جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د ډله ییزو همکاریو اهمیت| صاحب الله صابر

د ډله ییزو همکاریو اهمیت| صاحب الله صابر

یو له معیارونو څخه چې پرمختللې هېوادونه له پرمختیايي هېوادونو څخه بېلوي د ګډ کار کولو فرهنګ دی. زموږ په هېواد کې د ډله ییزو فعالیتونو لپاره کافي انګیزه نشته، ذ زیاتي انرژۍ له لګولو سره سره په لوړ کیفیت کړنې نه شي کېدای اصولاً د یوې سوکاله ټولنې د لرلو لپاره د ډله ییزو همکاریو پراختیا او دودیدل خورا مهم دی.

مایکروسافټ کمپنۍ د (2003) وینډوز د طرحي لپاره له پنځه زره پروګرامونو څخه مرسته واخیسته، دا افراد په ډله ییزه ټوګه وتوانیدل د ویندوز نسخه وړاندې کړي.

په افغانستان کې د داسي اورګانونو  رامنځ ته کول خورا اړین بولوم دا به په خلکو کې د یو بل منل او د څو اړخيزو همکاریو دودیدلو ته لار پرانیزي.

ګډ بحثونه په ټولنه کې د وګړو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز شعور لوړوي چې دا د پیچلو مسایلو په درک او پریکړو کې له خلکو سره مرسته کوي او د خبرو اترو ګډه ژبه رامنځ ته کوي.

له اقتصادي پلوه د مزیتونو او غوره توبونو له پیژندلو څخه وروسته د کورنۍ او بهرنۍ تګلارې د جوړولو پر مټ د سیمه ییزو او نړیوالو کړنو لپاره کور دننه د ګډو همکاریو تمرین اړین دی.

په فلسفه کې د یالکتیک نظریه داسي استدلال کوي هر کله چې د بحث (discusses) په نتيجه کې دوه متضادي نظریې راوټوکیږي د دغو دوو له ټکره دریمه ډیره غوره نظریه چې کاملاً منطقي وي منځ ته راځي نو په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د افکارو تبادله او بحثونه روڼ اندۍ ته لاره پرانیزي.

د ډله ییزو همکاریو او د مسایلو د حل لپاره بېلابېل تخنیکونه او ماډلونه وړاندې شوي دلته په مغزي توفان بحث کوو
Brain storming
دا تخنیک چې په لومړي ځل (ډاکتر الکس اسبورن) وړاندې کړ، په غرب کې داسې مشهور شو چې د هغوی د ژوند یوه برخه وګرځيد. مغزي توفان په ډله یيزه ټوګه ستونزو ته د حل موندولو تخنیک دی د ګروپ ټول غړي خپل نظرونه وړاندې کوي پرته له کومي نيوکي په داسي حال کې چې د آیدیاوو صحت باندي ورسته بحث کیږي.
فکري توفان میتود کې په دایروي بڼه غونډه ترسره کیږي چې په غونډو کې د لاندې اصولو رعایت ضروري دی؛

1- نیوکه نشته: دا چې غړي له سمو او غلطو نظریو سره غونډې ته راځي او ګډونوال وکړی شي د موضوع په حل تمرکز وکړي نه په وړاندې شوي نظر نو نیوکه ممنوع ګرځول شوې.

2- د غونډې په جریان کې د غړو افکارو په اړه قضاوت بند دی: دا چې غړي وکولای شي په ټول ذهني توان سره د ستونزو لپاره خارق العاده حل لاره ومومي نو د افکارو ارزول چې ذهن بوختوي ممنوع ده.

3- د نظریاتو مقدار اړین دی: هر څومره چې د تولید شویو نظریو تعداد زیات وي په همغه اندازه د نوښتګرو حل لارو امکان ډیریږي. کم افکار او نظریات د مغزي انقباض په معنا ده.

4- د غړو د افکارو ترتیب، بدلون آزاد دی: د ګډونوالو په نظریاتو کې تغیير، مشترکاتو موندل، ادغام تر څو غوره نظر رامنځ ته شي او ستونزې حل ته رسېدنه وشي نو بدلون مجاز دی.

5- نویو او نا پیژندل شویو نظریو ته پاملرنه: په غونډه کې له بېلابېلو زاویو ستونزو ته کتل کیږي نو نویو لیدلورو ته ځانګړې پاملرنه اړینه دی.

6- خلکو ګډون اختیاري دی: د ستونزو حل لپاره دروني افکارو څرګندول یوې غوره نظریی لامل کیږي نو ګډون اختیاري دی حتیَ د غونډې په جریان کې که څوک ونه غواړي خپل افکار له نورو سره شریک کړي د دې اختیار لرې.

7- افکارو ته مشابهت ورکول آزاد دی: د دوو نظریو ټکر چې کیدای شې دریمه بهتره نظریه رامنځ ته کړې د مشابهت ورکولو، مقایسه کولو پر مټ ممکن دی.

مغزي توفان غړي د خپلو نظریړ سربیره د نورو افکارو اصلاح کې رغنده رول لوبوي دا غونډې په ستونزه پیل او په یوې حل لارې پای مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب