شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د عنقا وزرې | رحمت شاه فراز

د عنقا وزرې | رحمت شاه فراز

میں عدم سے بهی پرے هوں ورنه غافل! بارہا

میری آه آتشیں سے بال عنقا جل گیا

که ووایو تحیرافریني او مبالغه امیزي د ختیځ زېږنده دي، مبالغه به مو نه وي کړې. په ختیځ کې یوه پدیده د لمر په څېر طلوع کوي او بیا خپل عوج ته رسېږي، خو چې تر لویدیځه رسېږي، نور يې خپل زور او اثر له لاسه ورکړی وي.

په ختیځ کې یو شی له خپلو اصلي صفاتو سره بیانول، که هنر نه بلل کېږي؛ په عادي ژبه کې يې هم ختیځوال ډېر نه خوښوي. دلته خو:

بې له تا هسې ضعیف یم ګلرخساره

پر حباب باندې که پښه ږدم نه ماتېږي

په ختیځ کې به نور معنوي او لفظي صنعتونه لوړ ادبي او هنري ارزښت ولري؛ خو ډېر لوی شاعر به هماغه وي، چې حباب نه شي ماتولی او یا يې «د شعر زینې اسمان ته رسېږي». زما په اند، په ختیځه شاعري کې به د مبالغې ارزښت په دې ډېر وي، چې د نورو معنوي صنعتونو استعمال فکر و عقل ته ډېر کم ضرورت لري او ځینې نور عناصر له شاعر سره مرسته و کومک کولی شي. مثلاً تجاهل العارف صنعت کې شاعر یوازې له یوه معلوم شي

تجاهل کوي یا خپله ناپوهي څرګندوي. د دې صنعت لپاره یو «موجود» شته، چې شاعر یوازې انکار ترې کوي او د تجاهل العارف صنعت جوړوي. خو مبالغه کې یوازې و یوازې عقل دی، چې له شاعر سره مرسته کولی شي او د مبالغې وروستی حد خو دا دی، چې هلته نور عقل هم کار پرېږدي. هغه چې عقلونه تسلیمي ته مجبورولی شي، ته وا لوی شاعر به نه وي؟

د میرزا غالب په پورتني بیت کې موږ له همداسې یوه حالت سره مخ یو. خو په دې بیت چې خبرې کوو، ځینې اصطلاحات به کاروو؛ نو راځئ لومړی به هغه اصطلاحات سره وپېژنو:

مبالغه؛ په ختیځه شاعري کې مبالغه د اغراق او غلو تر بریده رسول، د وینا له محاسنو شمېرل کېږي. مبالغه په درې ډوله ده:

الف) تبلیغ: دا هغه مبالغه ده، چې مدعا او مقصد د عقل او عادت له مخې امکان ولري؛ مثلاً له شاعر سره ناسته په سړي کې شعري طبیعت پیدا کوي، هسې چې خوشحال خان یې په یوه بیت کې یادونه کړې.

ب) اغراق: دا هغه مبالغه ده، چې عقل يې مني، خو عادت يې نه مني؛ هغسې چې د نجونو ملا تر وېښته هم ډېره نرۍ وګڼې، دا به عقل ومني، خو دومره نرۍ ملا به له کومه کوو؟ عادت په ساده ټکو کې دلته په همدې معنا ده.

ج) غلو: دا هغه مبالغه ده، چې نه یې عقل مني، نه عادت. هغسې چې په قدم دې یو حباب هم مات نه شي.

تر دې ځایه پورې مو له دې امله په مبالغه خبرې وکړې، چې غالب په خپل بیت کې مبالغه امیزي کړې ده. خو خبره دا ده، چې دغه مبالغه يې د دوو منطقي قاعدو په استفاده پنځولې ده، نو اړینه ده، چې یادې قاعدې هم وپېژنو:

لومړنۍ قاعده – اجتماع نقیضین: کله چې دوه نقیض خبرې سره یو ځای شي؛ مثلاً زید په خونه کې هم موجود دی او هم غیرحاضر دی.

دوهمه قاعده – ارتفاع نقیضین: کله چې دوه نقیض خبرې رفع شي؛ مثلاً زید په ټولګي کې موجود هم نه دی او غیرحاضر هم نه دی.

په دې ځای کې دوه خبرې راسره ومنئ: لومړی، دا چې غلو یوازې هغه مهال ایجادېدلی شي، چې د شاعر ادعا د منطقي قوانینو او قاعدو خلاف او مستقیما ټکر ورسره ولري؛ په دې چې غلو همدې ته وايي، چې عقل يې ونه مني.

دوهمه خبره دا ده، چې شعر د عقل او منطق په تله نه تلل کېږي؛ د شعر د میزان لپاره نور معیارونه دي او ګڼ دي، چې په دې کې به د لوستونکو پور وړی شم.

په پورتني بیت کې شاعر، هم نقیضین سره جمع کړي او هم یې رفع کړي دي؛ خو لومړی د شعر لفظي ترجمه:

«زه تر عدم هم اخوا رسېدلی یم، اې غافله! که نه، ډېر ځله خو زما د آهونو په لمبو د عنقا وزرې سوځېدلې دي.»

په لومړنۍ مسره کې شاعر وايي، چې زه له عدم څخه هم

اخوا ته رسېدلی یم، په دې معنا چې زه موجود نه یم؛ خو له دې سره سره زه په یوه داسې مقام کې یم، چې له عدم ور اخوا دی او په دې اساس معدوم هم نه یم؛ په دې ډول يې دوه نقیض ادعاوې رفع کړې؛ یا ارتفاع نقیضین يې رامنځته کړی.

همدغه مسره بیا مخې ته ږدو:

زه له عدم څخه «هم» ور اخوا ته مقام کې یم، یعنې زما د معدومیت حد دا دی، چې له عدم څخه هم اخوا ته رسېدلی یم؛ لنډه دا چې معدوم یم. خو دا چې له عدم ور اخوا مقام کې یم، نو دا په دې معنا چې موجود هم یم. په دې ډول يې دوه نقیض ادعاوې جمع کړې هم دي؛ یا اجتماع نقیضین یې رامنځته کړی.

اوس يې دوهمې مسرې ته ځیر شئ. په لومړني بیت کې شاعر یوه داسې خبره کړې، چې که څوک يې په عادي خبرو اترو کې وکړي، نو ممکن هسې یوه بابیزه خبره وګڼل شي. خو شاعر خپل لوستونکي ته د دې اجازه نه ورکوي، چې خبره يې بابیزه وګڼي. غالب په دوهمه مسره کې دا په ثبوت رسوي، چې زه په عدم کې هم موجود وم.

عنقا هغه مرغه دی، چې په عدم کې اوسي؛ عنقا اصلاً نشته، معدوم دی، د هر معدوم شي مقام عدم دی. شاعر راته وايي، چې زه ډېر ځله عدم ته تللی یم او چې هر ځل تللی یم، د خپل عشق و جنون په اور مې د عنقا وزرې ور سوځولې دي. خو شاعر په عدم کې نه پاتې کېږي؛ بلکې د خپل ځان په فنا او نیستي کې له عدم هم اخوا ته ځي. که

دغه ډول شعرونه د منطق په تله کې ږدو، نو یوه بابیزه او بې معنا خبره به يې ګڼو. خو چې د شعر او هنر له عینکو ورته وګورو، نو مجبوره يو، چې د غالب شاعرانو عظمت ته هنري سجده وکړو.

نوټ: په دې لیکنه کې مې له متفرقو ماخذونو استفاده کړې.

 📖 غالبستان

🖊️ رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب