جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: د رسمیت پېژندلو وړ یوو، خو امریکا مو د رسمیت...

ملا یعقوب: د رسمیت پېژندلو وړ یوو، خو امریکا مو د رسمیت مخه نیسي

تاند: ( یکشنبه، د زمري اوله) د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي: “د دوی رژیم د تسلیمۍ لپاره ټول شرایط پوره کړي، خو اکثرو هېوادونو د امریکا د فشار له امله، د دوی له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.”

نوموړي دغه راز پر خپلواکو هېوادونو غږ وکړ، چې د امريکا فشارونو ته سر نه ږدي، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه او د طالبانو رژیم په رسميت وپېژني.

ملا یعقوب دا هم ویلي چې که یو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنې لري، کابل چمتو دی چې د دغو اندېښنو د حل لپاره خبرې وکړي.

مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ورته څرګندونې کړې وې.

د ملګرو ملتونو سازمان بیا په وضاحت ویلي، که طالبان په رسمیت پېژندل غواړي، باید هغه ژمنې عملي کړي، چې افغانستان ورسره د غړي هېواد په توګه لري.

دغه سازمان، په مشخص د ښځو، بشري حقونو، فردي ازادیو او خپلو حقونو ته د ټولو اتباعو لاسرسی او د واک د مشروعیت مسئله یادوي.

7 COMMENTS

  1. ګوره د ملا عمر زو! د مولانا بجیلیګر خبره 《 آسان چل دی 》 ، یو څو څاښتونه او کوډی په هغه صادراتی جوس ګډی کړئ کوم چی امریکی ته د لیږلو په حال کی دی. کله چی دا د انارو جوس د سپینی ماڼی د اوسیدونکو تر ستونی تیر سی نو مطمئناً اته ساعته او اته دقیقی وروسته به مو په رسمیت وپیژنی.
    د بصیرت خاوندان ستاسی او امریکائیانو او انګریزانو او چینایانو تر منځ د روانو مرموزو لوبو په ماهیت ښه پوهیږی.

  2. نه ملا کاکو! ارواښاد پلار د همداسي خوشباوره وو او دنړۍ سره په تعامل نه پوهيدو، بيا چي کله د غوړه مالانو په حلقه کي ګيرشو او دموټر په لمبر پليت يي لا توقف وليکل شول نو د اولس څخه بيخي بيګانه شوو او هغه وخت يي سد سرته ورغي چي څلور کروز توغندۍ د ده له تيښتي لږ شيبي وروسته د نوموړى په قرارګاه ولګيدي. اوس هم د افغان عام اولس او ستاسو تر مابين ډير واټن پيدا شويدۍ او خلک په تاسو بي باوره دي لامل يى ستاسو کږيدل د الله له دين اوسپارښتنو څخه دي، دا چي خلک ولي مزاحمت نه کوي لوي لامل يي هم دپخواني حکومت اوغير پښتنو پځانګړي توګه د پنجشيريانو او جميعت افغان ضد کړني دي چي ستاسو تور پنجاپى مخونه يى لږ در سپين کړيدي.

    • ملت لومړی له ماو تا راووځی يوازې په رسمیت پېژندل هم کفایت ننننه مول
      دغه سازمان دروغجن دی، امریکاء داشل کاله چېرته وه سازمان دبشری حقونو، فردی خپلواکیو، ښځو حقوقو احصایه لری کم له کمه دوه ملیونه بې ګناه انسانان چاپه باروتو، توغندیو، توپ او جنګی الوتکو د الفایده والمقابله په نوم له منځه یوړل. هو! بهترین دلیل دی رحمن بابا وایی: بصیرت او پوهه نشته به کتاب کې چې څه نه وی دمغزو په پېچ او تاب کې
      زه غلام حضرت ورور سره بیلکل موافق یم »د بصیرت خاوندان ستاسی او امریکائیانو او انګریزانو او چینایانو تر منځ د روانو مرموزو لوبو په ماهیت ښه پوهیږی«. دملا یعقوب لید لوری به معاصر فزیک کې برابر نه راځی دافغانستان انرزی، حجم اوسرعت دامریکاء په مقایسه په هېڅ منطق کې استدلال نشی منلی. یوشمیر اماتور سیاستوال هغه ته په پتو سترګو کرېدت ورکوی.
      اسلامی تګلاره او اخلاص ملا یعقوب ته داوایی چې دی په خپله اعتراف وکړی او ولس ته ووایی چې دا زدکړې نه لرم او زه مسلکی سړی هم سیاسی پختګی نخوهیڅ نشته بناء زه فکر کوم تبصره کوونکی دې دکلام عفت مراعات کړی او ملا یعقوب دې تشی بی سیاسته به اتکل لافی نه وهی ملت هرڅه په سترګو وینی !!! که نه خپه کیږی

  3. اول د اورتې په میړه پنجابي خپل ځان په رسمیت وپیزنه. امریکا خو د زکات روپۍ درته رالیږي ددې لپاره سي دغه ولس په پیړیو په تورتم کې وساتۍ د ړانده دجال زویه ☹️

    • ملت لومړی له ماو تا ووځی يوازې په رسمیت پېژندل هم کفایت نه کوی
      دغه سازمان دروغجن دی، امریکاء داشل کاله چېرته وه سازمان د کومو بشری حقونو، فردی خپلواکیو، ښځو حقوقو احصایه لری کم له کمه دوه ملیونه بې ګناه انسانان چاپه باروتو، توغندیو، توپ او جنګی الوتکو د الفایده والمقابله په نوم له منځه یوړل. رحمن بابا وایی: بصیرت او پوهه نشته په کتاب کې چې څه نه وی دمغزو په پېچ او تاب کې
      زه غلام حضرت ورور سره بیلکل موافق یم »د بصیرت خاوندان ستاسی او امریکائیانو او انګریزانو او چینایانو تر منځ د روانو مرموزو لوبو په ماهیت ښه پوهیږی«. دملا یعقوب لید لوری به معاصر فزیک کې برابر نه راځی دافغانستان انرزی، حجم اوسرعت دامریکاء په مقایسه په هېڅ منطق کې استدلال نشی منلی. یوشمیر اماتور سیاستوال هغه ته په پتو سترګو کرېدت ورکوی.
      اسلامی تګلاره او اخلاص ملا یعقوب ته داوایی چې دی په خپله باید اعتراف وکړی او ولس ته ووایی چې دا زدکړې زه نه لرم او زه مسلکی سړی هم نه ی سیاسی پختګی خوهیڅ نشته دامشکل راکموی. زه فکر کوم تبصره کوونکی دې هم دکلام عفت مراعات کړی چې ښه کاردی او ملا یعقوب دې هم تشی بی سیاسته په اټکل لافی شافې نه وهی چې داسلام خلاف عمل دی ملت هرڅه په سترګو وینی !!! که نه خپه کیږی

      Reply

  4. زما په نظر چې دوستان او هیوادوال خپه نشي یو څو خبری لیکل غواړم:
    ۱- نړۍ پدې پوهیږي چې ټول ستونزی نړۍ ته امریکا جوړی کړی هغه څوک چې پوهیږي په تدریجی ډول سره ترینه لار جدا کوی لکه سعودی عرب له چین سره چینایی ین باندې راکړه ورکړه کوی، همدارنګه هند هم له روسیی او نورو اروپایی هیوادونو سره راکړه ورکړه په روسیی روبل یا اروپایی یورو باندې کوی، نو زما په نظر داسې اټکل هم کیږي چې دا نړۍ په څو قطبی شي، کله چې نړی څو قطبوبو باندې وویشل شو نو بیابه هر هیواد کوښښ کوی چې خپل تولیدي توکو لپاره بازار (مارکیټ) پیدا کړی چې پداسې حالت کې بیا هر هیواد ژر تر ژره دا کوښښ کوي چې افغانستان سره نیکی اړیکي وساتی چې لامل به یی د رسمیت پیژندل شي مګر امریکا به ټولو هیوادونو ته سترګي مړی وی. ځکه وایي به چې زه یکتاز هیواد وم مګر د خپل تکبر له وجهي له سوپر څخه صفر ته راښکته شوم.
    خو یوه خبره بله چې نړیوال اندیښمن هغه داده کچیری روسیه په اکراین کې ماته وخوړه نو بیا په آسیایی هیوادونو کې د بل جنګ چې د چین او تایوان، د ایران او اسراییلو ترمینځ نښلیدونکي ده نو پدې حالت کې بیا پاکستان کیدای شي د خپل اقتصاد د پیاوړتیا او افغانستان بربادولو پخاطر له امریکا مرسته واخلی او هغه تیر لنډغر چې امریکا په نیمه لار کې پريښودل او د پاکستان له لاری ترکيي او نورو اروپایی او غربی هیوادونه ته لاړل بیاځلی قدرت ته ورسوی چې بیا به همغه جګړي او هغه بمبار اوهمغه چاپی او سرکونو ته بمونه ایښودل وي .
    دوهم خبره داده : چې اوسنیو چارواکو ته لومړی دا لازمه چې د خپل ولس زړه لاس ته راوړی، ځکه زړه راوړل په خبرو نه بلکې په عمل کې ثابت کړی پدې ۴۵ کالو کې افغانانو ډیری ګرمی او چربی خبري واوریدی مګر نتیجه یی منفی وو ځکه خبري ډیری کیدلی او عمل کم وو.
    ولس باید په لویه ملی جرګه کې سره راټول کړی او ټول جرکې ته اختیار ورکړی ترڅو ددې هیواد ټول ناخوالی پدې جرګه کې وشاربی او تحلیل یی کړی بیا دا جرګه د ټولې (۴۵) کلنې جګړي او کړاونو ته په کتو شته ستونزو ته د حل لاره پیدا کړی تر ټولو زیاته د پآکستان په وړاندې حقیقی او افغاني سیاست دریځ ونیسي ، ځکه هر نظام چې راغلی داسې سیاست یی د پاکستان په وړاندي نه ده غوره کړی چې عقل یی سر ته راشی، بلکه داسې ګمان يي کړی چې کیداي شی موږ او د دوی ترمینځ ستونزه جوړه شي مګر خبره داسې نده چې تنها پاکستان زموږ ګاونډی هیواد دي موږ کولای شو چې له نورو هیوادونو له لاری له اروپا سره هم اړیکه ټینګه کړو او موږ ته پکار ده چې غازی امان الله له دوران را نیولی تر اشرف غنی دولت پوری، ټول خپل جوړ شوی سیاستونه او پالیس ګانې په نظر کې نیولو سره داسې پالیسی او سیاست غوره کړو چې ولس خپه نشی او دوښمن ځانته داسې لاره غوړه کړی چې هم ځانته او ولس ته ګټه ورسوی او هم د افغانستان ښیګڼه وغواړی.
    پاکستان پدې ۴۵ کالو کې داسې غیرمستقیم جګړه روانه کړی چې میلیونونه انسان یې هم ووژل او کابل او ټول افغانستان یې په کنډواله بدل کړ، امریکا ته اوس هم د هوا له لاری او هم میدان هوایی ګانې ورکړی او افغانستان ټول خاوره هوا له لاری د ملایعقوب د خبرې په استناد تر اشغال لاندې ده مګر بیاهم افغانان ملامت هم دي مګر نړیوال محکمه ویده ده، ځکه چې که څه ووایې بیا ټرمپ او بایډن خپه کیږي.

  5. دافغان ملت قاتله او د پنجاب تربیه شوۍ غلامه یعقوبه تاسی د امریکا له خوا د ابتدا څخه په رسمیت پی‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ژندل شوی یاستۍ ایا د تاسو بی شرمانه راوستل دوباره کابل ته د امریکا په امر او د پنجابیو تامی همکاری سره افغانان شهیدان نه وو ؟؟؟ او تاسی او د تاسی هم قطاره په هدایت تښتیدلو قاتلانو او چورکوونکیو افغان ملت شاهد نه وو ؟؟؟؟ ای قاتله دروغګویه تاسی افغانان ډیر ښه پیژنی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب