یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+سهار/اجمل پسرلی

سهار/اجمل پسرلی

حاجي رحماني د زړو مکروریانو د بلاک د زینو په منځ کې ودرید. هغه کسان یې په تسبحو دانه دانه وشمیرل چې په تیرو څولسیزو کې له دې لارې تللي دي بیا یې یا مړی راوړی یا یې مړی هم ورک شوی دی. اووه ځوانان وو چې ووتل بیا رانغلل، درې یې په چاودنو کې وژل شوي او څلور یې په سنګر کې، شپږ کسان هغه مشران وو چې د کورنۍ غړیو په خپل لاس روغتون ته بیولل او له هغه لورې یې جسدونه د مینځلو لپاره جومات ته یووړل.

حاجي درې زینې ښکته شو، بیا یې د هغو کسانو شمیر پیل کړ چې بهرنیو هیوادو ته تللې دي، د دې کسانو له شمیرلو سره یې دا خبره تر ژبې لاندې کوله چې پلانی خوشبخت، پلانی خوشبخت، پلانی خوشبخت… حساب ترې ګډوډ شو…

ده څو ځله له خپل زوی څخه غوښتې دي چې اروپا ته یې وروغواړي هغه ورته ویلي چې نه کیږي. سړی نن هم په دې نیت له اپارتمانه راوتلی چې شهزاده سرای ته به ځي چې له صراف سره بیا خبرې وکړي. صراف له ده سره ژمنه کړې وه چې قاچاقي لاره به ورته پیدا کوي خو پرون  یې ورته ویلي و چې د ترکیې له لارې ځوانان په اوبو کې اروپا ته نشي پورې وتلی زاړه به څرنګه اوړي.

د امسا ټک شو، کلکه یې پر زینو ولګوله. پښیمانه غوندې شو چې صراف ته ولې ورشي. دی په اونۍ کې کله یو ځل کله دوه ځله په خیرخانه کې د خپلې لور کور ته ځي  تیره جمعه چې هلته تللی و، لور یې خپل زوی ته ورغږ کړي و چې راشه بابا دې راغلی دی. زوی یې ورته ویلي و چې بابا به بیا د ظاهر شاه په وخت کې د مکروریانو د بلاکونو د جوړیدو کیسه کوي. دا خبره یې زوی د خلاص وره شاته کړې وه چې حاجي رحماني اوریدلې وه او لټیدلی و، لور ته یې ویلي و چې بیا نه ورځي.

حاجي د بلاک مخې ته پر ځان درې ځله قول هو الله چف کړه اسمان ته یې وکتل:

« که صراف ته  ووایم چې بل قاچاق بر پیدا کړه …تیر ځل یې راته ویل ته به په خارج کې څه کوې بیا یې داړې جینګې کړې»

مخ یې وګرځاوه د جومات په لور روان شو. په جومات کې یې د بلاک د خلکو د شپږو کسانو جسدونه وینځل شوې دي، تر څوارلسو په ډیرو جسدونو پسې د همدې واړه جومات په چوتره کې ده د جنازې د لمنځونو تکبیرونه ویلي دي. له جوماته راووت تر ونې لاندې یې څادر هوار کړ د ماسپښین لمونځ یې وکړ چې دعا ته یې لاسونه پورته کړل د لمسي زنګ ورته راغی چې بابا ما ویل چې نن به راشې، رانغلې.

شونډې یې ویړې شوې په ونه یې لاس تیکه کړ چې پاڅي. د سړک غاړې ته یې پر یوه مات نیالګي ګوتې تیرې کړې، لښته یې سیخه ونیوله که لا ودریږي خو ماته لښته نیغه نه شوه. د ویالې له پورې غاړې اوزې راټوپ کړل تنکیو پاڼو ته یې خوله ورواچوله ده امسا پرې پورته کړه د اوزې څښتن غالمغال وکړ ده لاحول کړل، ټکسي ته یې لاس ونیو:

-خیرخانې ته ځم

-زه هلته نه ځم

-چرته روان یې

-شارنو ته ځم

-هلته مې یوسه

ډرایور وخندل. ده پر ګوتو د امسا لاستی ټینګ کړ. کړوپي ملا یې سر د شیشې خواته ورنژدې کړی و، مخامخ سړک ته یې کتل، خلک داسې تلل راتلل لکه ماشي چې له څراغه تاویږي راتاویږي. موټروان ورته وویل:

– زنګ دی زنګ

ده چې د تخرګ له جیبه ټیلفون راایست زنګ قطع شو، عینکي یې پر سترګو سمې کړې، موبایل ته مسک شو. ډرایور ورته وویل:

-خوشخبرې ده

-د لور زنګ مې و شله ده چې ورشم

-خو ورشه

-په خیرخانه کې یې کور دی خو ته نه ځې

-والله بالله کار لرم کنه رسولې مې

-همدلته مې هلته له پارک سره ښکته کړه ورځه ورځه چې کار لرې

-ډیر بدقاره یې

-څه شي

-هیڅ نه

چې له موټره ښکته شو بیا یې د لور زنګ راغی:

-ولې نه راځې

– څو بجې دي

-هو اوس ناوخته دی بیا سبا غرمې ته راشه شلغم بټه به درته پخه کړم

حاجي د ټیلفون له بندیدو سره د زنې ږیره په موټ کې ټینګه کړه:

« خو اوس به ورتلې»

تسبیح یې له لاسه ولویدې، په زګیروي ورټیټ شو راپورته یې کړې:

« که سبا سهار وختي ورشم بسته ورځ به مې تیره شي»

تسبیح  یې ژر ژر تیرې کړې نه یې څه وشمیرل نه یې څه وویل. د هسک مازدیګر نري باد د پارک د ونو پاڼې رپولې، شاته یې د لمر سترګه پټیده، ښکاریده او د تسبحو د دانو ټک، ټک و.

پای

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب