دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالب وزیر: د امریکا د بې پيلوټه الوتکو ګزمو ته اندېښمن یوو

طالب وزیر: د امریکا د بې پيلوټه الوتکو ګزمو ته اندېښمن یوو

تاند: ( یکشنبه، د زمري اوله) د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شعري په یوه خبري غونډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو پر هغو ګزمو اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان په فضا کې یې ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دوی د رژیم چارواکو د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي “ټام ویسټ” سره د دغو الوتنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو امریکايي لوری وايي، چې دغه الوتنې د داعش د تعقیب او په نښه کولو لپاره دي.

شرعي دې ته په کتو سره، چې د طالبانو یو شمېر مشران لا هم د امریکا متحده ایالاتو په تور لېست کې دي، وویل، اندیښمن دي چې یادې ګزمې دوی ته تاوان پېښ نه کړي.

مخکې د طالبانو نورو مشرانو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي وو، چې د افغانستان فضا لا هم د امریکا له لوري اشغال ده.

2 COMMENTS

  1. حل:
    1_ مسلکى او تخصصى مقامونه اهل کار او تقوا داره افغانانو ته وسپاری.
    2_ اناث د شریعت په چوکات کی کار او تعلیم ته خوشی کری.
    3_ غربی او شرقی ژورنالستان افغانستان ته را وغواری تر سو بیا ستاسو حقایق نریوالو ته ورسوی.
    4_ ستری پروژی د یو متمرکز تحقیقاتی مرکز په تاید طرح او تطبیق کری.
    5_ د پوهنتون اساتیدو ته لور امتیازات ورکری، معنوی یی تشویق کری.
    6_ دینی مدارس راجستر او یو معاصر نصاب ورته تعین کری. د اوس نصاب با الکل اصلاح غواری. دیر نوی مدارس تاسس شول خو سخته بی نظمی او اخلاقی فساد ورکی روان دی. تاسو یی تحقیق وکری. علماوو کرامو ته مادی امتیازات ورکری او معنوی یی تقدیر کری. مدراس د یو مشخص سیستم له مخی تعقیب او تر نظارت لاندی ولری.
    7_ د خارج خخه افغان اهل کار او متقی افغانان وطن ته راولی چی فقط 500 متخصصین راولی او شه امتیازات ورکری د تول هیواد سستم درته چلوی. مشری تاسو وکری کار به هغه وکری خو د افغان، انسان او مسلمان په سترگه ورته وگوری.
    8_ د طالب او غیر طالب فرق مه کوی. تاسو وگوری اوس سه روان دی؟
    9_ د همسایه یا نورو هیوادو په علماوو او خوشخبری باور مه کوی خو شه تعامل د ملی منافع په نظر کی نیولو سره وکری.
    10_ د نریوالو مرستو د جذب لپاره مشخصه اداره او مسلکی خلگ وگماری، سته خو تاسو یی وگماری.
    11_ تول خارجی مرستی تر خپل مستقیم نظارت لاندی ولری که امکان وی یی د خپلو وزارتو له لاری ددوی تر نظارت لاندی جذب کری.
    12_ تقریبا 10000 لس زره مستعد تقوا داره زوانان په مختلفو بخشو کی د لورو زدکرو لپاره د تضمین په موجودیت کی خارج ته واستوی. البته د تولو ریشتی او پوهنځیانی باید د یو مسلکی تیم لخوا تعین شی.
    13_ هغه پروژی تطبیق کری چی خپله عاید تولید کری. د بازار په ظاهری شکلا خلگ مه غولوی.
    او….

    سته داسی سوک چی تر مشرانو یی ورسوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب