د قمرۍ په مښوکه کې خلی و، له ځمکې ونې ته والوته، خلی یې د ونې په ښاخونو اېښوده، راولوېد. پسې راښکته شوه، بیا یې په مښوکه کې واخیست ونې ته والوته، خلی بیا راولوېد.
حیات الله د خونې له کړکۍ کڅوړنې شناوۍ سترګې ورته نیولې وې، د قمرۍ او خلي ننداره یې کوله. خپل تېر ژوند یې سترګو ته ولاړ و. سهار په خړه کې به کار ته لاړ، ګرده ورځ به یې په دوکان کې کار کاوه، تیاره ماښام به کور ته ستون شو. یو ځل یې مېرمنې ورته ویلي و چې کلي ته به په چکر لاړ شو، ده نه وه منلې، چې د دوکان کار په ټپه درېږي، تاوان به وکړو. ګونځې خوله یې وخوځېده:
– هغه میاشت به مې ګټه کړې وه… که تاوان!؟
سعید چټک خونې ته ننوت، یو انځور یې سترګو ته نیولی و، په شونډو یې موسکا خپره وه:
– بابا! بابا جانه!! دا تاریخي کلا زموږ په کلي کې ده؟؟
حیات سر وخوځاوه، سعید بیا وویل:
– نو تا لیدلې؟
– هو زویکه، زه چې ستا په عمر وم، موږ په کلي کې اوسېدو… .
سعید یې په خبره کې ورولوېد:
– نو تاسو به هلته مېلې هم کولې. د کلي خلک څومره بختور دي. څومره به یې سات تېر وي. د لویې کلا سیل به کوي.
حیات غلی و، د ماشومتوب وخت یې یاد شو. د دوی کور د زړې کلا سره نږدې و؛ خو ده ته هغه کلا جالبه نه وه، نه هم د کلي شنې ونې، د اوبو ویالې او غرونه ورته خوندور ښکارېدل. ده به له مشرانو سره په کارونو کې مرسته کوله، بېګا به بیا په دې بحث روان وو، چې پلاني مو د زردالیو د باغ پوله وهلې، پلانې بېنوبته اوبه ولګولې… .
د دروازې ټک ټک یې تر غوږ شو، سعید ورمنډه کړه، ویې ویل:
– ابا مې راغئ.
شریف په انګړ کې راښکاره شو.
سعید لا هم انځور ته کتل، شریف د چای پیاله ورپورته کړه، ویې ویل:
– میاشت پوره ده، چې معاش ولې نه راکوي.
حیات دیوالي ساعت ته ځير و، یو وخت به دی هم د میاشتې پای ته په تمه و، بیړه به یې وه چې د میاشتې ګټه وشمېري؛ هغه وخت یې دې ته پام نه و، چې میاشت یوازې د ګټې حسابول نه دي، یوه یوه میاشت یې له عمر نه هم کمېده.
حیات غلی و.
سعید کتابونه راواخیستل، انځور یې د کتابچې منځ کې کېښود، شريف ته یې مخ کړ:
– ابا! نن مکتب کې هلکانو ویل مېله کوو. ما ونه منله، له درسه وتلو.
شريف سر وخوځاوه:
– ښه دې کړي… .
حیات موسک شو، د مخ ګونځې یې لا ژورې شوې، د شريف په خبره کې ور ولوېد:
– سعید بچو په یوه ورځ له درسه نه وتلئ.
د شریف تندی تریو شو:
– پلاره داسې مه ورته وایه، پرېږده چې درسونه یې وایي، دا مېلې تاوان ورته کوي.
حیات غلی و، انګړ ته یې سترګې ورواړولې، قمري لا هم لګیا وه خلي یې ونې ته پورته کول، بېرته رالوېدل.
پای،
ډېر یې اوس هم د حیات په څېر د تاوان له وېرې د ژوند له یوې ورځې خوند نه شي اخیستی، له دې ډار لري چې که دخپلې مېرمن دکلي د چکر خبره ومني یا له خپلو بچو سره په منظره لاړ شي، ګوندي تاوان کوي چې په اصل کې دا تر ټولو ښه ګټه ده. شریف هم هماغه د حیات پر پل، پل ږدي او یوازې یې د میاشت ژر پای ته رسېدو ته سترګې وي چې خپل معاش واخلي. دی لا ځوان دی، تجربه نلري، خو چې د حیات په عمر شي حتماً پوهېږي چې په ژوند کې يې څومره ډېري ورځي د تاوان له وېرې بې خونده تېري کړې دي. د مرکزي کرکټر نوم حیات دی چې د ژوند په مانا دی، خو بیا یې هم دتاوان له ویرې ژوند نه دی کړی/خوند یې نه دی ورڅخه اخیستی. شریف چې فرعي کرکټر دی، دی هم د حیات په شان له تاوانه وېره لري او دې وېري د ژوند خوند ورڅخه هېر کړی. دی (شریف) نه غواړي سعید د ماشومتوب په ازاد ژوند کې
د ژوند خوند وڅکي، یو ځل خپل کلي ته لاړ شي، کلا وویني، د چېنې د غاړې تر زړو توتانو لاندې لوبي وکړي. شریف یوازې په دې وېره کې دی چې که سعید یوه ورځ هم تفریح وکړي تر نورو به شاته پاتې شي. دې وېري یې خپل او د سعید دواړو ژوند تلولی کړی دی. پایله مالومه ده چې ژوند هماغه د قمري د ځالې په شان دی چې شپه او ورځ لګیا هم یې او هر څومره خلي ورپورته کړې بیا هم ترې رالويږي. خو که دې قمري له نورو هغو سره الوت کاوه د باغونو ننداره یې کوله، چینې ته تله، هرو مرو له همدې نابشپړ ژونده خوند اخلي او دا خلي چې بیا هر څو ځلې راولویږي قمره به یې په پورته کولو ستړې نه شي.
آغلې ودان ډېره خوندوره مو ليکلې!😘
قلم مو روان او پر ګوتو مو برکت شه