دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+غار ثور | عبدالرحمن احمدزی

غار ثور | عبدالرحمن احمدزی

دغه غار د ثور دغره (جبل الثور) په سر کې پروت دی او ثورغر (جبل الثور) د مکې مکرمې یو له مشهور غرونو څخه دی، د دغه غره د شهرت لامل هم د ثور غار دی، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او حضرت ابوبکر صدیق (رض) مدینې منورې ته د هجرت پرمهال په دغه غار کې له مشرکینو پناه اخیستې وه او دلته یې درې ورځې او شپې کړې وې.

غار ثور په اسلامي تاریخ کې ځانګړی مقام او ارزښت لري. د دې غار په اړه د قرآن کریم د سورت توبه په (۴۰) آیت کې اشاره شوې ده.

(’إِلاَّ تَنصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُواْ ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لاَ تَحْزَنْ إِنَّ اللّهَ مَعَنَا فَأَنزَلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُواْ السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيم‘)

ژباړه: (که تاسي د پیغمبر (ص) مرسته ونه کړه، نو هیڅ پروا نشته، الله (ج) د هغه مبارک مرسته په هغه وخت کې کړې ده چې کله کافرانو هغه ایستلي و، چې کله هغه یوازي  د دوه نفرو دوهم و، کله چې هغوي دواړه په غار (سمڅه) کې ول، کله چې هغه خپل ملګري  ته وویل : مه خفه کیږه، الله له موږ سره دی. په هغه وخت کې  الله (ج)  له خپل لوري څخه پر هغه باندې د زړه ډاډینه نازله کړه، او په داسي لښکر سره یې د هغه ملاتړ وکړ چې تاسې نه لیدل او د کافرانو وینا یې ټیټه کړه، او هماغه دالله وینا خو لوړه ده. الله زورور او پوه د حکمت څښتن دی.)

رسول الله صلى الله عليه وسلم او حضرت ابوبکر صدیق (رض)  درې ورځې او شپې هلته پاتې شول او له دریو ورځو او شپو له تیرولو وروسته له غار څخه راووتل او مدینې منورې په لور روان شول.

تاریخي روایت هم دا وایي چې غار ثور د اسلام مبارک دین د ساتنۍ لومړی تمځای ده چې له دعوت وروسته  رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ملګري سره په کې پناه واخیسته.

په بعضي روایتونو کې راځي چې کوم وخت حضرت  محمد (ص) او ابوبکر صدیق (رض)  د هجرت تصمیم ونیو، د مکې مکرمې مشرکین په خبر شول او دوی یی تعقیب کړ او د غار تر خولۍ مشرکین راورسیدل حضرت ابوبکر صدیق (رض) په یو رویت کې وایې چې زه وویردم چې مشرکین حضرت محمد (ص) ته تاوان ونه رسوي ځکه هغوي ( مشرکین) دومره رانږدې شوې و، که لاندې یې غار ته راکتلي واي ممکن موږ یې لیدلي وای دغه وخت چې دواړه حضراتو غار ته ننوتل الله (ج) مرغۍ ته امر وکړ چې د غار په خوله کې هګۍ واچوي او غڼي (جولا)  ته یې امر وکړ چې جال هوار کړي، هر وخت چې مشرکین د غار خولۍ ته رسیږي چې ګوري هلته مرغۍ هګۍ اچولي او غڼي جال خپور کړ نو،  مشرکینو وویل چې کوم درواغجن جاسوس دغه خندونکی خبر راوړي  ځکه په دغه غار کې د انسان ننوتل ناممکن دي  هغه وو چې د مکې مکرمې مشرکین مکې مکرمې ته واپس شول او د دواړو جهانو سردار حضرت محمد (ص) او حضرت ابوبکر صدیق (رض)  درې شپې  او ورځې دغه غار کې پاتې شول او د حضرت ابوبکر صدیق  (رض) لور اسماء بن ابوبکر (رض) او زوی یی عبدالله بن ابوبکر (رض)  به خواړه ورته راوړل او د مکې مکرمې له وضعیته به یې خبرول.

هر کله چې د مکې مکرمې مشرکینو د دوی  تعقیب ودراوه،  نو دوی له غاره رابهر شول او د مدینې منورې په لور روان شول

 دغه غار په مکه مکرمه کې له حرمینو شریفینو څخه په (۸) کیلومترۍ کې پروت دی چې لوړوالۍ یې د ځمکې له سطحې څخه (۷۵۹) متر دی، د دغه غار مذهبي اهمیت ته په کتو ګڼ حاجیان او سیلانیان له دغه غار څخه لېدنه کوي او هلته نفلي عبادت او دعاګانې کوي.

دغه غار ته ختل سخت دی لاره یې له سختو کږلیچونو تیریږي او که څوک غواړي ورپورته شي نو دوه ساعته وخت  په بر کې نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب