جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: پاکستان دې افغان بندیان خوشې او ټي ټي پي سره...

مولوي کبیر: پاکستان دې افغان بندیان خوشې او ټي ټي پي سره سوله وکړي

تاند: ( شنبه، د سرطان ۳۱ مه)  د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواد غوښتي، چې افغان کډوالو سره د ښه چلند ترڅنګ، په خپلو زندانونو کې بندي افغانان خوشې کړي.

د هغه دفتر د نوموړي له قوله لیکلي:«دمګړۍ ډېر شمېر افغانان په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي او د دوی د کوربه توب له امله پاکستان څخه مننه کوو، خو ځينې وخت په دې اړه دردونکي خبرونه اورېدل کېږي او له پاکستان څخه مو غوښتنه دا ده چې له دوی سره ښه چلند وکړي او هغه افغان کډوال، چې دا مهال د پاکستان زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.»

مولوي کبیر دغه راز پاکستان ته د دوی خلاف د افغان خاورې د نه کارول کیدو ډاډ ورکړی.

نوموړي دغه راز د پاکستاني طالبانو تحریک ته په اشارې ویلي، موږ د داسې هېواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې مو لیدلي پاکستان ته مشوره ورکوو، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.

طالبانو ویلي، چې پاکستاني استازي په دغه لیدنه کې دوی د امنیت ټینګولو او نیشه یي توکیو کښت ختمولو له امله ستایلي

سرچینه زیاتوي، نوموړي ژمنه وکړه، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشې کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو، په تورخم او سپین بولدک د تګ راتګ پر مهال د خنډونو لمنځه وړلو او نورو برخو کې به عاجل اقدامات وکړي.

پاکستاني استازي همداراز وويل، پاکستان به ډېر ژر د تورخم ـ جلال اباد سړک پاتې کارونه پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب