Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان سوداګرو له ازبکستان څخه د ټوکرو واردولو او د اسلامي بانک...

افغان سوداګرو له ازبکستان څخه د ټوکرو واردولو او د اسلامي بانک جوړولو ته لېوالتیا ښوولې

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) افغان سوداګرو له ازبکستان سره د سوداګرۍ او مالي همکاریو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي. د دغو خبرو یوه مهمه موضوع له ازبکستان څخه افغانستان ته د ټوکرانو او نساجي توکو واردول او په نمنګان ولایت کې د ازبکستان د لومړي اسلامي بانک د پرانیستلو امکان و.

د ازبکستان د نمنګان سیمه‌ییزې ادارې په وینا، د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر او د غضنفر ګروپ بنسټګر محمد ابراهیم غضنفر او د غضنفر بانک مشر محمد اسماعیل غضنفر په مشرۍ د افغان سوداګرو یو پلاوی نمنګان ته سفر کړی او له سیمه‌ییزو سوداګرو سره یې د همکاریو پر فرصتونو خبرې کړې دي.

د نمنګان والي شوکت‌جان عبدالرازقوف له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د نمنګان ادارې ویلي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې هم مخ پر پراختیا دي.

له ازبکستان څخه افغانستان ته د ټوکرو واردات

په دې لیدنه کې افغان سوداګرو له نمنګان څخه افغانستان ته د بېلابېلو ډولونو ټوکرانو او نساجي محصولاتو د واردولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

نمنګان د ازبکستان له مهمو صنعتي اود  نساجي له مرکزونو څخه دی او د دې توکو مستقیم صادرات افغانستان ته کولای شي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

په نمنګان کې د اسلامي بانک د جوړولو وړاندیز

د خبرو بله مهمه موضوع په نمنګان کې د ازبکستان د لومړي اسلامي بانک د پرانیستلو امکان و.

د راپور له مخې، داسې بانک به سوداګرو ته د اسلامي مالي اصولو له مخې د تمویل نوي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان او ازبکستان د شرکتونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او مالي همکاریو لپاره به نوې زمینه برابره کړي.

د اسلامي بانک د جوړېدو موضوع په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو لپاره مهمه بلل شوې، ځکه چې دغه ډول مالي بنسټونه کولای شي د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د دودیزو بانکي خدمتونو ترڅنګ بدیلې مالي لارې هم برابرې کړي.

د بلخ او نمنګان د سوداګرو مستقیمې اړیکې

په لیدنه کې د بلخ او نمنګان د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی. دواړو خواوو هوکړه کړې چې د خصوصي سکټور ترمنځ اړیکې لا پراخې کړي او د ګډو او متقابلو ګټو وړ سوداګریزو فرصتونو په لټه کې شي.

د  غضنفر ګروپ او غضنفر بانک د استازو ګډون ښيي چې افغان سوداګر غواړي له ازبکستان سره خپلې اقتصادي اړیکې یوازې له دودیزې سوداګرۍ سره محدودې نه کړي، بلکې بانکي، مالي او د پانګونې برخې هم پکې شاملې کړي.

د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي اړیکو پراختیا

دا خبرې په داسې مهال کېږي چې ازبکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانسپورټي او لوژستیکي اړیکو د پراختیا هڅې کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د سیمې د سوداګریزې نښلونې او د مرکزي اسیا او افغانستان ترمنځ د بازارونو د نژدې کولو په هڅو کې مهم ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...