چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهمیرویس عزیزي: کابل کې په ۱۰۰ میلیون ډالره روغتون او روزنتون جوړوم

میرویس عزیزي: کابل کې په ۱۰۰ میلیون ډالره روغتون او روزنتون جوړوم

تاند: (شنبه، د سرطان ۲۴ مه) د افغانستان مشهور میلیاردر میرویس عزیزي، چې د عزیزي بانک څښتن هم دی، وایي په کابل کې د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون او دغه راز بې سرپرسته ماشومانو ته روزنتون جوړوي.

د سرچینې د معلواتو له مخې، په دې برخه کې یې د ۲۵ میلیونه ډالرو شخصي ځمکه هم وقف کړې او د روغتون او روزنتون د جوړیدو عملي چارې روانې دي.

نوموړي په یوه مرکه کې هغو نیوکو ته هم غبرګون وښود، چې د تېرې روژې پر مهال یې په متحده عربي اماراتو کې بېوزلو سره د مرستې پروګرام ته شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالره ورکړي وو.

عزیزي وویل، په افغانستان کې هم زیات خیریه فعالیتونه لري، خو د رسنیز کیدو ډېر لېواله یې نه دی.

عزیزي یادونه وکړه، چې په دوبۍ کې د نړۍ په کچه دویمه لوړپوړیزه ودانۍ یې کار لاندې ده او غواړي ورته ودانۍ د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ په اروپایي هېوادونو، اسټرالیا او نورو کې هم جوړې او د یوه افغان د یادګار په توګه نړۍ ته پریږدي.

2 COMMENTS

  1. روغتون به جوړ کړې ، خو داکتر به ورته له کومې کړې ؟
    د سرطان د ناروغانو په تداوي کې اکثره ښځینه ډاکترانې او نرسانې مصروفه وي او په ډېرې حوصلې او مهارت سره هغه مریضان چې له ژونده یې زړه تور، په خپل ځان بې باوره وي ، تداوي کوي، هغوی ته د الله ج په حکمت سره دوباره ژوند وربښي . یا الله ته دا ملا هبت ا… بسلمان کړې او په زړه کې یې رحم واچوې چې د افغانستان د مظلوم ولس هلکان او نجونې یو ځل بیا خپلو ښوونځیو ته لاړ او د وطن راتلونکې ډاکتران \ ډاکترانې ، نرسان او نرسانې ، ښوونکي او ښوونکې ، انجنیران او انجنیرانې …. بیا وروزل شي . افغانستان د پنجاب له احتیاجه خلاص او د نړۍ د تمدن او انسانیت له کاروان سره بیا روان شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب