جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم: پاکستان سره مې د ۳ زرو بورسونو په اړه خبرې...

شېخ ندیم: پاکستان سره مې د ۳ زرو بورسونو په اړه خبرې کړي

تاند: ( شنبه، د سرطان ۳۱ مه)  د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندامحمد ندیم ویلي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني سره یې، افغانانو ته د ۳ زرو تحصیلي بورسونو او د افغان محصلانو د ویزو د ستونزې پر حل خبرې کړي.

د هغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې شېخ ندیم پرون له پاکستاني استازي سره په خپل دفتر کې لیدلي او په تحصیلي برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې ورسره کړي دي.

اعلامیه زیاتوي:« نوموړي د پاکستان له ځانګړي استازي سره په یاد هېواد کې د افغان محصلانو د وېزو په برخه کې د ستونزو د حل، د افغان ځوانانو لپاره د ۳زره بورسونو پر ورکړې، د دواړو هېوادونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پر متبادلې همکارۍ او په ټوله کې د تحصیلي ډګر پر پراختیا او همکاریو یو له بل سره بحثونه وکړل.»

طالبانو د یادو تحصیلي بورسونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د  دوی د لوړو زده کړو وزیر څو ورځې مخکې، په کابل کې د پاکستان د سفارت له سرپرست څخه غوښتي وو، چې د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون ته د پاکستاني استادانو په ګومارلو کې همکاري وکړي.

د طالبانو منتقدین بیا دوی تورنوي، چې افغانستان یې له هره پلوه د پاکستان لمنې ته غورځولی، خو پاکستان بیا د طالبانو له واکمنۍ شکایت لري او وایي د افغانستان له خاورې یې د دوی خلاف وسله والو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

طالب رژیم دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

5 COMMENTS

  1. ياره نديمګله،
    پاکستان چې موږ ته مجاهدين او تاسې روزلي ياست همدا بس دی.
    ستا په څېر يو بل نديم که پيدا شي، نو ټولې نړۍ ته بس دی.
    افغانستان يوازې په ملا نه جوړيږي نورو ته هم اړتيا ده.

  2. فتصبحوا علی ما فعلتم نادمین ـ حجرات ـ ۶
    بیګانه پرست وزیر که ملیشه اجانب ؟ په ټول حماقت سره وایی چي د افغانستان اسلامی پوهنتون ته پاکستانی استادان راولیږه
    اول خو اسلامی نړیوال پوهنتون دی لکه جامعه اسلامی ـ اسلام آباد ، د مالیزیا اسلامی نړیوال پوهنتون او نور۰
    دوهم ـ دا پوهنتونونه د ستا د وزارت تر اداری لاندی نه وی او د حقانیه مدرسی شیخان حتی په لیسانس کی هم نه نیسی او هر څه یی د امت د معتبرو علماوو چي اکثرَ یی اصحاب تالیفات معتبره
    دی ،اداره کیږی او ستا اداره به د هغوی په خدمت کی وی ،ملوثه مداخله نه منی او نه ضرورت لری
    دریم ـ د ستا او ملا باقی د کانکور کوم چي دوولسم پاس یی بولی ؛ ډی پوهنتون د معیارو سره برابر
    ندی ، ښکر تمبه کول فایده نلری ۰
    څلورم ـ د استادانو ټاکنه ستا کار ندی ټاکنی د امت د معتبرو پوهنتونو په معیارو تر سره کیږی او د تا
    لاسوهنه اخلال او اسباب د تعلیق د پوهنتون برابروی ۰
    پنځم ـ زما توصیه او پیشنهاد دا دی چي هغوی کار ته پریږدی ، تاسی خادم واوسی ، علم او تربیت تری حاصل کړی ، علم دومره ندی چي تاسی زده کړی او نه اسلام دومره دی چي شیوخ حقانیه ورباندی پوهیږی ؛پریږدی چي اسلامی نړیوال پوهنتون مو له علم او کامل دین سره آشنا کړی خدمت یی پر حکامو لازمی دی ۰
    شپږم ـ دا یواځې د افغانانو لپاره ندی بلکی د ټول امت او ګاونډیو ملکونو محصلین به هم زدهکړی ورکی کوی امید چي صادقانه د احیای امت لپاره وکارول شی نه نوی مصیبت د ملت او امت لپاره ۰
    تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان ۰

  3. د اریانا ویب سایت کښی د محتم سیافتبصری باره کښی :
    ​سیاف محترم ، افغان ملت دداسی پلیتو او خرڅ شوو اشخاصو له خوا لکه سیستانی او نورو غلو تاریخدانانو په کومک قاتل غلام او تربیه شوو کمونیستانو ( د نیمچه کمونیست محمد داؤد د خود خواهی له کبله ) ته په ډیره سادګی سره د ملت قتل او افغان خاوری خرڅون لپاره قدرت تر لاسه کړ اما دی خرڅ شوو د افغان ملت غیرت او د خپل دین کلتور او د خپلی خاوری ازادی سره مینه درلودل هیره کړی وه او همدی غیرتی ملت ستر ظالم قدرت د خپلی خاوری څخه وشړلو اما امریکا خائین د انګلیس چوچه پاکستان په تام کومک دا ساختګی مذهبی ( د قومونو شعار لاندی ) تنظیمونه رامینځ ته کړل او ایران هم خپل غلامان تربیه او د نورو تنظیمونو په شان افغانستان ته راولیږل او بدترین خیانت د امریکا او د امریکا په ډالرو د مهاجرینو اولادونو د ‍‍‍‍‍‍‍‍طالبانو تر شعار لاندی قدیانی مدرسی جوړی کړۍ شوی او دا اساسی تربیه شوی امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان ته فوق العاده وفاداره دی ، اوسنی وخت کښی ملی خائین او د تاریخ غلکمونیست سیستانی او دده په شان نوروداړه مارانو ( چی دا غله هم د تاریخدانی ادعا کوی ) د یو بل تقوی حلقه ئی تشکیله کړی دی همدی غلیسو د افغان غیرتی تاریخ ته ستر خیانت کړۍ دی او اوس هم لګیا دی ، دی خبیثو لپاره اوس ډیر ښه شرائيط برابر دی !!!!

  4. د ښاغلی محترم غروال صاحب د وطنپالنی او وولس پالنی په پاکه روحیه کی هیڅ شک نسته خو خبره دا ده چی د افغانستان غوندی هیواد سیاسی حالاتو سمون او ناسمون او بدلون د خواښی او مږور تر منځ د جنجال نتیجی ته ورته نه دی بلکه د افغانستان د حالاتو د سرنوشت د ټاکلو صلاحیت ( تر تیمورشاه دُرانی وروسته) د نورو پټو او ښکاره منطقوی او فرامنطقوی قدرتونو په ولکه کی دی او سیاسی رهبران او حکومتونه فقط د ورکړه سوو نسخو مجریان وه او مجریان دی او بس.
    زه د هیچا سره کومه شخصی دوستی یا دښمنی نلرم او فقط د خپلو مستقلو افکارو په رُڼا کی خپل نظر څرګندوم او څرګند کړی می دی.
    زموږ په وطن کی راغلی او تللی ټول سیاسی مشران هر یو ځانته خپل طرفداران او مخالفین لری او هر طرفدار یا مخالف ځانته خپل استدلال لری او دا چی په عمومی معیار او ترازو د کوم مشر او د هغه د طرفدارانو او مخالفینو استدلال د منلو وړ دی، ځانته بیل او پراخ او ژور او پیچلی بحث دی.
    په هره توګه، ښاغلی سیستانی پر وطن او خلګو یو مین شخص دی او ځانته خپله فکری موضِع لری او دا چی یو وخت د تاریخ او زمان او مکان د جبر له مخی طوعاً یا کرهاً په یوه حلقه او کړی کی ګیر ؤ هم ځانته بیل بحث دی. ښاغلی سیستانی به یو وخت د ” سیاف ” په قول د انقلابی شورا غړی ؤ خو مهمه دا ده چی د افرادو او اشخاصو د اوسنی دریځ او موقف معیار د اعتبار وړ دی نه د پرون ورځی موقف.
    په اروپا او امریکا کی ناست د پخوانی پاچا اکثره طرفداران ښاغلی محترم غروال غوندی نه دی چی فقط د وطندوستی په انګیزه د ښاغلی سیستانی غوندی اشخاصو مخالفت کوی بلکه د هغوی انګیزه بله منفی انګیزه ده. په اروپا او امریکا کی د سیستانی صاحب مخالفین هره هفته د همهغو پرچمیانو او حتی شعله یانو سره جامونه جنګوی خو ښاغلی سیستانی د پرچمی توب په تور همیشه غندی البته د ښاغلی جهانی صاحب او سیستانی صاحب تر منځ مخالفت یو فکری مخالفت نه بلکه د سیاسی متونو په هکله یو سلیقوی مخالفت او د تشویش وړ نه دی.
    هیله ده ښاغلی غروال صاحب را نه خپه نه سی او د متحجرینو د تبلیغاتو تر اغیزی لاندی را نه سی.
    البته
    زه د ښاغلی سیستانی د ټَکولو د مخنیوی هڅه پدی خاطر نه کوم چی مثلاً نوموړی د داوود خان طرفدار او خواخوږی یا مثلاً د ظاهر شاه مخالفت دی بلکه د سیستانی صاحب دفاع پدی خاطر خپله وظیفه ګڼم چی نوموړی د هیواد د تاریخ په نورو اجتماعی برخو کی ډیری ګټوری لیکنی کړی دی او ضمناً د پښتون قام سره مینه لری ( د پلیدو پرچمیانو خلاف) .

  5. ښاغلی محترم غلام حضرت صاحب ته سلام ، تاسو خپل نظر د هغه وخت سخت کمونیست سیستانی باره کښی راته څرګند شو او د تاسو محترم نظر ته احترام لرم اما دا د وخت پله بینه د کمونیستانو دوره کښی د چټلی اناهیتا مشاور وو او په علومو اکادیمی کښی یو فرعون وو په هر صورت ددوی له خوا دا لیکل شوی مضمونونه د علومو اکادیمی ځینو پوهانو څخه غلا شوی او د خپلو نومونو لاندی ئی نشروی !!!!

    پښتون ، تاجک ، هزاره ، اوزبک ، پشیان ، نورستانیان او نور نور کوچنی قومونه ټول افغانان دی او ټول مساوی حقوق باید ولری او پښتون اکثریت دی او همیش ئی د افغانستان خپلواکی ګټلو او ساتلو کښی لومړیتوب درلود او همدی محمد زائی کورنۍ پښتو ژبه تر پښو لاندی کړیدی او دی بااو نورو باره کښی کښی ما د محصلی شروع کښی تحریری اعترا ضونه شروع کړی وو چی با الاخیره د ما بورس ئی وروسته له یو کال راباندی قطع کړو او ۱۹۷۹ کښی ئی ددی خطا معذورت وغوښت !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب