تاند: ( شنبه، د سرطان ۳۱ مه) د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې له طالبانو وغوښتل چې په ننګرهار کې د صفا راډیو خبریال عرفان الله بیدار له بنده خوشې کړي.
دغې کمېټې دا هم ویلي، چې د طالبانو رژیم دې نور د رسنیو د کارکوونکو له نیولو لاس واخلي.
د کمېټې د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو د جولای په ۱۲مه، ښاغلی بیدار د جلال اباد ښار له منځه بیولی.
طالبانو د نوموړي د نیول کیدو یا نه نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو یوې سرچینې په جلال اباد کې تاند ته د بیدار نیول کیدل تایید کړي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
د طالبانو لخوا د افغان خبریالانو د نیول کیدو ورته پېښې بیا- بیا تکرار شوي، خو د دوی ویاندویان له رسنیو سره د ناوړه چلند ادعاوې ردوي.