دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۱۱ میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو...

افغانستان په ۱۱ میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو صادرات کړي

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۳ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د روان کال په ۱۱ میاشتو کې افغانستان نورو هیوادونو ته د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

د دغه دفتر پر اساس، د دغو پیسو ۷۶ سلنه د سکرو، زعفرانو، وچې مېوې، تازه مېوې، طبي بوټو، کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د صادراتو له درکه ترلاسه شوي دي.

د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر پر اساس، تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند، ترکیې، متحده عربي اماراتو، ایران او عراق ته شوي دي.

سره له یو شمېر ستونزو چې افغان سوداګرو ته د نورو هیوادونو له لوري ایجاد شوي، د افغانستان صادرات ډېر شوي دي. ښايي یو لوی دلیل یې سکاره وي چې پخوا بهر ته نه صادرېدل خو اوس ډېر صادریږي.

افغان سوداګر د نړۍ تر ۷۰ ډیرو هیوادونو ته صادرات کوي خو په تېرو دوو کلونو کې د ویزو او د پیسو د انتقال په برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې ډېرې شوي دي.

په همدې حال کې پاکستان په ځلونو د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونه پېښ کړي دي چې له کبله یې د افغانستان صادرات اغېزمن شوي دي.

تمه ده چې د واخان لارې د جوړیدو له کبله د افغانستان صادرات لا زیات شي او سوداګر له هغو ستونزو خلاص شي چې د پاکستان له لوري د مالونو د واردولو او صادرولو په مهال ورته رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب