د ګرمند سړک د خاورو له امله يې تکو تورو وېښتو خپل تور والی بايللی و.
ډېر مزل مې نه و کړی، خو د زياتې ګرمۍ له امله مې ډېر ژر د تندې احساس وکړ، شاوخوا مې وکتل، خو د تندې د رفع کولو څه مې و نه موندل، زه لا هم په دې فکر کې وم، چې ګوندې يو څه پيدا کړم، خو په دې ګڼه ګوڼه کې يو سوی او د زړه له زوره دردمن غږ مې واورېد، دا غږ د ګڼې ګوڼې په ګونګسو برلاسی و.
هر خوا به دې چې کتل، ټول خلک په حرکت کې و، ته به وايې که دې هر يو کس ته د دنيا ټول غمونه را ټول شوي وي، هېڅ يو له بله د ښه او بد پوښتنه نه کوله، هر يو د خپل ژوند په خولو کې ډوب و! زه هم همداسې.
خو دې غږ مې تنده، د خلکو دا له ځور او ستومانې تګ او راتګ… هر څه له ذهنه وويستل!
دې غږ بيا بيا هغه هغه د غره په رقم صحنه رايادوله، چې هر يوه خبره دې انګازې پکې کوي، او شوې خبره څو ځلې بېرته درته راګرځي.
ور نږدې شوم، کوچنۍ ماشومه وه، عمر يې نږدې نهه- لس کاله و، سور ځای،ځای شکيدلی کميس يې په تن
و.
د زړه له زوره کېدونکي غږ يې دا وړاندوينه کوله، چې له ډېره وخته راهيسې ولاړه ده، خو تش لاس يې هماغسې خالي و! حتماً يې په خوا کې دا ډول انسانان تېرېدل، چې د سهارنۍ خوړو ټيغونه يې ايستل، او د بل لوږه او
د خيټې غم يې زړه ته نه درېده.
د هر يو مخ ته به يې په ځير ځير کتل، شايد په زړه کې به ور تېريدل چې دا کاڼي زړونه يې د خيټې غم حس
کړي خو دا هماغسې لګيا وه… ماما لس روپۍ خو راکړه، يوه مړۍ پرې اخلم،ماما لس روپۍ خو…
خو نه تا به ويل، چې نن د دې کوچنۍ انجلۍ په مخ ټولو تېريدونکو انسانانو ته د نه اوریدلو او نه ليدلو په ناروغۍ پيدا شوې ده!
انجلۍ ته مخامخ د نانځکو او د لوبو د د رنګا رنګ سامان آلاتو دوکان و، د سترګو په وراوښتو به يې ډېر
هوسونه په زره کې ورتېريدل،شايد ويل به يې چې دومره څوک مې لرلای، چې د ژوند له دې کوچنيو خوښيو يې برخمنه کړې وې… چې په راتلونکي کې مې خپلو سيالانو ته کيسې کړې وي، چې د څه ډول نانځکو په لوبولو مې خپل ماشومتوب تېر کړی دی… خو نا نا
دا ماشومتوب خيټې ته د يوې ګولې مړۍ د موندلو په غم کې تېر شوی.
نه! دا د ډول شېبې تکرار زما په ژوند کې اصلاً شته نه!
ځکه زه ژوند په غم کې ولوبولم. د ژوند د خوښې کيسې د نورو دي!