تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي۸مه/ د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۹مه، لسګونه پناهغوښتونکي د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږدول چې په هغوی کې ۱۲ افغانان هم شامل دي.
په ایستل شوو کسانو کې شاوخوا ۲۰ کلن ځوان هم شامل دی.
د هغه د وکیل په وینا، یوه امریکايي قاضي مخکې له دې د اندېښنې له امله چې ښايي د طالبانو له خوا ورته ګواښ متوجه شي، افغانستان ته د هغه د ستنولو مخه نیولې وه.
د دغه ځوان وکیلې آلما داوید ویلي، د هغه کورنۍ ځکه د طالبانو له خوا ګواښل شوې وه چې د هغه وروڼو له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې همکاري کړې وه.
د اسوشیټیډ پرېس د ترلاسه کړو محکمهيي اسنادو له مخې، د دغه ځوان یو ورور په امریکا کې ژوند کوي او په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له سقوط مخکې یې د افغانستان په ملي اردو کې خدمت کړی و.
بل ورور یې چې د پیلوټ په توګه روزل شوی و، افغانستان ته د طالبانو له واکمنېدو وروسته وژل شوی دی.
سره له دې چې محکمې د دغه ځوان افغانستان ته د شړلو د مخنیوي حکم کړی و، امریکايي چارواکو هغه د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږداوه.
ساوي آروي، د «فرسټ هیومن رایټس» سازمان د پناهغوښتونکو د حقوقو د برخې مشر، ویلي چې د دغو پناهغوښتونکو الوتکه د شنبې په ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده.
د هغه په وینا، په دې الوتنه کې اته ایراني وګړي او د نیپال او نیکاراګوا یو شمېر اتباع هم شامل وو.
دا انتقال د امریکا د حکومت د هغې تګلارې په چوکاټ کې ترسره شوی چې، له مخې یې ځینې کډوال او پناهغوښتونکي درېیمو هېوادونو ته شړل کېږي.
دغه تګلاره د کډوالو د حقونو د مدافع ډلو له غبرګونونو او اندېښنو سره مخ شوې ده.