جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+لیکوالۍ کې لفظي پېچلتیا | وحیدالله مومند

لیکوالۍ کې لفظي پېچلتیا | وحیدالله مومند

        نوي لیکوال هڅه کوي، چې لیکنو کې مانوس لغاتونه وکاروي او جملې دومره پېچلي کړي، چې په څو ځل لوستلو پرې نه پوهېږو. د لفظي پېچلتیا لاملونه ډېر کېدای شي، ځینې کسان ځان غوښتونکي وي او د دې لپاره یاد کار ته مخه کوي، چې درناوی یې وشي، ځینې نور د لیکدود پېچلي کولو سره عادت شوي چې ښايي لاملونه یې سیاسي، ټولینز، کلتوري او علمي چاپیریال وي. دا کسان د یو څه او مبهم دلیل تر اغېز لاندې لیکنې کوي. په یوه لیکنه کې د ډېرو نادرو لغاتونو کارول د مطلب پټوني کېدو لامل ګرځي. رسمي لیکنې هغه چې له ځان ورهاخوا نورو لوستونکو ته لیکل کېږي باید پاکې، روانې او د درک وړ وي.  لفظي پېچلتیا نه یوازې د زده کړې لړۍ ځنډوي، بلکې د ژبې ګرامري جوړښت کې هم بدلونونه رامنځته کوي. د یوې ژبې پرمختیا په اسان‌والي کې ده، لکه څنګه چې موږ د ژبې په پېژندنې کې ویلي، چې د پوهولو او راپوهولو وسیله ده، همداسې که د پوهېدو ځواک په یوه ژبه کې کمزوری شي، معنوي غني‌والی د وخت په تېرېدو له لاسه ورکوي، لوستوونکي او ویوونکي یې کمېږي، نورې ژبې يې له ځان سره مدغموي او څنډې یې خوري. لوستوونکي هر څه چې لولي، د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه یې لولي، نه د الفاظو، لغاتونو او رنګارنګۍ لپاره.

لفظي پېچلتیا که په هر ډول لیکنو کې وي؛ څوک یې لوستلو ته زړه نه ښه کوي. په همدې اساس ژبه د یوه ملت کلتور او د عملي پرمختګ وړتیا په ډاګه کوي.  څومره چې د یوې ژبې لیکدود سختېږي، همدومره یې لوستونکي کمېږي او د کرکې( تنفر) وړ ګرځي، انسان ورسره ځان ناارمه احساسوي او د لیکوال لیکنې ورته بې ارزښته کېږي. موږ په ورځني ژوند کې ‌ډېر داسې موضوعات لرو، چې کولای شوو په اسانۍ او ادبي بڼه یې روان او ساده بیان کړو، تر څو ټول پرې وپوهېږي. په ټولنیزو رسنیو کې تر ډېره سولېدلې کلمې کارول کېږي، چې موخه یې د لوستي او نالوستي ټولو پوهېدل دي، خو په ادبي لیکنو کې هم باید دومره عامې کلمې ونه کاروو، چې د لیکنې ظاهري ذوق او ښکلا پکې لمنځه لاړه شي. د پښتو لیکدود بله ستونزه لهجوي کلمات کارول دي، د ځینو لهجو پښتانه په دې باور دي چې، هر څه موږ په خوله تلفظ کوو، هغه باید په لیکنه کې یې هم وکاروو، لکه د ډېر او دنیا پر ځای زښت او دونیا لیکل، یا همداسې د شو او سو بېلګې، یا هم د پښتو پنځه یاګانو په اړه د دوی ناسم پوهاوی د دې سبب شوی، چې پښتو لیکدود دې د یو څو کسانو د شخصي چاپېریال، د اغېزو په پام کې نیولو سره د کم لوستنې او ناسم پوهاوي په لېږد کې یا هم د ژبې د نه‌یوالي په برخه کې ستونزې جوړې کړي.

د ابهام او پېچلتیا لاملونه ډېر ښودل شوي، چې استاد ګل الرحمن رحماني په ادبي ژبه کې ابهام په درې ډوله راپېژني؛

الف) ژبنی ابهام: ژبني ابهامونه د جملو په ارکانو، د جملې د ارکانو په لرې کولو، ناپېژنده شباهتونه، تخصصي اصطلاحات، ګرامري جوړښت، د مانا پراخوالی او د څو ژبو عبارتونه کارول پکې راوړل کېږي.

ب) ادبي ابهام: دا ابهامونه په تلمېحاتو، ادبي صنایعو، معاني علومو، استعارې، کنايې ، تجنیس او ایجاز په لمن کې رانغاړي.

ج) مانايي یا موضوعي ابهام: دا برخه کې انتزاعي انځورونه، باورونه، اداب، رسمونه او مقولې رانغاړل کېږي.

د دا ډول ربړو حل تر اوسه پورې لویو ژبپوهانو هم نه دی کړی او وخت ناوخت پرې علمي مناقشې هم کېږي. زما له نظره موږ باید د پښتو په علمي ژبه لیک وکړو، هغه ژبه چې د هېواد د علم او پرمختګ ژبه وي، د زده کړې ژبه وي، ځانګړی فونټکس، نحوه او مانا پوهنه ولري.

که غواړئ چې سمې لیکنې وکړئ، ډېر لوستونکي ولرئ او لیکنه مو د ټولنې ستونزې یا نېمګړتیاوې حل کړي؛ نو لومړی ډېر کتابونه ولولئ، د مشهوور لیکوالانو کتابونه ولولئ، متن یې سم تحلیل وکړئ او وګورئ چې څه ډول لغاتونه پکې کارول شوي دي، وروسته تاسو کولای شئ خپلې لیکنې په هماغه بڼې وکړئ. پېچلتیا او نامانوسې کلمې کارول ښه کار نه دی، لیکنه داسې وکړئ چې خلک پرې په لومړي ځل لوستلو وپوهېږي.

کوښښ کوئ، چې په پښتو کې عربي لغاتونه کم وکاروئ، په دې ډول هم تر یوې اندازې د مفهوم ورکېدو مخه نیول کېږي.

د انګلیسي، دری، اردو او عربي لغاتونو کارول، په داسې حال کې چې پښتو معادل یې ولرو، د لیکدود د پېچلتیا سبب ګرځي. په دې ډول لیکوال هم خپل او هم د لوستوونکو وخت ضایعه کوي، ننۍ نړۍ ډېره بوخته ده، هر څوک غواړي په اسانۍ زده کړې وکړي، یو څه لاسته راوړي یا یې ترسره کړي. د همدې دلیل له مخې اړینه نه ده، داسې لیکنې وشي چې د هرې جملې د مانا لپاره څو شېبې فکر وشي. د پېچلو لیکنو په لوستلو سره انسان فکر کوي، چې لیکنه یې له علمي او ذهني وړتیا لوړه ده، یا هم فکر کوي چې لیکنه يې د بې تجربې لیکوال ده او ارزښت نه لري.

ځینې محدود کسان پېچلې لیکنې د هنري ذوق له مخې لولي، ښې یې ګڼي او خوند ترې اخلي.

په همدې اساس لیکولان باید هڅه وکړي چې خپل معلومات په لنډه لار لوستونکو ته ورسوي او د ژبې له لفظي پېچلتیا ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب