جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته کډه شوي افغان زده کوونکي لا هم په دولتي ښوونځیو...

پاکستان ته کډه شوي افغان زده کوونکي لا هم په دولتي ښوونځیو کې زده کړې نه شي کولی

خبریاله: مذلفه کاکړ

په پاکستان کې د دولتي ښوونځیو مسولان وایي چې د حکومتي لایحې له مخې دوی نه شي کولای چې د شناختي کارت نه لرونکي زده کوونکي جذب کړي. د تېرو دوه کلونو پر مهال یاد هېواد ته کډه شوي افغانان د خپلو اولادونو د تعلیم په برخه کې اندیښنه ښیي.

په راولپنډۍ کې بيا د يوه افغان له لوري یو خصوصي تعلیمي مرکز تازه په کار پیل کړی او افغان زده کوونکو لپاره ښوونیز خدمات وړاندې کوي.

د یاد ښوونیز مرکز مسوولان وایي چې دا مهال لسګونه زره افغانان په پاکستان کې د جلا وطنۍ شپې او ورځې تیروي چې په وینا یې د نورو ستونزو سربېره د زده کړو پر وړاندې پرتو خنډونو هم د یادو افغانانو ژوند سخت کړی دی. دوی وایي چې همدې اړتیا ته په کتو یې مناسبه وبلله څو د آفتاب په نوم ښوونځی پرانیزي او افغان زده کوونکو ته د زده کړو خدمات وړاندې کړي.

د دې ښوونځي مسووله فرشته هاشمي وایي: «ډیرو دلیلونو شتون درلود چې مونږ یې وهڅولو څو افغان زده کوونکو ته د زده کړو چوپړتیا وکړو، لویه انګیزه چې د آفتاب ښوونیز او علمي مرکز د جوړولو لامل شوه زده کړو ته په لوړه کچه د افغان ماشومانو لېوالتیا ده».

د دې ښوونځي یوه زده کوونکې سعیده کوثر هاشمي چې زمونږ سره یې خبرې کړي ډیره خوښه ده چې په جلا وطنۍ کې هم ورته د زده کړو فرصت په لاس ورغلی، آغلې هاشمي وویل: «زه د آفتاب ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکې یم، مونږ دوه کاله وشول چې پاکستان ته کډه شوي یو، په تېرو دوه کلونو کې مو د زده کړو بهیر ځنډیدلی ؤ، اوس چې بېرته پیل شو نو ډیر د خوښۍ ځای دی».

یوه بله افغان زده کوونکې چې خپل نوم نباء صدیقي ښيي وایي، درې اوونۍ وشوې چې یاد ښوونیز مرکز کې یې زده کړې پیل کړي دي. نوموړې د یاد مرکز له خدمتونو راضي بریښي: «تقریبا دوه نیمي یا درې اوونۍ وشوې چې دې ښوونیز مرکز کې مو د انګلیسي ژبې زده کړه پیل کړې، مونږ ډېر خوشاله یو چې دلته راته د زده کړو فرصت په لاس راغلی دی».

د دې ښوونیز مرکز یوه ښوونکې وایي چې دا مهال په افغانستان کې د افغان نجونو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د زده کړو د بندیز مسله ده چې په وینا یې دې ستونزې یاد قشر ډیر اندېښمن کړی دی: «لکه څنګه چې جوته ده دا مهال د افغانستان مهمه او کُلي ستونزه دا ده چې ټول ښځینه ځوان قشر ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ محروم دي، اوس چې مونږ دلته افغان زده کوونکو ته د زده کړو په برخه کې کوم اقدام کړی دا به د افغان زده کوونکو لپاره ښه فرصت وي».

د یادونې وړ ده چې نږدې دوه کاله وړاندې پر کابل طالبان واکمن شول چې له هماغه پیله تر اوسه یې د ښځو پر وړاندې ځیني بنديزونه ولګول چې د یادو بنديزونو له ډلې یو یې هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب