پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملاهبت الله له بهرنیو استازولیو سره د تعامل په اړه فرمان ورکړی

ملاهبت الله له بهرنیو استازولیو سره د تعامل په اړه فرمان ورکړی

تاند: ( شنبه، د سرطان ۲۴ مه)  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دوی عمومي مشر ملاهبت الله اخندزاده له بهرنیو استازوليوسره د طالب چارواکو د تعامل په اړه فرمان ورکړی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، طالب خارجه وزیر ملا امیرخان متقي په یوه غونډه کې د دغه فرمان او په دې اړه د طالبانو د کابینې د پریکړې د پوهاوي او همغږۍ په اړه یو شمېر طالب چارواکو سره غونډه کړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ټولو وزارتونو، عمومي ریاستونو او خپلواکو ادارو لپاره د طالبانو د رژیم د دفتر رئیسانو او بهرنیو اړیکو چارواکو ګډون کړی و.

‏خبرپاڼه زیاتوي:(( په غونډه کې د وروستي فرمان او کابینې د پرېکړې له مخې، چې له بهرنیو استازولیو سره د تعامل او رسمي سفرونو اړوند لارښوونې پکې شوي، د ښه تعمیل په موخه د دولتي ارګانونو له لوري له بهرنیو هېوادونو او استازولیو سره د ملاقاتونو، رسمي سفرونو او تړونونو د لاسليکولو قانوني مراحل تشریح او په اړونده برخو کې د همغږۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې یې په تفصیل سره ذکر شوې.))

طالبانو د ملا هبت الله د تازه فرمان په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې له بهرنیو دیپلوماتانو او استازو سره د طالب چارواکو د لیدنو- کتنو او تعاملاتو په اړه ګڼې نیوکې شوي.

10 COMMENTS

  1. دا پنجابی تش په نامه ملا خربت الله جهان ته پداسی عبثیاتو خپل ځان مقدس تمثیل کوی دا پنجابی یو غولکښ جاهله څیره دی او د قدیانیو لار شعوری تعقیبوی دی تخریبکاره قدیانیویو وخت خلکو ته ځانونه مقدس معرفی کول او وروسته حتی بی سواده کسان پری پوه شول چی دوی د پنجاب له خوا را استول شوی دی او خلکو ددوی محوه کیدو په هڅه کښی شول چی باالاخیره خلک وتوانیدل خپلی منطقی ( ځدراڼو ، تڼیو ، ځاځیو ، منګلو او خوستوالو قومونو ) دداسی پلیتو پنجابیو څخه پاکی کړی او اوس ئی بیا په بل شکل سره دا احمقتوب شروع کړۍ دی او ځینی افغانان دا پنجابی قدیانی ملا لقب باندی نوموی او افسوس پر تره کی باندی چی ځان حقوقدان معرفی کوی او ددی جر أت ورڅخه اخستل شوۍ دی چی د ددی کثیفو تربیه شوو قدانیانیو اصلی تاریخچه خلکو ته په ګوته کړی حتی دا تره کۍ افتخار کوی چی ددی پنجابیو قدیانیو له خوا یو ځل علنی دعوت شوۍ وو ، واقعآ افسوس ددی حقوقدان جهالت باندی !!!!

  2. ملا خینزیر په سوری کی پټ ده او فروانونه ورکوی او دا نور ړانده خرکوټکی یې بیا دا بی هوده فرمانو ته غوږ نسی لعنت دی په داسی رهبر او دهغه په ریت شی

  3. ملا مخپټ الله او د هغوی خوځښت باید اول خپله د اسلام مقدس دین قبول کړي . اسلام یو معتدل ، د انسانیت او عقلانیت دین دی . د اسلام مبارک دین ښځو او ماشومانو او حتی هغوی ته چې په کوم بل دین عقیده لري او په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوي، ځانګړي حقوق ورکړي دي . علیم او حکیم د الله تعالی صفات دي . دالله د کلام لومړنی آیت شریف په لوستلو حکم کړیدی .
    ملا مخپټی باید د امر بالمعروف او استخباراتو ظالمانو له کړنو باخبره شي ، چې پر خلکو څومره ظلم کوي .
    حضرت محمد مصطفي ص د اسلامي دیپلوماسۍ تهداب کېښود ، په هغه وخت کې نور اسلامي هېوادونه موجود نه ول ، د حبشې ، روم او پارس یا عجمي عراق مشرانو ته یې خطونه ولیږل ، له هغوی سره یې فعاله دیپلوماسې وغوښتله ، تجارتي راکړې ورکړې یې پیل کړې . مګر ملا مخپټ الله افغانستان د حضرت محمد ص له زمانې 1500 کاله وروسته په داسې انزوا او جهالت کې اچولی چې اتباع یې له ټولو اسلامي او بشري حقوقو محروم کړيدي دي .

  4. لومړی باید له خپلو افغانانو سره د یوه ښه ملي, انساني او اسلامي تعامل لارې چاري عملي شې, موږ مکلف نه یو چې دداخلي تعامل لپاره هم دپنجابي استخباراتو طرزالعمل کټ او پیسټ کړو, کله چې مو په کور دننه داعتماد فضا جوړه کړه بهرنیان به زموږ سره دتعامل فرمانونه صادر کړې نه موږ ددوي لپاره.

  5. ټولو ته وایم : تر تاندوالو رانیولې تر نورو بړېڅو پوري مو !
    تاسو ټول په مذهبي او دیني پوړي، تار او رسۍ په خوټو کلک تړلي یاست د جنت او دوزخ په منځ کې بند پاتې یاست !
    که هرڅومره ټوپونه و وهۍ دملا ، اخند، حضرت ، پیر ، صاحبزاده ، خلیفه او سید له باداري به په داسې منطق ،عقل او دوه مخي توب خلاص نشۍ !!
    که هیبت الله مجازي جاهل پردی جاسوس ( cia , isi) ورک شي بیا بابه بل او بل پيداکیږي ځکه چې زمینه ستا سو عقیدې بی علمی او عمل ورته برابره کړې ده !!
    **********
    د زمانې له وخت او تیرېدو سره په کائناتو کې بدلون او تغیر راځي چې په مکرو او میکرو کچه لیدل کیږي خو علم او پوهه ( فزیک ، ریاضي ، بیالوجې کمیا استرولوګي استرونوي او او ) دې تغیراتو ځواب لري او علمي تحقیقات یې پرې روان کړي دي … !!
    دین منجمد دی او دینی قوانین هم منجمد دی تر زمانی او وخت پورې تړلي ندي يواځنی هدف یې قدرت او متابعت دي ، دغه بد بخته تیاره جاهله کړنلاره او د هغې کیفې تطبیق دینپال د اخرت او جنت به په خوبونو کې غرق کړي دي چې دینپال یې بیا خپل مقدسات بولي او په هره کچه ورڅخه دفاع کوي !!
    نړۍ ، سیاست، اقتصاد ، پوهه او فزیکي کمیاوي تغیرات هره ورځ او هره دقیقه لیدل کيږي چې زاړه دیني منجمد قوانین هیڅ ځواب ورته نه لري !!
    راځۍ چې رواجي لاره غوره کړو او هغه داده چې دین له سیاست او اقتصاده وباسو او ووایو چې مونږ په تاسو کار نلرو او تاسو یې بر مونږ مه لرۍ !
    دښځو ښوونځې تړل ، د حقوقو خوړل یې غیر انساني عمل دی خو دینپال یې ګورۍ په مظلوم ملت عملي کوي !
    ایا دینپال شعوري داسې کارونه کوي او که چا په خوټو کلک تړلي دي !!!!

  6. د اسلام له نظره دا امیرالمومنین کیدی نشي، ځکه یو مسلمان امیر باید د خلکو په مینځ کې وي او د خلکو د مشکلاتو ځان خبر کړي. دا یو نوم دې چې ط ترې استفاده کوي په حقیقت کې هیبت الله یانې ای اس ای او سی ای ای.

  7. بلی په رسیدلی باسواده جامعه کښی باید د مذهب او حکومتداری بیلوالۍ موجود وی اما د جامعی تام اکثریت ته بیا هم د ملت مذهب تر پښو لاندی نشی دا په عیسوی او نورو مذهبونو د ملتونو په اکثریت سره منل شوی موضوع دی ، متأسفانه د افغان ملت په قصدی شکل سره بی سواده ساتل شوۍ دی او دا بی سوادی دی چی قوم بازی ، خان خانی او ساختګی افراطی مذهبونه او ارتجاعی حالتونه را مینځ ته شوی دی !!! دا بی سوادی هغه وخت له مینځه تللۍ شی کله چی یو ملی حکومت رامینځ ته شی نو بیا قوم بازی ، خان خانی ، ساختګیو روزل شوی ملایان ، طالبان ، پیران او نور نور فسادګر د اجنبیانو له خوا تربیه شوی او رالیږل شوی ګروپونه بیا د افغانستان جامعه کښی ځای نشی لرلۍ دا باید واضح وویل شی چی ددی حشراتو محوه کیدو او د ملی حکومت رامینځ ته کیدلو هلی ځلی روانی او هغه کسان چی د ملت وحدت او د ملی حکومتداری طرفداره دی هغوی باید عملآ ړستونی راپورته کړی او صادقانه د ملت نیکمرغی لپاره راپورته شی او ځانونه د ارتجاعی خصلت څخه کاملآ ازاد کړی !!!!!

    • غروال صیب مننه ، مونږ باید سره یو شو ، دامرداری پاکه کړو او انسان طبعي رشد ته خپله ازادي ورکړو او یو ټولواکه او خپلواکه سیاسي نظام وټاکو چې هغه د ورځې او زماني په اقتصادي او علمي جامو او موډ سینګار وي ! له دې جهالت څخه مونږ نور ډير ستړي شوي یو د پاکستان دمدرسو د چړیانو له مخونو څخه مې بد راځي ! تښتیدلي ځوانان او پيغلې چې په یونان ، بوزنیا …. کې چې په یوو بد حالت کې ژوند کوي او بند پاتې دي ما ډير ځوروي !!

  8. د اریانا ویب سایئط کښی د Hazarzbek Tajiashtun لپاره :
    Hazarzbek Tajiashtun ته : بلی د ملت بهبودی او پر مخ تګ پر ضد دا یاد مضر مکروبونه لا تر اوسه بریالی دی اما د جامعی مثبت تکامل د مثبتو موجودو شرائیطو لاندی د جهان مختلفو برخو کښی لیدل شوی او لیدل کیږی ، د افغان جامعه ( ښ ځه او نارینه سره د دوی اطفالو ډیر په خپل کلتور ، مذهب ، سالمو عنعناتو ، ازادی او خپلی خاوری مین دی او دائی مسلسل همیش په اثبات رسولی دی !!! د صادقو پاکو منورینو ( ښځو او نارینوو ) دا ملی دنده دی چی په صدق سره د خپل ملت ملاتړ تر لاسه کړی او د ملت سره ګډ د ملت ترقی او پر مخ تګ لپاره متحد اقدامونه وکړی ، شاهی حکومت د خپلو کثیفو هدفونو لپاره د ا یاد فساد ګر لکه پیران ، حضرتان او نوری نوری چټلی شعوری تقویه کولی او د کمونیستانو فجایعیو ټول شاهدان دی او اوسنی مضر مکروبونه هم د ملت پر اوږو د اجنبیانو له خوا سپاره کړ شوی دی ، پر ملت باید اعتبار ولرلۍ شی او د ملت پر مخ تګ باید امیدواری ولری هیڅ مشکل بی له له صادقانه زحمته نشی حل کیدۍ ، زه د ۱۹۸۰ کال راپدی خوا د افغانی او افغان په ګډه محتطانه همکاری ایمان لرم اودا کسان د ۱۹۸۰ کاله راپدی خوا ملت لپاره صادق ، وفاداره ثابت شوی دی او هر څوک په اسانی سره ددی کسانو مینځ کښی نشی داخلیدای لکه چی وائی ، اعتبار درلودل ښه اما کنترول ضروری دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب