دوشنبه, مې 6, 2024
Home+سلیاک ناروغي یا په غنمو کې د موجود ګلوټین په وړاندې حساسیت...

سلیاک ناروغي یا په غنمو کې د موجود ګلوټین په وړاندې حساسیت څه شی دی؟

لیکنه: ډاکټر مجاهد جبران

سلیاک ناروغي داسې یو حالت دی چې په کې د انسان د وجود امیون (د انتاناتو په وړاندې د بدن د دفاع) سیستم د وجود په روغو انساجو حمله کوي او دا حمله هغه وخت کوي چې کله د ګلوټین په نوم یوه ماده چې په غنمو او نورو هغو خوراکونو کې چې د غنمو څخه په کې کار اخستل شوی وي بدن ته د خوراک له لارې داخله شي چې له امله یې د وړو کولمو داخلي سطحه زیانمنه کیږي (که وړې کولمې سالمې وي بیا ورته د ګلوټین د نه تحمل ناروغي وایي) او په شخص کې د بدبویه اسهال، د نس درد او د سمې غذا د نه اخیستو او نه جذبیدو په وجه د وزن د زیات کموالی سبب ګرځي.

ناروغان پر دې سربیره چې بیا بیا اسهال کیږي د نس له باد نیونې څخه هم ګیله لري او قبضیب ورته هم پیدا کیږي.

دا ډول ناروغان ستړي وي. وروسته یې دبدن توازن هم خرابیږی او په خبرو کولو کې هم منګن وي.

دا ناروغي په هر عمر کې مینځ ته راتلای شی خو که ماشومان ونیسي د ودې او وزن مخه یې نیولی شي.

د نارینه وو په نسبت ښځې او هغه کسان چې د دې ناروغۍ کورنۍ تاریچه ولري  زیات مساعد دي.

په ښځو کې د نه اومیندواره کېدو یا نه حامله کېذو او کم وزنه ماشومانو د د زېږولو سبب کېږي.

دا چې د بدن دفاعي سیستم ته ولې په غنمو کې موجود ګلوتین پردي ښکاري او پر وړاندې یې شدید عکس العمل ښیي علت یې په واضح ډول مالوم نه دی خو محیطي او جینتیکي عوامل په کې رول لري.

ناروغي په ابتدا کې د نه تشخیص یا له غنمو څخه د نه پرهیز په وجه ورو ورو د هډوکو د کمزورۍ، د وسپنې د کمښت کمخونۍ او د ویتامین بي دولس د کمښت سبب کیږي.

ان کله کله د کولمو په کینسر/ سرطان هم بدلیدلا ی شي.

د ناروغۍ نه د خلاصون یا  درملنې کومه خاصه لاره نشته یوازې منظمه تقویه او له غنمو څخه (هغه خوراکونه چې غنم په کې نه وي؛ لکه د بیسکټ ځینې ډولونه)  پرهیز کول له ناروغ سره مرسته کولای شي.

3 COMMENTS

  1. د محترم ډاکټر صاحب د علمی او ګټوری لیکنی څخه په مننی سره،
    نژدی دیرش کلونه مخکی زموږ یو دوست له پاکستان څخه اروپا ته راغی ( کوم چی د سلیاک په ناروغی اخته ؤ ) . پسله څو میاشتو څخه ئی د ناروغی تشخیص وسو او معالج ډاکټر د مخصوصو اوړو د مصرف سپارښتنه ور ته وکړه چی البته صِحی ستونزه ئی حل سوه.
    ویل کیږی چی د اروپا او امریکا او کاناډا یو سلنه اوسیدونکی پدی مشکل اخته دی ( د ګلوټین سره حساسیت ) چی البته پدی هیوادونو کی نن سبا نه یوازی د ګلوټین څخه خالی اوړه بلکه د ګلوټین څخه خالی کیک او بسکویټ او پاستا او نور ترکیبات خُلاصه د غیر ګلوپینی اوړو څخه جوړ سوی هر ډول خواړه په هره مغازه کی په پریمانه توګه او مناسبه بیه عرضه کیږی.
    د بده مرغه د ناځوانه استعمارګرو غربیانو د توطئو یا حداقل غفلت او بی اعتنائی له وجی د افغان مظلوم اکثریت وولس ګلوپینی او غیر ګلوپینی خوړو ته د نه لاسرسی څخه سخت رنځ وړی.
    سړی چی د مغرب زمین ډکی ډکی مغازی او د افغان بیچاره تشی تشی ګیډی او تشو تشو جیبونو ته ځیر سی نو د جنت او دوږخ پر محتوم شتون ئی پوخ یقین راشی.

  2. د ښاغلی ډاکټر صاحب او ښاغلی غلام حضرت صاحب د معلوماتو څخه مننه.
    زما د یو دوست ځوی د ماشوم والی څخه د ګلوتین سره حساسیت درلود. دا چه په پیښور کی یی په مهاجرت کی ژوند کولو، نو د پیښور ډاکترانو د ماشوم وینه کراچی ښار د آغاخان لابراتوار ته ولیږله، چه په نتیجه کی د ګلوټین سره حساسیت معلوم شو.

    وروسته د غنمو، اوربشی (جو)، جودر(یولاف) او نوری ګلوتینی ډوډي یی پری بندی کړی. او د جوارو، وریجو، پټاټیو، لوبیاو او نورو سبزیچاتو څخه یی استفاده کوله. کله چه د ګلوتینی ډوډی څخه ماشوم بند شو، ماشوم د اسهال او خیټی پړسوب څخه نورمال حالت ته راغی.
    مګر د قد ټیټوالی او کمه نمو هر کال په ماشوم ګی څرګندیدله.

    دا چه وروسته د ماشوم کورنی د پیښور څخه آروپا ته لاړل، نو په اروپا کی یی ورته د قد د لوړوالی په خاطر ځینی دوایانی او ستنی ورکړی وی. او هم یی په رایه ګان ډول هغه ډوډي او خواړه ورکول چه ګلوتین ونلری.
    ځمږنږ ډیری افغانان اوس په وطن کی په ورته ناروغیو اخته دی خو د ښاغلی غلام حضرت ورور خبره د بده مرغه د دغه ناروغی نه سم تشخیص دلته په وطن کی کیدلای شی او نه ناګلوتینی ډوډی ته سم لاسرسی لری.
    الله ج دیی ځمونږ د افغانانو مل شی. او الله ج دیی نور مونږ د پردیو د وحشتناکه او بی رحمه جګړو څخه وساتی. مونږ جګړو ډیر بی وزله کړی او بی وسه کړی یاستو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب