جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه لومړي وار امړیکا ته ډ افغانستان جوس صاډر شول

په لومړي وار امړیکا ته ډ افغانستان جوس صاډر شول

تانډ- يکشنبه۔ ډ اسډلومړۍ- د طالبانو د حکومت ویندوی وايي چې د دوی له واک ته رسیدو وروسته په لومړي ځل په افغانستان کې تولید شوي جوس امریکا ته صادر شول.

ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:« د لومړي ځل لپاره د انارو له اوبو څخه جوړ شوی نوشابه د پامیرکولا له کمپنۍ څخه د افغانستان له هرات ولایت څخه امریکاته صادر شول.»
ښاغلي مجاهد د انارو د صادر شویو جوسو د هغه کانتینر عکس هم خپور کړی چې د امریکا بیرغ پرې لګول شوی دی.

د سږ کال په مارچ میاشت کې د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو ادارې وویل چې بهر ته د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۹۰۰ میلیون ډالرو ته ورسیدل چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶۳ سلنه زیات دي.

1 COMMENT

  1. TALIBS MUST EXPORT MAJOR AFGHAN PRODUTS&FRUITS TO AMERICA&EUROPE.
    AFGHAN IMIGRANT WILL CONSUME PROUDLY AND THIS IS A GOOD BUSINESS.
    FROM AROUND THE WORLD MANY PRODUCT COME IN TO AMERICA.
    AFGHANS MUST DO THIS BUSINESS TOO.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب