Homeخبرونهپه خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې ځانمرګی برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي

په خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې ځانمرګی برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د پاکستان پوځ ویلي چې اسلامپالو وسله‌والو له چاودېدونکو موادو ډک موټر د یوې امنیتي پوستې له دېوال سره ټکر کړی، چې له امله یې د ۱۲ پوځیانو په شمول لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د برید په ځوابي عملیاتو کې یې ۱۲ وسله‌وال هم وژلي دي.

دا برید د پنجشنبې او جمعې ترمنځ شپه د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ د پوځ او پولیسو پر یوه ګډه امنیتي پوسته شوی دی. دا سیمه له اوږدې مودې راهیسې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له مهمو سیمو څخه ګڼل کېږي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو له بریدګرو سره نښته وکړه، خو کله چې هغوی ونه توانېدل پوسته ونیسي، د چاودېدونکو توکو ډک موټر یې د پوستې له بهرني دېوال سره وجنګاوه او چاودنه یې وکړه.

د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پر غاړه اخیستی دی. دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې څلورو ځانمرګو بریدګرو برخه اخیستې وه.

ټي ټي پي له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه کوي او غواړي اوسنی نظام نسکور او پر ځای یې اسلامي نظام جوړ کړي.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې د دې ډلې غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي، خو د افغانستان سرپرست حکومت دا ادعا ردوي او وایي چې په پاکستان کې ناامني د هماغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.

د تاند د وټس اپ چاینل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...