جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د وزیر محمد اکبر په هکله د دوکتور اسدالله حبیب د لیکنې...

د وزیر محمد اکبر په هکله د دوکتور اسدالله حبیب د لیکنې ځواب

هر که پا کج میگذارد، خون دل ما می خوریم
لیکوال: ا.م. سیستاني
ژباړن: سیلانی
هغه مهال چې د روسانو سرو لښکرو په پر هېواد ناتار جوړ کړی و په هېواد کې د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته پوکی وهل کېده، د هېواد ملي او تاريخي ارزښتونو ته له بېلابېلو لارو د بې حرمتۍ لړۍ پيل شوې وې او د هېواد په مطبوعاتو همدارنګه په کابل پوهنتون د دموکراتیک خلق ګوند د عناصرو لخوا د افغانانو د تاریخي څېرو لکه احمد شاه بابا ميرویس نېکه، وزیر محمد اکبر خان، سردار ایوب خان او داسې نور ته توهين آمیزه کلمات کارول کېدل، له یادې ډلې څخه یو هم د کابل پوهنتون پخوانی رئیس او ددموکراتیک خلق ګوند د مرکزي کميتې غړی دوکتور اسدالله حبیب د ((جنبش جنګنامه سرائی در شعر دری قرن ۱۹ افغانستان)) تر سرلیک لاندې په ۱۳۶۰ کال په خراسان مجله کې یوه لیکنه خپره کړه چې نوموړې لیکنې په علومو اکدمۍ کې د ډېرو پښتنو لیکوالو غوسه را پارولې وه.
لیکوال په دې لیکنه د اکبرنامې( هغه اثر دی چې حمید کشمیری د انګلیسانو پر وړاندې د وزیر محمد اکبر پر جګړو په کې پحث کړی دی) د ارزونې په بهانه هڅه کړې ده چې په توهین آمېزه کلماتو لکه: « ګټه اخیستونکی، معامله ګر، دوکه باز، بدطینت، ډارن، مغرور او په خپل ولس کې د نه محبوبیت درلودونکی….» زموږ د تاریخ پر ویاړلي څهرې وزیر اکبر خان ته سپکاوی وکړي. ( خراسان مجله، لومړۍ ګڼه، ۱۳۶۰ کال،مخ ۶۰)
هغه دیادو توهین آمیزه کلماتو په کارولو سره هڅه کړې ده چې د يو هېواد پاله پښتون چې څو ځلې د وطن او ناموس لپاره د مرګ تر حده ورسېده، پر ویاړلو کارنامو سترګې پټې کړي او ټولې اتلولۍ یې په هېڅ کې حساب کړي تر څو خدای مکړه د وزیر اکبر خان ملي محبوبیت ته زیان ورسوي او د هېواد دوښمانان خوشحاله کړي.
لیکوال پخپله لیکنه کې وزیر اکبر خان ته په دري ادبیاتو کې چې هر څومره بد الفاظ موندلي هغه یې کارولي دي، مګر هېڅکله یې افغانانو سر د وزیر اکبر د خیانت، دوکې او استفاده جويي مثالونه نه دي وړاندې کړي. هغه له سیکانو سره په جګړه کې د وزیر محمد اکبر خان د وېرې په هکله وايي: « په دې جګړه کې اکبر خان یوازينی مشر و چې له ډاره د تېښتې په فکر کې کيږي او که چېرې یو بل افغان جنګیالي (جانګل) پر اکبر خان غږ نه وی کړی نو ده به هېڅکله له دښمن سره د مقابلې لپاره نه و ور دانګدلي. » دی د خپلې ادعا لپآره د حمید کشمیری له قوله څو بیتونه را وړي.
له سیکانو سره د وزیر اکبر خان د جګړې په هکله، ای کاش چې لیکوال دومره انصاف درلودلی وی کله چې دی د حمید کشمیر له قوله د وزیر اکبر خان د تېښتې فکر کول را نقلوي، نو ای کاش چې ده د همده حمید کشمیري له قوله په دې جګړه کې د وزیر محمد  اکبر خان د زړورتیا او ځوان مردۍ کارنامې هم یادې کړې وی. کاش چې ده په دې جګړه کې د حاجي خان کاکړ د خیانت یاونه هم کړې وی چې دی د جګړې د چپ لوري سپهسالا و او هره ورځ یې موضع د سیکانو د حملو پر وړاندې تشېدله چې د افغان پوځ د تباهۍ لامل کېده. بیا هم کاش لیکوال دا وضاحت هم وړاندې کړی وی چې په یاد جګړه چا افغانانو ته بریا ور په برخه کړه، جانګل که اکبر خان؟ واضحه خبره ده چې وزیر محمد اکبر خان.
هو، څرګنده ده چې قومي او د پښتونولي ضد تعصب د لیکوال سترګې ړنډې کړي دي او د وزیر اکبر خان په هکله یې د حقایقو له بیانولو ډډه کړې ده.
د حمید کشمیري د روایت له مخې د نوموړې جګړې په دولسمه ورځ سردار محمد افضل خان او سردار محمد اکبر خان له ځانه داسې زړورتیا او رشادت ښکاره کړ چې د دښمن په لیکو کې شکست را منځته شو، په همدې ورځ وزیر محمد اکبر د ځوانۍ په لومړيو کې د درېیم ځل لپاره پر دوښمن بریالی شو او ستره بریا یې افغانانو ته ور په برخه کړه، هغه د جګړې په دولسه ورځ د جګړې پر مهال له جنرال هری سنګ سره مخامخ شو او هغه ته یې پخپلې تورې داسې یو ګوزار ورکړ چې له آس څخه پر ځمکې را پرېوت او بیا هېڅکله و نه خوځېده. د جنرال هری سنګ په وژل کېدو د دښمن په لیکو کې ډار او شکست را منځه شو چې په دې کار سره د دوښمن پوځ افغان مجاهدینو  ته شاه کړه او  تر پېښوره په تېښته بریالي شول. په دې جګړه کې ۳۰ زره سیکان ووژل شول.( حمید کشمیري، اکبرنامه. م ۴۱-۴۹)
حمید کشمیري د جمرود په جګړه کې د وزیر محمد اکبر خان رول داسې بیانوي:
درآمـد به فوج عــدو چون پلنگ       نه پــروای ژوبیـــن نه بیم تفنگ
دو دستی روان تیغ راندن گرفت        چپ وراست دشمن فگندن گرفت
چو اکــبر بــرآورد تیغ از مــیان         کـــشاده بـه الله اکـــــــبر زبـان
بلـــــند آنچنان بانــگ تکبیر شد        کــه در گوش مـن ز کشمیر شد
هنـوزش به لب بانگ تکبیر بود       که دشمن شد اندر رکوع وسجود
سپس خان جبارخان و جباریان        نمودند حمــله چـــو شیــر ژیان
یلی کابلی اکــــــبر شـــــــیرزاد        زمـــردی به جنگ آوری داد داد
زتیغـش چـنان خــون ببالا شده         کــــه تر دامــن چــرخ والا شده
ســواری بـزد نـیزه بر اشقرش        همان نیزه بگرفت و زد برسرش
زدش تیغ  تا نیــزه اش شد قلم        از آن درگـــذشـته دریـدش شکم
سواری زپــس  زخم زد برتنش         شکسته شــده نیزه برجوشنش
دو مـــرد دلاور بــرو تاختــند         به یکــــبارگی تیــغـش انداختند
یکی تیـــغ بر تـیغ ویک برسپر         گرفت ونشست زخم شان کارگر
به پاداش آن هــردو  را  تیغ زد       برنگی که خون موج بر میغ زد
در آن دم زمردان کاری دو کس        به پیش آمدندش دوپنهان زپس
مخالف شکن شیر کابـل زمین         نــبود آگـــه از دشمــنان پسین
یکی گفتش ازپس به پشتو زبان       که هشدار ای ســـرور غــازیان
دو تا دشمن دیگر اند  از پَـسَت         مـبادا کــه رنجی  رسد از کست
از آن نکـته آن ســرور شـیرزاد        سبک گردشی کـرد چون گردباد
پس ازسیروسنجش به پیش وبپس       بیفگـند در باز گشت آنــدو کس
دلــیران و شـــیران کابل زمین         زهـر سو بـرآورده شمشیرکین
نمـــودند رزمی که افـــراسیاب
زگــردان تـــوران ندیده به خواب
لومړۍ برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب