یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد ښکاري ټوپکو د ساتلو لپاره قیودات وضع شول

د ښکاري ټوپکو د ساتلو لپاره قیودات وضع شول

تاند: ( یکشنبه، د زمري اوله) د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ښکاري ټوپکو د ساتلو او استعمال لپاره قیودات وضع کړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اړه یې یو طرزالعمل جوړ کړی.

د طرزالعمل له مخې، څوک په خپل سر نه شي کولای دا ټوپکې افغانستان ته وارد او کاروبار یې وکړي، یا یې واخلي او ویې کاروي.

د دغه اقدام هدف د طبیعت د ساتلو لپاره هڅه او له دغو ټوپکو د ناسمې استفادې مخنیوی ښودل شوی.

څه موده مخکې په ځینو خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښودل کیدل، چې په یو شمېر غره ییزو سیمو کې ځینو کسانو له وحشي ژویو سره وحشیانه چلند کاوه.

دغه عمل د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوی و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب