Homeخبرونهمجاهد: له نجونو پرته؛ زرګونه محصلان دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده...

مجاهد: له نجونو پرته؛ زرګونه محصلان دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې کوي

تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې، په تېر یوه کال کې ۱۲۶زره او ۹۵۲ زده‌کړیالان په دولتي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت وو.

مجاهد زیاتوي چې، دغه راز ۸۵زره ۲۲۷ نور هغه په خصوصي پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت وو.

نوموړي د حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې کنفرانس ته ویلي، همدې موده کې په کوردننه ۲۹۰ استادان هم د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو ته ور پېژندل شوي دي.

هغه دغه راز ویلي، تېر کال د دوی د مشرتابه په حکم د بدخشان او غزني پوهنتونونو ته د طب پوهنځي هم ورکړل شوي دي.

مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، څه باندې ۱۸۰۰ ورځې شوې چې، افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي.

له زده کړو د نجونو محرومېدو مسلې په کور دننه او د باندې اندېښنې راپورته کړي خو طالبانو لا هم په دې تړاو نرم دریځ نه دی ښودلی او په خپل دریځ ولاړ دي.

خو ذبیح‌الله مجاهد د نجونو د زده‌کړو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی هڅه کوي دغه موضوع حل شي.

هغه نن (یکشنبه) د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په پروګرام کې وویل چې اوس مهال له هر څلورو افغانانو څخه یو یې په زده‌کړو بوخت دی.

1 COMMENT

  1. نو آینده بیسواده ښځی څنګه کولی شی جامعی ته صحتمنده او سالم فرد وړاندی کړی. تاسی نه ګوری چی ټول امراض د ملایانو کورونو کی دی؟ بیسواده ښځه د اولاد په تربیه کولو کی همیشه پاتې راغلې اولاد یی غل، لنډغر لکه خپله بیسواده لوی شوی ـ مجاهد صاحب مونږه نه غواړی ښځی مو ستاسو په شان نارینه ډاکټر ته ولاړې شی تاسو ته به نارینه ډاکټر محرم ستاسو د عقیدی پر بنیاد خو مونږه ته ندی ـ لږ درست منطقی فکر وکړی. دا د ښځو مساله به ستاسو سرونه په خیر سره وخوری ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...