تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا (HRC) نن (دوشنبه) د سویس په جینیوا کې خپله ۶۳مه غونډه پیل کړي.
د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې له جوړېدا وروسته په دې برخه کې د څو اړخیزو نړیوالو بحثونو پر یوه مهم فورم بدله شوې ده.
دا شورا هغو ټولنو ته، چې جدي ظلمونه او جنایتونه لیدلي دي، د ستونزو د مطرح کولو، د نړیوالې پاملرنې د راجلبولو او د عاملانو د حسابورکولو لپاره مهمه زمینه برابروي. همداراز، شورا د هېوادونو لپاره یو مهم نړیوال چوکاټ دی، څو د «ساتنې مسوولیت» (R2P) پر بنسټ د خلکو د ساتنې لپاره خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
په پام کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد پینیټ هم نن د افغانستان د بشري حقونو په اړه خپل راپور دې شورا ته وړاندې کړي.
د ساتنې د مسوولیت نړیوال مرکز په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په افغانستان کې د ښځو، نجونو او نورو زیانګالو ډلو اساسي حقونه له جدي محدودیتونو سره مخامخ شوي دي. دې وضعیت، د مرکز په ارزونه کې، د بشري حقونو د سرغړونو او احتمالي پراخو جنایتونو د خطرونو د څار او مخنیوي اړتیا ډېره کړې ده.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مدرسو د شمېر پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه
مرکز له شورا څخه غواړي چې د بشري حقونو د څار او راپور ورکولو موجود میکانیزمونه پیاوړي کړي، د افغانستان وضعیت په دوامداره توګه وڅاري او د جدي سرغړونو د مستندولو او حسابورکولو لپاره لازمې لارې چارې ولټوي.
د «ساتنې د مسوولیت» د اصل له مخې، د بشري حقونو شورا باید د هغو هېوادونو په اړه چې خلک پکې د نسلوژنې، جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو یا قومي تصفیې له خطر سره مخامخ وي، د لومړني خبرداري، مخنیوي او حسابورکولو لپاره خپل امکانات وکاروي.
دا مرکز ټینګار کوي چې د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، څېړنیز میکانیزمونه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر کولی شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.
د مرکز په یوه تازه سپارښتنه کې د شورا له غړو غوښتل شوي چې د افغانستان په څېر د اوږدمهالو بحرانونو په اړه یوازې په څرګندونو بسنه ونه کړي، بلکې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او د مسوولیت د تامین لپاره منظم، اصولي او دوامدار اقدامات ترسره کړي.
د بشري حقونو نړیواله شورا د افغانستان د وضعیت په ګډون د هغو هېوادونو لپاره چې خلک یې له جدي سرغړونو او د ظلمونو له خطر سره مخامخ دي، د څار، راپور ورکولو او نړیوال فشار له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.