دی لا ماشوم و؛ خو فکر یې د لویانو و، ناپلیون بناپارت اصلاً د کارسیکا و؛ خو جګړو اړ کړ، چې فرانسې ته مهاجر شي، په ښوونځي کې به فرانسوي ماشومانو د مهاجرۍ پیغور ورکاوه، لومړی په ملي ګارډ کې داخل شو، کم وخت کې یې ډېرې بریاوې لاسته راوړې.
ناپلیون په ټوله نړۍ حکومت کول غوښتل. پیل یې له ایټالیا او اتریش څخه وکړ، د روسیې تر سرحدونو یې ټوله اروپا په خپله قبضه کې راوسته، بیا یې افریقا ته مخه کړه، مصر ته یې پوځونه داخل کړل، پلان یې درلود، چې په هند کې د انګرېزانو اوږده امپراتورۍ ماته کړي او بیا ټوله آسیا تر خپل حاکمیت لاندې راولي؛ خو د برتانیې او روسیې په ګډه همکارۍ د یوه شوم پلان له مخې یې په مصر کې نظامي بېړۍ ډوبې کړل شوې، ده لا هم ماتې نه منله؛ خو په مصر کې طاعون مرض ګډ شو او د ده په پوځ کې خپور شو، ډېر تلفات یې ورکړل، له بلې خوا له فرانسې څخه خبرونه ورته رسېدل، چې ایټالیا بېرته له فرانسې د خپلواکۍ اخیستو هڅه کوي، ډېرې سیمې یې له فرانسوي ځواکونو نیولي دي.
بالآخره ناپلیون اړ شو، چې فرانسې ته ځان ورسوي، ایټالوي پوځونه ماتوي.
د ده پرلپسې بریاوې د فرانسې په خلکو کې د ده په اړه مثبت فکر او محبت پیدا کړ، ناپلیون ازادي خوښوونکی او د ډیموکراسۍ سر سخته طرفداره و، کومه سیمه به یې چې ونیوله؛ نو هلته به پارلمان جوړ شو، یوازې واکمن یې ده خپله ټاکه، نور د قوانینو جوړول به یې د همغه هېواد اتباعو ته پرېښودل.
ټولواک ناپلیون غوښتل انګلستان او روسیه په خپل قلمرو کې راولي، لکونه پوځ یې د روسیې پر لور مارش کړ، د ژمي موسم ورباندې راغی، له یخنۍ یې ډېر ځاني تلفات ورکړل، دا چې ناپلیون جګړه په تکتیک او چل کوله؛ نو ځکه خو د نورو په څېر روسي پوځونو هم مخامخ جګړه کې وېره درلوده، روسي پوځونه ورو ورو شاته تلل او له ځان سره به یې د اوبو څاګانې او د ژوندانه ټول اړین اسباب له منځه وړل، چې په دې سره د ناپلیون پوځونه له سختې قحطۍ سره مخ کېدل؛ خو ناپلیون د فولادو په څېر عزم درلود، ماتې منل یې د ژوند په اصولو کې نه و، لوړ عزم یې تر مسکوه پوځونه ورسول، کریملېن ماڼۍ یې ونیوله؛ خو د شپې پر مهال کرېملېن ته چا اور واچاوه، دغه لویه ماڼۍ وسوځېده، کم وخت وروسته مسکو د روسي پوځونو له لوري تر کلکې محاصرې لاندې راغی، د ناپلیون او فرانسې تر منځ د لیکونو د تبادلې اړیکه پرې شوه، یو بد حالت سره مخ شو، فرانسه کې د ناپلیون د مرګ خبره رسمي سرچینو تائید کړه، کله چې ناپلیون د خپل مرګ کاذبه شایعه واورېده؛ نو په مستعار نوم او بله جامه کې یې د روسي پوځونو له محاصرې ځان ووېست او په شپه شپه کې یې پاریس ته ځان ورساوه، مشهور پوځیان یې راټول کړل، ناڅاپه د وینا سټېج ته پورته شو، فرانسوي ولس له خوښۍ وژړل، ډېر ژر یې لښکر چمتو کړ او د خپل محاصره شوي پوځ د خلاصون په موخه یې لښکر کشي وکړه. ناپلیون ډېرې بریاوې لاسته راوړې، تقریباً په ټوله اروپا کې یې د پاپ فرانسس د ځواک ټغر ورټول کړ، ځکه ده به تل ویل، چې د انسان ستره کمزوري مذهب دی؛ خو اسلام څخه ډېر متأثره و، ځکه ده اسلام ته د یوه سیاسي او نظامي دین په سترګه کتل، همیشه به یې خپل پوځ ته په وینا کې د عربو د پوځیانو د شجاعت مثالونه وړاندې کول او له عربي جنګیالیو به یې د شجاعت درس اخیست.
