دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+یو هندی وګړی د لسګونو ودونو په تور نیول شوی

یو هندی وګړی د لسګونو ودونو په تور نیول شوی

داود جبارخیل

په هند کې پولیسو هغه کس نیولی چې له ۱۵ ښځو سره یې په درغلۍ واده کړی و.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې، هندي تبعه مهیش په یوه وېبپاڼه کې بېلابېلو ښځو ته د واده وړاندیز کاوه چې د واده اسانتیاوې برابروي، مهیش له ۲۰۱۴ کال راهیسې له ۱۵ ښځو سره ودونه کړي او له څلورو مېرمنو یې ماشومان هم لري.

ټایمز اف انډیا د پولیسو د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې مهیش، چې نین سواده دی، د کرناټکا ایالت په تاماکورو کې یو کلینک جوړ کړی و او هلته یې یوه نرسه په کار ګومارلې وه چې خپل شهرت ته وده ورکړي. 

د پولیسو په وینا تورن مهیش له مالي پلوه خپلواکې میرمنې په نښه کړې.

د نیو انډین ایکسپریس د راپور له مخې، طلاقه شوې یا کونډې ښځې د تورن مهیش هدف و، مهیش نه یوازې له دغو ښځو سره خیانت کړی، بلکې د دوی قیمتي شیان یې هم غلا کړي دي.

خو دوی په ټولنه کې د بدنامۍ له وېرې چوپ پاتې شوې.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیسو تورن مهیش د سافټویر انجینر ۴۵ کلن همالیتا په شکایت لاس په لستوڼی نیولی دی.

1 COMMENT

  1. یو وخت افغانستان کې هم یو فیلسوف جبارخیل په همدې مرض اخته وو او بلاخره سر یې وخوړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب