا پرمختللی بې‌چلوونکي موټر نه و، بلکې د یوه پاکستاني ځوان د تخنیکي زیار او ازمېښت برخه وه. د پېښې له امله پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د ځوانانو د تخنیکي وړتیاوو او نوښتونو په اړه بحثونه هم راپورته شوي دي.

د راپور اصلي پوښتنه دا ده چې د داسې نوښتونو د هڅولو ترڅنګ، د خوندي ازمېښت او د خلکو د خوندیتوب لپاره باید لازم تدابیر هم په پام کې ونیول شي.

ډېرو خلکو دا پوښتنه کړې چې پولیسو به د بې چلوونکي موټر له جوړوونکي سره ]ه چلند کړی وي. دا پوښتنه د دې لپاره زیاته شوې چې په پاکستان کې له خلکو سره د پولیسو له چلند څخه خلک شکایت لري.

شاهد حسین نومي په اکیسپاڼه کې پوښتنه کړې:«د موټر له ټکره وروسته پولیسو د استعداد قدر وکړ او که یې ونه کړ؟»

اطهر سلیم په ایکسپاڼه کې کښلي:«دا رښتیا ده چې د استعدادونو کمی نه و، اوس د پولیسو وار دی چې خپل استعداد وښيي.»

د دې لپاره چې ویډیو د ټکر له درز سره ودرېده، ډېرو دا پوښتنه کړې چې د دې فلم بله برخه به کله خپرېږي؟ ټول دې ته انتظار دي چې پولیسو به څه ډول سلوک کړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...