جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهترکیه کې افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو وېش پيل شو

ترکیه کې افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو وېش پيل شو

تاند: ( یکشنبه، د زمري اوله) د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان قونسلګرۍ نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو وېش پیل کړ.

د طالبانو یوه ویاند حافظ ضیا احمد وویل، چې دا پاسپورټونه هغو ماشومانو ته وېشل کیږي، چې په دغه هېواد کې زېږیدلي وي.

 هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو نه دي ویلي، چې دغه پاسپورټونه په کومو شرایطو وېشي.

د افغانستان ترڅنګ، له هېواده بهر افغانان هم د پاسپورټونو له نه وېشلو وخت په وخت شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...