پرون به د مرغیو په نغمو او د چرګانو په اذانونو راویښېدو؛ او نن د تلیفون د زنګ په غږ سترګې پرانیزو.
پرون به انسان د انسان د خیر او روغتیا پوښتنه مخامخ کوله؛ نن ډېر ځله یوازې دا ګورو چې څوک «آنلاین» دی او څوک نه دی.
پرون به ماښامونه اوږده وو، خو زړونه ورسره پراخ وو؛ مجلسونه به اوږدېدل، خبرې به ډېرېدې ،بنډار به ګرمېده او د خلکو تر منځ به واټن کمېده. نن ساعتونه لنډ دي، ورځې په منډه تېریږي، خو د انسان زړه د یوه بل انسان لپاره د څو شېبو وخت هم نه لري.
پرون به د کلي په کوڅه کې د یوه سپینږیري لیدل، د یوې اوږدې او له عبرته ډکې کیسې لیدل وو. خلک به ترې راټولېدل، خبرې به یې اورېدې او د ژوند له اوږدې لارې به یې د تجربې څو څاڅکي راټولول.
نن زموږ سپینږیري په کور کې ناست دي، خو موږ د زرګونو کیلومتره لرې خلکو خبرې په شوق اورو؛ د پردیو له ژوند څخه خبر یو، خو د خپل کور د سپینږیري له تجربې بېخبره.
پرون به کتاب د یوه صمیمي ملګري په څېر پرانیستل کېده. یوه پاڼه به دې واړوله، یوه جمله به دې ولوستله او فکر به دې ورسره سفر وکړ.نن زرګونه کتابونه په یوه کوچنۍ پرده کې ځای لري؛ خو زموږ سترګې له یوې کرښې بلې ته داسې منډې وهي، چې د یوې جملې د معنا لپاره هم وخت نه لرو.
پرون به ماشوم د لوبو لپاره د کور له دروازې ووت. په خاورو کې به یې منډې وهلې، له ملګرو سره به یې خندل، لوېده، بېرته به پاڅېده او له همدې لوېدو او پاڅېدو څخه به یې د ژوند درسونه زده کول.نن ماشوم د یوې پردې مخې ته ناست دی؛ ګوتې یې خوځېږي، سترګې یې ځلېږي، خو د ماشومتوب کوڅه یې خاموشه ده.
پرون به مېلمه د کور د برکت نښه وه. دروازه به یې وټکوله، کور به په خوښۍ ډک شو، چای به تیار شو، مجلس به جوړ شو او د شپې تر ناوخته به د زړه خبرې کېدې.
نن مېلمه راشي، خو د مجلس په منځ کې څو کسان په خپلو موبایلونو کې داسې ورک وي، لکه د هماغه کور مېلمانه چې نه وي.
پرون به خلکو لږ شیان لرل، خو د قناعت خزانه یې ډېره وه؛ نن شیان او امکانات ډېر شوي، خو د زړه او هوس غوښتنې ورسره لا پسې ډېرې شوې دي.
پرون به جامه د بدن د پټولو لپاره وه؛ نن ډېری وخت بدن د جامې د ښودلو لپاره دی.
پرون به کور د اوسېدو ځای و؛ نن ډېر کورونه د سیالۍ نندارتونونه شوي دي.
پرون به عزت په اخلاقو او غوره کړنو کې لټول کېده؛ نن یې ډېر ځله په شتمنۍ، نوم او ظاهري ښکلا کې لټوو.
خو پرون هم هر څه ښکلي نه وو او نن هم هر څه بدرنګ نه دي.
پرون کې ناپوهي وه، ناروغۍ وې، فقر و او ډېرې دروازې تړلې وې. نن علم پراخ شوی، اړیکې اسانه شوې او د نړۍ له یوه سر څخه بل سر ته خبره په یوه شېبه رسېږي.
نو ستونزه په وخت کې نه ده؛ وخت هماغه یو وخت دی ، ستونزه په انسان کې ده، انسان د وخت په تېرېدو بدل شوی.
ټکنالوژي بدله شوه، خو زړه او خوی مو باید نه وای بدل شوي.
د ژوند وسایل ډېر شول، خو د ژوند معنا مو باید نه وای هېره کړې شوې .
لارې لنډې شوې، خو له یو بل څخه مو واټن باید نه وای زیات کړی.
پرون انسان د یوه څراغ په رڼا کې کتاب لوست؛ نن د زرګونو څراغونو تر منځ هم د فکر تیاره خوره ده.
پرون به خلک د یو بل کورونو ته تلل؛ نن د یو بل د ژوند عکسونه ګورو.
پرون به د یوه ملګري په لیدلو زړه خوشحالېده؛ نن د هغه د یوه پیغام په راتلو بسنه کوو.
پرون به یوه خبره په زړه کې پاتې کېده؛ نن هره خبره نړۍ ته رسېږي، خو د زړه خبرې لا هم ناویلې پاتې دي.
• موږ د اړیکو وسایل ډېر کړل، خو اړیکې مو کمزورې شوې.
• موږ د خبرو لارې ډېرې کړې، خو د زړه خبرې مو لږې شوې.
• موږ نړۍ ځان ته نږدې کړه، خو کله کله مو خپل نږدې کسان له ځانه لرې کړل.
نو راځئ چې له پرون څخه د زړه تودوخه او سکون واخلو او له نن څخه د علم رڼا.
نه باید پرون ته دومره وژاړو چې نن له لاسه ورکړو، او نه باید د نن په شور کې داسې ورک شو چې پرون مو له یاده ووځي.
ښایي ووایو:
• پرون زموږ تجربه ده،
• نن زموږ فرصت دی،
• او سبا زموږ مسؤولیت.
که پرون د انسان لاس کې لږ څه وو، خو زړه یې له نورو سره و؛ راځئ نن، چې لاسونه مو له امکاناتو ډک دي، زړونه مو هم له مینې، محبت ، رحم، قناعت او انسانیت څخه ډک کړو.
ځکه زمانه نه انسان جوړوي او نه یې ورانوي؛
انسان دی چې له زمانې سره څرنګه وغواړي هغه ډول تعامل کوي.