جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا یو ځل بیا د افغانستان بانک وضعیت د ډاډ وړ نه...

امریکا یو ځل بیا د افغانستان بانک وضعیت د ډاډ وړ نه دی ارزولی

تاند: ( شنبه، د سرطان ۳۱ مه) امریکایي چارواکو ویلي، چې په یوه مسلکي ارزونه کې یې بیا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک د دی وړ نه دی ګڼلی، چې د دغه هېواد بانکي زېرمې ور وسپاري.

رویټرز اژانس د امریکا د خزانې وزارت د سرچینو له قوله ویلي، چې په دغه بانک کې د طالبانو سیاسي اغېز او لاسوهنې دغه بانک ته د سویس په یوه بانک کې د افغان زېرمو د درېیمې برخې( درې نیم میلیارده ډالرو) د احتمالي لېږد پر وړاندې خنډ شوې.

ویل شوي، چې طالبانو د افغانستان بانک په اړه د امریکایي چارواکو قناعت نه دی ترلاسه کړی.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې د دوی له واکمنیدو وروسته د افغانستان د بانکي زېرمو کنګلول غیرعادلانه ګڼلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک په ګډون له زیاتو ادارو د مسلکي افرادو پر ځای د طالبانو د ملایانو او جنګیالیو د ګومارنې خبرونه ورکول کیږي.

امریکا وایي افغان بانکي زېرمې یې ځکه کنګل کړي، چې د طالبانو رژیم مشروعیت نه لري او تر کنټرول لاندې بانک ته یې د افغان زېرمو ستنول ګڼ خطرونه لرلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب