Homeخبرونهملاله یوسفزۍ: له زده کړو د نجونو محرومیت د افغانستان راتلونکی له...

ملاله یوسفزۍ: له زده کړو د نجونو محرومیت د افغانستان راتلونکی له منځه وړي

تاند: ( جمعه، د سرطان ۲۳ مه)  د سولې د نوبل جایزې یوازینۍ پښتنه ګټونکې ملاله یوسفزۍ اندیښنه وښوده، چې له کار او زده کړو د نجونو او ښځو محرومیدل به د افغانستان راتلونکی له منځه یوسي.

نوموړې سي این این تلویزون ته وویل، چې دغه تلف شوی حق باید بې قید و شرطه بیرته اعاده شي.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې او له ښځو د کار او ټولنیزو فعالیتونو حق اخیستل شوی.

دغه وضعیت د طالبانو رژیم په ملي او نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ کړی او د انزوا په یوه اصلي دلیل یې بدل شوی.

د طالبانو منتقدان باور لري، چې دوی په داسې پریکړو نړیوال تر فشار لاندې نیسي، څو رژیم یې په رسمیت وپېژني، یا د لا نورو افراطي پریکړو د نه کولو لپاره امتیاز ورکړي.

طالبان بیا ظاهراً د نجونو د زده کړو مخالفت ردوي او ادعا کوي، چې د دغه حق د تامین لپاره یې د لازمو شرایطو د برابرولو په هڅه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...