د هسپانیې د فتحې په تکل را ووت، اندلس یې ونیوه، په دې سره یې نیمه نړۍ په اوږه ګرځوله؛ خو ډېر ژر په داخلي او قومي جګړو کې ښکېل شو، په هره نیول شوې سیمه کې د ده د ورونو او خویندو تر منځ د واک پر سر اختلافونه راپورته شول، فرانسه کورنۍ جګړې په سر واخیسته، روسیې او برتانیې د ناپلیون پر وړاندې له دغه هرج او مرج څخه ګټه پورته کړه او سره متحد شول، پاریس محاصره شو، ناپلیون ایلټا ټاپو ته په تبعید اړ کړل شو، بلآخره تبعید شو.
فرانسه او ټول له لاسه وتلي هېوادونه یو ځل بیا بادشاهي نظامونو ته ولوېدل او دیموکراسي یې له لاسه ورکړه، د فرانسې واک ته فردي لاسونه راوړاندې شول، ناپلیون ته دغه حالت د زغم نه و، یو ځل بیا یې په ډېر کم پوځ سره پاریس محاصره کړ، واک ته ورسېد؛ خو نور ورسره بخت یاري ونه کړه، ټوله اروپا ورته یوې خواته شوه او اتحاد یې وکړ، متحدو هېوادونو هجوم راوړ، ناپلیون غوښتل امریکا ته د یوه عادي وګړي په څېر مهاجر شي؛ خو په بندر کې د برتانیې له یوه بېړۍوان سره یې سفر ته زړه ښه کړ، انګلستان ته په رسېدو سره یې ټول انګلیسي پوځونه په لړزه راځي، د عادي پناه غوښتونکي په څېر غوښتنه کوي؛ خو برتانوي مشران یې سنټهېلن ټاپو ته لېږي، دغه ټاپو د اورغورځونې له امله پیدا شوې، هوا او چاپېریال یې انسان د سږو په یوه بده ناروغۍ اخته کوي، د څو کلونو له تېرېدو وروسته ناپلیون خپل ژوند له لاسه ورکوي، د مرګ پر مهال یې دغه کلمات له خولې را وزي:(فرانسه، پوځ، جوزفین) جوزفین د ناپلیون مېرمن ده، کتاب کې د ناپلیون د څو څو عاشقیو په اړه ډېرې یادوونې شوي؛ خو دلته ترې تېر شو.
د ناپلیون له مرګه وروسته د انګلستان په ګډون ټوله اروپا د ده په زنداني کېدو سخت خپه و، فرانسې د ناپلیون یوه ستره مجسمه جوړه کړه او په یوه لوی واټ کې یې نصب کړه، دغه مجسمه په ګوګل کې لیدلی شئ.
ناپلیون د کتاب لوستو سره بیخي لېونۍ مینه درلوده، لیکل او لوستل یې خپله کول. والټر او ګویټه یې نږدې ملګري و، هر وخت یې په ګډه مجلسونه کول. ناپلیون د سقراط، افلاتون او ارسطو له نظریو سخت متأثره و.
ناپلیون به ویل، چې که د کوم هېواد واکمنان د ولس غوښتنې نه شي پوره کوی؛ د واکمنۍ حق نه لري.
ناپلیون په هېواد کې د قانون شتون یو حتمي امر باله، د خپلې ټولواکمنۍ په دوران کې یې سلګونه قوانین جوړ کړل، چې ښه بېلګه یې د (ناپلیون کود) دی.
کتاب اېمېل لُډوېک لیکلی، ابوعمران ورور پښتو ته ژباړلی، ۲۷۵ صفحې لري، محتوا یې د ناول ژبه لري، په کابل کې یې له اکسوس کتابپلورنځي ترلاسه کولی شئ.