دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې سېلابونو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

افغانستان کې سېلابونو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند: ( یکشنبه، د زمري اوله) د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو؛ په ځانګړي ډول میدان وردګو څخه د مرګونو سېلابونو د راوتو خبرونه ترلاسه شوي.

د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، د تېرې شپې په سېلابونو کې د مړو شمېر تر ۳۰ زیات شوی دی.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌اله رحیمي نن کابل کې کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو سېلابونو له کبله ۳۱ کسان مړه، ۷۴ تنه ټپیان شوي او ۴۱ کسان لا هم تري تم دي.

ویل شوي په دغو سېلابونو کې تر ۲۵۰ زیات څاروي هم تلف شوي دي.

د دغو کسانو له جملې څخه تر شلو زیات یې د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ د یوه واده د مراسمو ګډونوال ښودل شوي.

د نورو هغو ولایتونو نومونه نه دي ښودل شوي، چې سېلابونو تازه ځپلي.

پرون د افغانستان په مختلفو سیندي حوزو کې د سېلابونو د وتو خبرداری ورکړل شوی و.

سېلاب ځپلو ویلي، چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب