جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په هند کې د رومي بانجانو د بیو لوړېدو بزګران میلیونران کړي...

په هند کې د رومي بانجانو د بیو لوړېدو بزګران میلیونران کړي دي

داودجبارخیل

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د تیلنګانا ایالت په میدک ولسوالۍ کې د روميانو یو بزګر له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې میلیونر شو ځکه چې ده د روميانو له حاصل څخه 1.8 ملیون روپۍ ترلاسه کړې.

دغه کروندګر د مهیپال ریډي په نوم پیژندل شوی چې په کلي کې په 40 جریبه ځمکه کې بیلابیل سبزیجات کري.

د راپور له مخې مهيپال د اپرېل په پنځلسمه په اته جريبه ځمکه کې روميان کرلي وو، د جون په نيمايي کې کله چې په بازار کې د روميانو عايد کم شو، نو هغه مهال دی اندېښمن و، خو کله چې د روميانو بيې اسمان ته وختې، مهيپال ريډي د روميانو بيې لوړې کړې.

کروندګر وايي، کله چې روميان ګران وي، نو بيه یې له يو کيلو تر سلو هندي روپیو یا کلدارو زياته وي.

مهیپال ریډي وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې کرنه کوي، خو په یوه میاشت او یوه کال کې یې دومره پیسې نه دي ګټلي.

کروندګر شل جریبه ځمکه لري او پاتې ځمکه د کرنې لپاره په اجاره ورکوي.

مهیپال وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې کروندګرو د سرزو بانجڼو بیې لوړې شوې، خو دا لومړی ځل دی، چې د رومي بانجانو بیې دومره لوړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب