تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي۸مه/ د اتریش پولیسو خبر ورکړی چې د مصر د پخوانۍ ملکې او د محمدرضا پهلوي د لومړۍ مېرمنې، فوزیې د مور، ملکې نازلي اړوند یوه تاریخي غاړکۍ د ویانا له موزیم څخه غلا شوې ده.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د اګست په ۲۷مه، له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.
د پولیسو د راپور له مخې، دوه شکمن کسان د ټکټونو له اخیستو وروسته موزیم ته ننوتل، د غاړکۍ د نندارې ښیښه یې ماته کړه، جواهر یې واخیستل او له سیمې وتښتېدل.
پولیس وايي، د امنیتي کامرو له لارې د دواړو شکمنو کسانو څېرې له ماسک پرته ثبت شوې دي او د هغوی د پېژندلو لپاره یې انځورونه خپاره کړي دي.
د پولیسو چارواکو دا احتمال هم څرګند کړی چې ښايي له دغو کسانو څخه یو له ځان سره وسلې لرلې وي.
دواړه کسان له غلا وروسته د موزیم ترڅنګ پارک پر لور تښتېدلي دي.
پولیسو د هغوی د موندلو لپاره په ویانا او اتریش کې لټون روان کړی دی. د عدلي طب متخصصین هم شته شواهد او د امنیتي کامرو ثبت شوي تصویرونه څېړي.
د معلوماتو له مخې غلا شوې غاړکۍ له پلاتین او الماسو جوړه شوې او په هغې کې د کارول شویو الماسو ټول وزن له ۲۰۰ قیراطو څخه زیات دی.
ملکه نازلي، چې د مصر د پاچا ملک فؤاد اول مېرمن او د فوزیې مور وه، دغه غاړکۍ په ۱۹۳۹ کال کې د خپلې لور فوزیې او د هغه وخت د ایران د ولیعهد محمدرضا پهلوي د واده پر مهال په قاهره کې پر غاړه کړې وه.
محمدرضا پهلوي له دغه واده دوه کاله وروسته د ایران پاچا شو.
د دې غاړکۍ ارزښت شاوخوا لس کاله وړاندې په یوه لیلام کې د ۳.۶ میلیونه او ۴.۶ میلیونه ډالرو ترمنځ اټکل شوی و.
د ویانا د هنرونو د موزیم مدیرې، لیلي هولاین، دغه غلا د موزیم لپاره «سخته ضربه» بللې ده.
هغې ویلي چې د نندارتون لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د غلا پر مهال د موزیم کارکوونکو د امنیتي لارښوونو له مخې عمل کړی دی.
د هغې په وینا، په دې پېښه کې هیڅوک ټپي شوی نه دی.
دا غلا په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د اروپا په څو هېوادونو په یو شمېر موزیمونو لویې غلاوې ثبت شوې دي.