جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ټي ټي پي په سر د کابل او اسلام اباد تازه...

د ټي ټي پي په سر د کابل او اسلام اباد تازه مطبوعاتي ناندرۍ

تاند: ( جمعه، د سرطان ۲۳ مه)  د پاکستان پوځ په یوه تازه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د پاکستان د طالبانو تحریک په افغانستان کې پټنځایونه او ازادانه فعالیت لري.

سرچینې په دې اړه سخته اندیښنه ښودلې او پر کابل د طالبانو له واکمن رژیم څخه یې په دې اړه د خپلو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان پوځ دغه راز د بلوچستان ایالت په وروستیو څو نا امنیو کې هم د طالبانو تحریک په لاس لرلو تورن کړی.

په کابل کې د طالبانو د رژیم یوه ویاند بلال کریمي بیا د پاکستان تورونه رد کړي او ویلي، چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد خلاف نه کارول کیږي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره، پاکستان بیا- بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو او پټنځایونو د موجودیت ادعا کوي، چې طالب رژیم یې بیرته ردوي.

په وروستیو کې پاکستان دا هم ویلي، چې طالب رژیم ورسره په همغږۍ، پاکستاني طالبان د ډیورنډ کرښې له څېرمه سیمو نورو ځایونو ته لېږدوي، خو طالب رژیم ویلي، چې پاکستان طالبان نه؛ د وزیرستان کډوال یې انتقال کړي.

2 COMMENTS

  1. طالبان هم حقیقت وایی د افغانستان خاوره دبل هیواد خلاف نه کارول کښی طالبان خپل خلک په خپله خاوره کښې وزنی پنجابیان ولی تشویش لری پښور هم دافغانستان خاوره ده نه دپاکستان

  2. د ځمکې پر مخ له موږ پوه او هوښيار خلک نور نشته.
    هم يې راباندې جنګ وکړ او هم يې تورن او خپل جنګ يې هم پر موږ راتاون کړ.
    په ارګ ننوتی ملا حسن چې ولس ته وايی چې خدای ته بغارې کړئ، نو خپله يې خوله ماته ده چې خدای ته پرې بغارې کړي؟
    موږ د مجاهد، طالب او داعش په نوم له داسې يوې مبهمې پديدې سره مخ يو چې خدای ته بغارې هم پر موږ وهي او پخپله نه.
    نالوستي به څه له خدايه وغواړي؟
    د جمعې په لمانځه کې دوعا ټول امت ته کيږي، خو موږ ته او د جهاد زمزمې بيا موږ ته غږيږي چې …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب