Homeخبرونهد افغان سوداګرو ۱۵۰ میلیونه نوره پانګه ایران ته لېږدول شوې

د افغان سوداګرو ۱۵۰ میلیونه نوره پانګه ایران ته لېږدول شوې

تاند: ( شنبه، د سرطان ۲۴ مه)  ایراني رسنیو ویلي، چې د افغان پانګوالو یوازې ۱۵۰ میلیونه ډالره نوره پانګه د روان لمریز کال په لومړیو ۴ میاشتو کې دغه هېواد ته د پانګونې لپاره لېږدیدلې ده.

د ایران د حکومت یوه اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب ویلي، چې دا پانګونه له کمښت سره بیا هم د پام وړ ده.

سرچینه زیاتوي، دغه پانګونه د کرنې، صنعت او ساختماني چارو په برخو کې شوې ده.

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په ایران کې تر ټولو لویه برخه بهرنۍ پانګونه افغان سوداګرو کړې ده.

پر ایران سربېره د افغان سوداګرو یوه لویه برخه پانګه ترکیې، ازبکستان او د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...