پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: تر ۹ میلیونو ډېر افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي

ملګري ملتونه: تر ۹ میلیونو ډېر افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي

تاند: ( جمعه، د سرطان ۲۳ مه)  د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی، چې په نړۍ کې شاوخوا ۹،۲ میلیونه افغانان بې ځایه شوي، چې له دې ډلې شاوخوا ۵،۶ میلیونه یې د کډوالو په شان وضعیت کې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې دننه هم له ۳.۲۵ میلیونو ډېر خلک له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي دي.

که څه هم ملګرو ملتونو د افغانانو د بې ځایه کېدو لاملونه نه دی ویلی، خو جګړه، بېکاري، ښه ژوند ته نه لاسرسی او د طالبانو له غچ اخیستو تېښته په ټوله کې له هېواده د افغانانو د وتو اصلي لاملونه یاد شوي.

د شمېرو له مخې، له وروستیو پېښو وروسته ډېری افغان اتباع ایران او پاکستان ته تللي دي.

د طالبانو رژیم بیا لویدیزوال تورنوي، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه بې ځایه تبلیغات کوي او خلک هېواد پریښودو ته هڅوي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک ورځ تر بلې د اقتصادي او نورو ننګونو له زیاتیدو شکایت کوي او وایي په افغانستان کې ژوند د اقتصادي ننګونو ترڅنګ د طالبانو د افراطي قیوداتو له امله ورته ستونزمن شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب