جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د خوشحال خان خټک نوم باید خوشحال ولیکل شي، نه خوشال

د خوشحال خان خټک نوم باید خوشحال ولیکل شي، نه خوشال

دوکتور سید اصغر هاشمي او دوکتور زمان ستانکزی

[لومړۍ برخه]

د دې خبرې د حل لپاره د همدې مقالې دویمه برخه هم باید ولوستل شي

څېړنه دا ایجابوي چې هره خبره په پټو سترګو ونه منل شي او د هرې موضوع حقیقت ته د رسېدلو لپاره پلټنه وشي. د مشـرانو لیکوالو په څېړنو او اثارو خبرې کول د فرهنګ او ژبې په غنامندۍ کې رغنده رول لري نو ځکه پخوانیو فیلسوفانو او لیکوالو راتلونکو نسلونو ته د پوهې تر لاسه کولو او د انتقادي تفکر وړاندیزونه کول.

د دې مقالې لومړۍ برخه زما ده او دویمه برخه یې د دوکتور ستانکزي ده نو ځکه لومړی نوم مې خپل ولیکه او دویم نوم مې د دوکتور ستانکزي ولیکه. زما د لیکنې برخه څرګنده ده او ماخذونه په خپل ځای ښودل شوي دي او د ستانکزي لیکنه په دویمې برخې کې راغلې ده. زه د ستانکزي له خبرو سره موافق یم، ما هم غوښتل چې همدا خبرې وکړم خو دا چې دا لیکنه مې تر لاسه کړه، اړتیا نه لیدل کېده چې زه دې د همدې خبرو بیا یادونه وکړم.

موږ د خپلو مشـرانو لیکوالو لیکنو ته ارزښت ورکوو خو دا حق هم لرو چې په ځينو مسایلو کې خپل نظر ورکړو او په دلایلو د یوې موضوع په اړه نظر ورکړو. دا به دا مانا نه لري چې موږ د مشرانو بې احترامي کوو.

پوهاند اکاډمیسېن عبد الشکور رشاد په لغوي څېړنه کې (خوشحال که خوشال؟) په نوم یوه لیکنه لري، دغه لیکنه په الفت مجله کې هم چاپ شوې ده. په دغې لیکنې کې پوهاند رشاد د (خوشحال) د نوم د ريښې په اړه غږېدلی دی. دلایل داسې راوړي چې د (خوشال) کلمه په سنسګریټ کې شته او د دې کلمې ریښه له سنسګریټ څخه ده او ځینې فکر کوي چې د (خوشحال) کلمه د فارسي عربي ترکیبي کلمه ده. څېړونکي په خپلې مقالې کې دا ویلي نه دي چې د خوشحال نوم باید (خوشال) ولیکل شي. تاسو کولای شئ چې مقاله ولولئ. ما مقاله درې ځلې ولوسته خو هېڅ ځای کې پوه نه شوم چې دا مقاله ولې لیکل شوې ده؟ آیا د دې لپاره لیکل شوې ده چې د خوشحال نوم باید (خوشال) ولیکل شي او یا د دې لپاره لیکل شوې ده چې د خوشحال د کلمې ریښوي (اتمولوژیکي) څېړنه وشي.

یو چا خوشحال خان په خوب کې ولیده، داسې یې ورته وویل: (پښتنو ستاسو له لاسه په ژوند کې په تنګ وم او آن تر دې چې خپلو اولادونو را سره دښمني کوله، اوس په قبر کې خبر شوم چې تاسو زما د هویت او شناخت په اړه فیصلې کوئ. اوس هم ستاسو له دښمنۍ څخه خلاص نه یم. زه نه پوهېږم چې تاسو زما دوستان هستۍ او که دښمنان؟ تاسو دوستي او دښمني پېژنۍ او کنه؟ تاسو ته چا ویلي دي چې زما نوم بدل کړئ. زه چې کله وړوکی وم او د مور په رحم کې وم، پلار مې (شهباز خان) زما مور ته ویلې چې د زوی نوم دې خوشحال خان ږدم چې زما له نوم سره پیوست وي، زما په شان جنګیالی، د قلم خاوند او د لاس امسا به مې وي. کله چې پیدا شوم، په غوږونو کې مې ازان وشو او د (خوشحال خان) نوم را باندې کېښودل شو. دوی داسې فکر کاوه چې زه به د خوشحالۍ څښتن شم خو ټول عمر په جنګونو او ستونزو کې تېر شو. زما کورنۍ پوهېدله او دا یې مینه وه چې په ما باندې د خوشحال نوم کېږدي. د خپل وخت ملګري، د پښتو ژبې شاعران او د نړۍ شاعران او خلک مې د خوشحال په نوم پېژني او زه تاسو ته بار بار په خپلو کتابونو کې وایم چې زما نوم خوشحال دی او تاسو یې بدلوئ. تاسو زما هویت او شناخت ته زیان رسوئ. که ما سره مرسته نه شئ کولای نو دښمني خو مه کوئ. زه له تاسو څخه هیله کوم چې زما له نوم سره مو کار نه شته، تاسو زما د نوم مانا څه کوئ، همدا مې نوم دی او همدا نوم مې خوښ دی. تاسو د خپلو اولادونو په نومونو کې له دقت څخه کار واخلئ او په خپلې خوښې یې غوره کړئ، که زما شناخت ته زیان رسوئ، مړی مې هم تاسو ته ځواب ویلی شي. په ټولنې کې فکر او معنویت مې ژوندی دی او زما ډېر خواخوږي شته چې له تاسو څخه زما پوښتنه وکړي. د خوب له لیدلو څخه وروسته پوه شوم چې خوشحال خان هم حیران دی چې له نوم سره یې د خلکو څه کار دی.

رشاد صاحب وايي: (په پښتو ژبې کې داسې لغتونه لږ نه دي، چي په ژبه کي د خپلو او پردیو لغتونو بېلول اسان او د هر چا کار نه دی.) لغوي څېړنه، ۳۳۹)

د استاد د وینا په تایید پښتو ژبه د نورو ژبو په ډول له پردیو ژبو څخه کلمات او لغتونه پور اخیستي دي چې په دې کې سنسګریت، عربي، فارسي او داسې نورې ژبې شاملې دي. د ژبې ټول متخصصین دا مني. د (خوشال) کلمه به په سنسګریټ کې وي خو د خوشحال خان پلار په خپل زوی باندې د خوشحال نوم ایښی دی، که اوس (خوشال) له هرې پخوانۍ ژبې تر لاسه شي نو دا چې د کورنۍ له خوا ور باندې د خوشحال نوم ایښودل شوی دی نو ښه دا ده چې خوشحال یې ولیکو. د خوشحال په نوم کې د ژبې تاریخ مخیینه، مانا او داسې نورې خبرې اړینې نه دي او نه به دا اړینه وي چې (خوش) د فارسي ژبې دی او (حال) د عربي ژبې دی او د خوشحال اصلي ريښه چې وڅېړل شي په سنسګريټ کې شته چې اصل یې (خوشال) ته رسېږي. خوشحال خپل ځان ته پخپله خوشحال وايي، روښانیان ورته خوشحال وايي، د عبدالرحمن بابا لارویان ورته خوشحال وايي او د دویمې دورې په وروستیو کې ټول شاعران ورته خوشحال وايي او همدارنګه خوشحال ښکلې مانا لري چې د شاعر په ډېرو شعرونو کې یې لیدلی شئ نو ځکه د خوشحال نوم باید خوشحال ولیکل شي. که د خوشحال نوم بدل شي، د خوشحال په شعرونو کې تحریف منځ ته راځي چې په متن څېړنې کې یو بد عمل دی.

زما نوم سید اصغر دی. (اصغر) د وړوکي په مانا دی او هر څوک په دې پوهېږي چې د (اصغر) کلمه له کومې ژبې څخه اخیستل شوې ده. که فرض کړو زما پلار په ما باندې د (سید اضغر) نوم ایښی وي؛ (ص) یې په (ض) اړولی وي چې هېڅ مانا نه لري او په تذکره کې سید اضغر وي او خپل اثار د (سید اضغر) په نوم چاپ کړم. آیا دا به سمه وي چې زما نوم خلک (سید اصغر) ته بدل کړي او آیا زما په اثارو کې زما د نوم د بدلولو حق څوک لري او کنه؟ دا د چا حق دی او د چا مسؤوليت او صلاحیت دی چې ووايي د (سید اصغر) نوم عربي/ فارسي دی چې (اضغر) باید ونه لیکل شي او (اصغر) ولیکل شي، څرګنده خبره ده چې هېڅوک زما د نوم د بدلون حق نه لري. سره له دې چې د خوشحال نوم مانا لري او آن تر دې پورې چې د خوشحال په ډېرو شعرونو کې که خوشحال په خوشال واړول شي، د شعرونو په مانا کې بدلون راځي او د بیتونو وزن بدلون کوي. که د خوشحال په کلیاتو کې خوشحال خوشال ولیکل شي نو په لسګونو داسې بیتونو سره به مخامخ شو چې یو نیم بیتی به له بل بیتي سره په وزن، مانا او د لفظي او معنوي صنایعو په برخه کې به ستونزې پیدا شي. د یو نوم په بدلون سره د خوشحال شعرونه ډېر زیان ګوري چې دغه زیان په حقیقت کې د پښتنو او د پښتو ژبې د فرهنګ زیان دی. د پټې خزانې په جعل خبرې کول/ د پټې خزانې په نوم بحث کول او همدارنګه د امیر کروړ په لومړني شعر باندې انتقادي خبرې کول د ژبې او فرهنګ غنامندۍ ته زیان رسوي. د نړۍ نورې ژبې او خلک کار کوي او د خپل فرهنګ په بډاينه کې رول لوبوي او موږ د خپل فرهنګ بنیاد او بنسټ ته زیان رسوو. ولې د یو علمي کار د ګټې او زیان حساب نه کوو؟

د خوشحال د نوم انتخاب، مانا او دا چې له کومې ژبې سره اړیکه لري، ادبیاتو ته څه ګټه رسوي؟ کمال د خوشحال په نوم کې نه دی، د خوشحال په شخصیت کې دی. د یو سړي نوم زاهدالله دی، په قوم سید دی او د یوې ډېرې ښې دینداره کورنۍ څخه دی خو دی ټوله ورځ په بدو اخته دی او غیر انساني او اسلامي کارونه تر سره کوي او په مقابل کې یو هلک (جابر) نومېږي خو ټوله ورځ ښه کارونه کوي. دلته د نوم مانا خپل ارزښت له لاسه ورکوي چې د همدغې دلایلو له مخې په فارسي/ دري ادبیاتو کې د (مرګ نویسنده) نظریه په همدې اړه خبرې لري چې تاسو فکر وکړئ چې لیکوال مړ دی، د هغه له مذهب، رنګ، جنسیت، عقاید، دین، سیاست، اقتصادي مسایل او نورو ټولنیزو حالاتو ته ارزښت مه ورکوئ، تاسو یوازې او یوازې د لیکوال او پنځونکي متن ته داخل شئ، فکر او نړۍ لید یې ثابت کړئ. د خوشحال په اړه هم دا خبره صدق کوي، د دې پر ځای چې په خوشحال نوی کار وکړو، په فکر او خبرو یې عمل وکړو خو موږ برعکس یې د نومونو پسې نښتي یو.

پوهاند صاحب رشاد وايي:

(زما په خیال له دغې راز لغتونو څخه یو بل مثال د خوشال کلمه ده چي د پاړسي خرسنده په مانا زیاترو لیکوالو له پاړسي (خوش) او عربي (حال) څخه جوړه ګڼلې ده، خو ما ته دا کلمه له (پاړسي جمع عربي) څخه مرکبه نه ښکاري او یوه بسیطه سنسګریټي کلمه په نظر راځي ……) لغوي څېړنه، ۲۴۵)

زه بیا دا خبره کوم چې (خوشال) که په سنسګريټ کې وي او که (خوشحال) د پارسي او عربي ژبې کلمه وي خو دا چې خوشحال خان ځان ته په خپله خوشحال ویلي دي نو څه اړتیا ده چې نوم یې بدلوو. ډېر هېوادونه د خوشحال په شان ډېر لږ لیکوال او شاعران لري نو څه اړتیا لیدل کېږي چې په داسې موضوعاتو کار وکړو چې د ژبې د لوی شاعر شعرونه، نوم او هویت دې د پوښتنې لاندې راشي. د خوشحال د نوم بدلون څه ګټه لري او زیان یې شته او کنه؟ اړتیا دا ده چې په خوشحال باندې د مولانا جلال الدین بلخي په ډول په سلګونو د دوکتورا اثار ولیکل شي. د پرګار په خپرونه کې وویل شو چې په مولانا جلال الدین بلخي باندې ۶۵۰  د دوکتورا ډيزرټېشنونه لیکل شوي دي، خو دا ښه دی چې مولانا پښتون نه دی او یا د نړۍ نور لوی عالمان زموږ د هېواد نه دي چې نن به په ایرو کې پټې مرغلرې وې. د پوهاند صاحب په ټوله مقاله کې او همدارنګه په ټولو راغلي اړینو اقتباسونو کې دا ثابتولی نه شو چې ده ویلي وي چې د خوشحال نوم دې (خوشال) ولیکل شي. دا چې زموږ نوي ځوانان او څېړونکي یوه خبره په پټو سترګو مني او حقیقت ته ځان نه رسوي، دا بیا د دوی ستونزه ده. ښه څېړونکی هغه دی چې په علمي مسایلو کې له دقت څخه کار واخلي او علمي مسایلو ته د شک په نظر وګوري.

د مقالې په پای کې رشاد صاحب وايي: («کوشاله» کلمه په هندي ژبه کي «کوشال» سوېده او د هندي ژبې په هغو لهجو کې چي (شین) په (سین) اړوي، «کوشال» ویل کېږي. عجیبه خو لا دا ده چي په سنسګریټي دوره کي«کوشاله» د ځینو شهزاده ګانو نوم و او اوس هم خوشال سنګهـ او خوشال چند نومونه په هندوانو کي سته. په پښتو کې یې د سړیو د نامه په توګه د استعمال ښه مثال خوشال خان خټک دی.)  (لغوي څېړنه، ۳۴۷)

په لغوي ډول که د خوشحال نوم په هرې ژبې کې موجود وي. هندیانو به له سنسګریټ څخه اخیستې وي. دا چې خوشحال خان خپل نوم په خپلې قلمي نسخې کې خوشحال لیکلی دی نو د متن څېړنې د اصولو په پام کې نیولو سره باید خوشحال ولیکل شي. فارسي او عربي ژبه د خوشحال په کورنۍ باندې اغېزې درلودې، آن تر دې چې له نیکه نه یې نیولی د کورنۍ د ډېرو غړو نومونه یې عربي/ فارسي دي. که د خوشحال نوم له هرې ژبې څخه اخیستل شوی وي، دې ته نه کوم عیب ویلای شو او نه د ژبپوهنې په رڼا کې کومه ستونزه ده. په خوشحال باندې له کورنۍ لخوا د خوشحال نوم کېښودل شوی و او خوشحال تر مرګه پورې ځان ته خوشحال ویلي دي. د پوهاند صاحب په ټولنې لیکنې کې اړین اقتباس همدا دی خو بیا هم دا خبره کوم چې څېړونکي ویلي نه دي چې خوشحال دې (خوشال) ولیکل شي.

کله چې د سید جمال الدین افغاني د هویت او شناخت خبره راځي او په نړۍ کې په دې اړه ستونزې مخې ته کېږي نو لومړنۍ خبره دا ویل کېږي چې سید جمال الدین افغاني ځان ته (افغاني) وايي او په لیکلي ډول د یو سند په ډول د سید جمال یو لیک شته. له همدې امله په مصـر او نورو هېوادونو کې د سید جمال شاګردانو په خپلو څېړنو کې دغه خبره وکړه چې نابغه له افغانستان دی، همدغه یو لیک د دې لامل شو چې ایران ته د سید شاګردانو ځواب ورکړ. د خوشحال ټولې قلمي نسخې او دېوانونه له دې ډک دي چې خوشحال ځان ته خوشحال وايي او موږ په زوره خپل مال اخلو سپکوو، د خپل شاعر او عالم شناخت ته زیان رسوو، خلکو ته د جعل لارې چارې برابروو او خپل هویت، هېواد او ژبې ته زیان رسوو.

زه نه پوهېږم چې په دې کارونو سره موږ ژبې او فرهنګ ته ګټه رسوو او که زیان رسوو؟ آیا د نورې نړۍ خلک هم په داسې خبرو پسې ګرځي او کنه؟ موږ ولې خپله ګټه او تاوان په پام کې نه نیسو؟ ولې د ګټې او د تاوان د خبرو او څېړنو توپير نه کوو؟ ادبیاتو ته د داسې کړنو ګټه به څه وي؟

زه له تاسو سره د پوهاند رشاد لیکنه شریکوم، په دې هیله چې دقیق یې ولولئ او د مقالې نظریات هم مطالعه کړئ او بیا پریکړه وکړئ چې د خوشحال نوم باید څنګه ولیکل شي. د ځواب په ډول به ووایم چې د خوشحال نوم باید په اصلي ډول ولیکل شي او بدلون راوړل پکې لوی علمي، ادبي، فرهنګي او تاریخي جرم دی.

 د رشاد صاحب مقاله د لغوي څېړنې اثر څخه اخیستل شوې ده چې د هغې کتاب له ۳۳۹ مخ څخه تر ۴۴۷ مخ پورې ده چې ما له تاسو سره شریکه کړه. پاس پروفایل کې شته. هلته یې ولولئ.

تاسو به د پوهاند رشاد مقاله لوستي وي، د مقالې ډېره خوا (خوشحال ولیکو او که خوشال؟) باندې خبرې نه لري، د دې خبرې د ثابتولو لپاره چې پښتو ژبې کې ډېر کلمات له سسنګریټ څخه اخیستل شوي دي، یادونه یې کوي او په پای کې د خوشحال یادونه هم کوي خو زه شخصا په دې نظر یم چې د خوشحال نوم باید خوشحال ولیکل شي او آن په دې اړه دې د علومو اکاډمۍ یو متحد المال خبر خپور کړي چې د لیکوالو، عالمانو او فیلسوفانو نومونه دې په اصلي شکل ولیکل شي.

پوهاند رشاد د خپلې مقالې په هېڅ ځای کې ویلي نه دي چې د خوشحال نوم دې خوشال ولیکل شي. دلته لیکنه یو ډول ګونګه ده یا لیکوال همداسې پرېښې ده. که د څېړونکي موخه دا وي چې د خوشحال نوم دې په (خوشال) ولیکل شي نو ولې نه وايي چې د خوشحال نوم خوشال ولیکئ. د لیکنې په پای کې باید وضاحت شوی وای چې د خوشحال نوم څنګه ولیکل شي. د لغوي څېړنې بحث جلا دی او د یو چا نوم بدلول چې هغه هم د کورنۍ لخوا پرې کېښودل شوی وي او د نړۍ  له لویو شاعرانو څخه وي، یوه نه منوونکې خبره ده. که د خوشحال نوم یو بې مانا بل نوم وای نو بیا هم د بدلولو حق یې زموږ سره نشته.

د دغو دلایلو په پام کې نیولو سره خوشحال باید (خوشحال) ولیکل شي

۱. خوشحال خان په خپلو ټولو اثارو کې ځان ته خوشحال ویلي دي او هېڅ یو اثر کې یې ځان ته (خوشال) ویلی نه دی او په متن څېړنې کې هېڅوک حق نه لري چې د یو چا نوم د مانا او ريښوي څېړنې په پام کې نیولو سره بدل کړي. یو سړی ځان ته (خان) وايي او ته د خان په ريښې پسې ګرځې او وايي چې خان په اصل کې د (ملک) کلمه ده نو ځکه د فلاني نوم باید د (خان) پر ځای پر (ملک) بدل شي. که یو نوم هېڅ مانا ونه لري او دغه کس د یوې ژبې او فرهنګ لوی شخص وي، باید نوم یې په اصلي ډول ولیکل شي. د نوم مانا او ريښه د لیکوال له فکر او نړۍ لید سره اړیکه نه لري.

۲. د خوشحال خان خټک هغه اثر چې په خپل لاس یې لیکلی دی او پخپلو شعرونو کې ځان ته خوشحال وايي نو موږ یې هم باید خوشحال ولیکو. دغه نسخه (د خوشحال خان خټک دېوان دی) چې څېړنوال حبیب الله رفیع تدوین کړی دی. زه کولای شم چې له همدې قلمي نسخې نه د خوشحال په خپل خط د هغو شعرونو عکسونه راوړم چې شاعر ځان ته خوشحال راوړي. تاسو یې پروفایل کې کتلی شئ.

د پورته عکسونو په پام کې نیولو سره خوشحال خان خټک په یو مخ کې د خپل شعر په مقطع کې وايي:

چا دا اور در لګولي دي خوشحالَ

چه لاله غندِ دا هسي دل سوخته شو (د خوشحال دېوان، ۱۰۷)

په اوسنۍ لیکدود:

چا دا اور در لګولی دی خوشحال

چې لاله غوندې دا هسې دل سوخته شو

بل مخې یې راغلي دي:

ما خوشحال چه په پشتو شعر بیان که

د پشتو ژبه به اوس په اب و تاب شه (د خوشحال دېوان، ۱۰۸)

اوسنی لیکدود:

ما خوشحال چې په پښتو شعر شعر بیان که

د پښتو ژبه به اوس په اب و تاب شه

په بل مخ کې وايي:

خاص بنده د خداي هغه ګڼه خوشحاله

چه د جان په معرفت یې سرفراز کا (د خوشحال دېوان، ۱۰۹)

په اوسني لیکدود:

خاص بنده د خدای هغه ګڼه خوشحاله

چې د ځان په معرفت یې سرفراز کا

پورتني ټول شعرونه د خوشحال خان د کورنۍ په زنځیرۍ لیکدود لیکل شوي دي او د خط ډول یې نستعلیق دی. خوشحال په خپل لاس، په خپل قلم، د خپلې پوهې او ذکاوت په پام کې نیولو سره ځان ته خوشحال وايي نو د نړۍ په کومې ژبې کې داسې بېلګه وړاندې کولای شو چې یو لیکوال او انسان دې ځان ته خپل نوم په واضېح ډول ولیکي خو نورو خلکو یې نوم بدل کړی وي.

د خوشحال ټول هغه دېوانونه چې د نړۍ په لویو کتابخانو کې شته او له ټولو زړو قلمي نسخو څخه دغه نسخه پخوانۍ ده چې په څو څلوریزو کې خوشحال خان د ۱۰۹۹ کال یادونه کوي او خوشحال په ۱۱۰۰ کال کې وفات شوی دی نو له دې څخه څرګندېږي چې له مرګ یو کال مخکې یې ځینې شعرونه لیکلي دي او ځان ته یې خوشحال خان ویلي دي.

۳. مستشـرقین، د خوشحال خان کورنۍ او لارویان، د خوشحال د وخت وروستي او همعصـره شاعران خوشحال خان ته خوشحال ویلي دي، د بېلګې په ډول راورټي، الفنسټن، اشرف خان او داسې نور، عبدالرحمن بابا او لارویان یې او همدارنګه روښانیان ورته خوشحال خان خټک وايي. که چېرې د خوشحال نوم (خوشال) ولیکو، نو ټول هغه اثار چې د خوشحال نوم پکې راغلی دی، د پوښتنې وړ ګرځي او یو ډول جعل ته لاره هواروي چې دغه ډول خبرو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي. په خوشحال باندې نوې څېړنې وکړئ او نوې خبرې یې د نورو علومو په پام کې نیولو سره نړۍ او ټولنې ته وړاندې کړئ.

۴. په خوشحال خان ډېرې څېړنې شوې دي او په اکثرو کې یې خوشحال لیکلی دی. خوشحال باید په پوره ډول ولیکل شي.

۵. خوشحال خان خټک د خپلو خاطراتو په کتابچو (بیاضونو) کې خپل نوم خوشحال لیکلی دی او په تاریخ مرصع او په لسګونو هغه اثار چې د خوشحال وخت ته نږدې لیکل شوي دي، د خوشحال نوم (ح) لري.

۶. خوشحال وايي:

که د نظم، که د نثر، که د خط دی

په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه

نه پخوا پکښې کتاب و، نه یې خط و

دا دی ما پکې تصنیف کړل څو کتابه (خوشحال خان خټک، ۲۰)

د خوشحال کورنۍ په خپل وخت کې د لیکدود یو ډول درلود چې د زنځیرۍ په نوم یادېده، خوشحال د خط لیکلو او نقاشۍ ښه ذکاوت درلود چې په دستارنامه کې یې یادونه شوې ده نو دا څنګه کېدای شي چې خوشحال خپل نوم سم ونه لیکي. له کوچنیوالي څخه د خوشحال نوم کېښودل شوی و او همدا یې نوم و. آیا دا امکان لري چې پلار یې پرې د (خوشال) نوم ایښی وي او دی ځان ته (خوشحال) ووايي چې دا هېڅ عقل نه مني. خوشحال په دې پوهېده چې د نوم مانا انسان ته فوقیت نه شي ورکولای، علم، پوهه او پښتنو ته خدمت کول انسان لوړو پوړیو ته رسوي.

حبیب الله رفیع وايي: (په دنیا کښې د لویو لیکوال د خپل لاس لیکلي اثار ډېر لږ دي خو موږ ته دا ویاړ را په برخه شوی چې د بابا د خپل لاس لیکلی دېوان مو په لاس کښې دی او زما له پاره ډېر لوی ویاړ دی چې دا نسخه زما په لاس کشف او وپېژندله شوه او دا دی اوس مې له نېکه مرغه تاسو ته در ورسوله.) (د خوشحال دېوان، ۴۴)

د خوشحال هغه دېوان زما مخکې پروت دی چې په خپل لاس یې لیکل دی او د خپلو ډېرو شعرونو په پای کې خپل نوم خوشحال لیکي.

د خوشحال په خپل لاس لیکل شوې نسخې نه انکار کولای نه شو. په نړۍ کې د خوشحال خان ټولو قلمي نسخو کې د خوشحال نوم خوشحال لیکل شوی دی، نو موږ یې ولې خوشال کړو؟ زه نه پوهېږم چې د خوشحال نوم که (خوشال) شي نو پښتو ژبې ته به مو کوم خدمت کړی وي او زموږ فرهنګ او ژبې ته بې یې ګټه څه وي؟ زه فکر کوم چې د داسې مسایلو څېړل ژبې ته د ګټې پر ځای زیان رسوي.

۷. خوشحال خان په خپلو فارسي/ دري شعرونو کې ځان ته خوشحال وايي، آن تر دې پورې چې ما په فارسي/ دري ژبې کې څو نړیوالې مقالې ولوستې چې هغوی ورته خوشحال لیکلي وو، هغوی د متن څېړنې له اصولو سره اشنا دي.

۸. خوشحال وايي:

په کاغذ به خط باقي په ډېر مدت شي

تار په تار به د کاتب شېرین صورت شي (خوشحال، ۵۲)

خوشحال خان خټک خط او لیکو ته ارزښت ورکوي او د خط او لیکلو د تلپاتې والي وايي. دی پوهېږي چې لیکل پاتې کېږي نو څنګه کېدای شي چې خپل نوم ناسم ولیکي. دا خبره بیا کوم چې د رشاد صاحب څېړنه د ارزښت وړ ده او فکر به وکړو چې دی په حقه دی چې (خوشال) د سنسګریټ څخه اخیستل شوې ده خو اصل خبره دا ده چې خوشحال خپل نوم خوشحال لیکي او د کورنۍ د نورو غړو په شان یې نومونه د عربي او فارسي تر اغېزو لاندې دي. د دوی کورنۍ د فارسي/ دري ژبې ښه مطالعه درلوده او فارسي/ دري ژبه د وخت د علم او پوهې ژبه وه او عربي د پرمختګ ژبه وه چې د فارسي/ دري لپاره عربي او د پښتو لپاره د فارسي/ دري مطالعه اړینه وه نو ځکه د خوشحال نوم د کورنۍ د نورو غړو په شان له دغو دوو ژبو سره معنوي اړیکه لري او دا کوم عیبت نه دی. فارسي زموږ د فرهنګي چاپیریال ژبه ده او عربي مو د لومړنیو زده کړو ژبه وه او خوشحال او کورنۍ یې د فارسي/ دري او عربي مطالعه درلوده چې د خوشحال ژباړې او لیکل شوي اثار یې ښې بېلګې دي. دستارنامه کې د فارسي/ دري ژبو شاعرانو شعرونه د خپلو خبرو د ثابتولو لپاره راوړي او د عربي ژبې څخه یې ډېر اثار ژباړلي دي.

۹. د خوشحال خان خټک څومره کلیاتونه او دېوانونه چې چاپ شوي دي، د خوشحال نوم پکې سم لیکل شوی دی، یوازې د څېړنپوه مشواڼي نه پرته چې د خوشحال کلیات یې (د خوشال کلیات) په نوم چاپ کړی دی. د خوشحال میرمني توتیا هم شاعري کوله، کله چې خوشحال په زندان کې و، ځینې شعرونه یې د خوشحال په نوم خپرول چې هلته هم د خوشحال نوم سم لیکل شوی دی. په خوشحال باندې چې څومره څېړنې تر سره شوې دي، په ۹۵ سلنو کې د خوشحال نوم په اصلي او سم ډول لیکل شوی دی. که موږ یوه ساحوي څېړنه تر سره کړو، دې پایلې ته رسېږو چې د خوشحال نوم باید په اصلي ډول ولیکل شي، په کوم ډول چې خوشحال خپله لیکه. که موږ د پوښتنپاڼو په ډول خپله څېړنې د نړۍ د نورو هېوادونو له پوهانو او د خپل هېواد له پوهانو سره شریک کړو، زه مطٔمین یم چې دوی به دا ومني چې د خوشحال نوم باید (خوشحال) ولیکل شي، ځکه چې په دې کې کومه پوښتنه نه پیدا کېږي.

زموږ د پښتو ژبې لویو پوهانو هم د خوشحال نوم (خوشحال) لیکه، دا چې ځینې اثار د هغو پوهانو د بیا ځلې لپاره چاپېږي او د خوشحال نوم په (خوشال) لیکل کېږي، دا د پخواني لیکوال سره لوی خیانت دی.

د نړۍ په دایرت المعارفونو کې د خوشحال نوم په اصلي ډول لیکل کېږي، د پښتو ژبې دایرت المعارف کې هم د خوشحال نوم پوره لیکل شوی دی، په دې هیله چې علومو اکاډمي او د اطلاعاتو کلتور وزارت او داسې نور وزارتونه په دې برخه کې څېړنه وکړي او د خوشحال نوم په اثارو کې له (ح) سره پوره لیکلو وړاندیز وکړي.

د دوست محمد کامل مومند (خوشال خان خټک)، د ګل پاچا الفت (قهرمان خوشال) او د څېړنوال مشواڼي(د خوشال کلیات) اثارو کې (خوشحال) په (خوشال) لیکل شوی دی. ما د ګل پاچا الفت پخوانۍ ډېرې لیکنې لوستې دي، هلته یې خوشحال کې (ح) ورکړې ده چې دلته یې په اثر کې ولې (ح) نشته. دوست محمد کامل مومند دقیق څېړونکی دی، آیا دې د (خوشال خان خټک) اثر نوم په خپله داسې ایښی دی؟ د مشواڼي صاحب (د خوشال کلیات) له متن څېړنې په پام کې نیولو سره له کومو نسخو څخه تدوین شوی دی، کومه نسخه د اصل په ډول غوره شوې ده او نورې کومې نسخې ورسره مقایسه شوې دي. د اصل په ډول چې هره نسخه غوره شوې ده، آیا هلته د خوشحال نوم (ح) نه لري. څومره چې زه معلومات لرم په نړۍ کې د خوشحال هېڅ یوه نسخه به پیدا نه شي چې هلته د خوشحال نوم (خوشال) لیکل شوی وي نو ځکه د خوشحال نوم باید د اصل په ډول ولیکل شي.

۱۰. خوشحال خان خټک په خپل لاس لیکل شوې قلمي نسخه کې رفیع صاحب وايي: (د خوشحال د دېوان د دې نسخې په تر لاسه کېدلو سره د بابا اصلي وینا تر لاسه شوه، ځکه د بابا د دېوان په ټولو قلمي نسخو کښې کاتبانو ناروا لاسوهنې کړې چې بیا همدا لاسوهنې د ده د دېوان په چاپي نسخو کښې هم را غبرګې شوې او حتی د ده د دېوان قلمي او چاپي نسخې له دې نسخې سره پرتله شي.

د نسخو کاتبانو او چاپوونکو هڅه کړې چې د خوشحال بایا په شعرونو کښې راغلي عربي او فارسي کلمې پښتو کړي چې دې کار د خوشحال بابا خوږه شاعري سخته او درنه کړې.) (د خوشحال دېوان، ۷۵)

د رفیع صاحب د وینا په تایید، ما چې د دوکتورا پر موضوع کار کاوه، د خوشحال خان د یو نوي چاپ شوي (د خوشحال کلیات) غزلې مې په مقایسوي ډول د رفیع صاحب (د خوشحال دېوان) د نوي چاپ شوي اثر سره وکتل، د رفیع صاحب (د خوشحال دېوان) د خوشحال په خپل لاس لیکل شوی اثر دی، تدوین کوونکي د خوشحال خان د زنځیرۍ په املايي شکل انتقال کړی دی. د یو شاعر(خوشحال) غزلې چې په دوو بېلابېلو اثارو کې وکتل شوې نو دې پایلې ته ورسېدم چې په سلګونو املايي غلطي ګانې پکې شته؛ یعنې د رفیع صاحب کار مو د اصل په ډول غوره کړ او د خوشحال بل نوي چاپ شوي شعري کلیاتو غزلونو کې په سلګونو غلطي ګانې وې. ما غوښتل چې یو محصل ته د تیزس په ډول د دغو دوو اثارو د غزلو په مقایسوي متن څېړنې موضوع ورکړم چې اصل او کوټه معلوم شي. زه په دې کار ډېر خپه شوم، خوشحال به په ګور کې خپه وي چې خبرې یې بدلېږي او آن اوس یې نوم بدلېږي.

د رفیع صاحب د دې اقتباس څخه معلومیږي چې د خوشحال په شعرونو کې لاس وهل کېږي چې دا سم کار نه دی. د خوشحال په خپل لاس لیکل شوي دېوان کې ځان ته خوشحال لیکي، دا که د هرې ژبې څخه اخیستل شوی وي نو اړتیا نه لیدل کېږي چې د هرې کلمې ريښې پسې وګرځو او د یو چا په شعرونو کې یې بدلې کړو. د خوشحال خان په شعرونو کې ډېرې داسې کلمې شته چې د عربي او فارسي اوښتی شکل دی او د دغو کلمو اصلي ريښه په نورو زړو ژبو کې شته، که موږ یې د دې لپاره بدلې کړو چې اصلي ريښه یې په زړو ژبو کې شته نو د خوشحال ټوله شاعري باید بدله شي.

پایله: د متن څېړنې د اصولو په پام کې نیولو سره او د پورته دلایلو له مخې د خوشحال نوم باید هغسې ولیکل شي چې څنګه خوشحال خان په خپلو اثارو کې په خپل لاس لیکل دی. خوشحال باید خوشحال ولیکل شي.

ماخذونه

  • رشاد، عبدالشکور. (۱۳۸۷). لغوي څېړنه. کندهار. علامه رشاد اکاډمي.
  • خټک، خوشحال. (۱۳۹۷). د خوشحال خان خټک دېوان [د بابا د خپل لاس لیکلې نسخې له مخې]. کابل. د امان کتاب خپرندویه ټولنه.

یادونه: پورتنۍ لیکنه د سید اصغر هاشمي ده او لاندینۍ لیکنه د دوکتور زمان ستانکزي ده.

*****

د خوشحال خان خټک نوم باید خوشحال ولیکل شي، نه خوشال

دوکتور سید اصغر هاشمي او دوکتور زمان ستانکزی

[دویمه برخه]

د دې خبرې د حل لپاره د همدې مقالې لومړۍ برخه هم باید ولوستل شي

د همدې خبرو د ثابتولو لپاره له تاسو سره د دوکتور زمان ستانکزي لیکنه شریکوم وايي:

دا چې د خوشحال خان خټک دېوان جعلي شوی هسې یو تریخ حقیقت دی چې باید په داسی اوښکو ولیکل شي چې د زړه له وینو یې رنګ اخیستی وي. له څو کلونو را هیسې پښتنو پوهانو او لیکوالو ځمکه او آسمان یو کړی او د پښتو ژبې پر حریم باندې مغرضو متعصبینو یرغل کړی او د پښتو ژبې په یو تاریخې اثر (پټې خزانې) یې د «جعل» تور لګولی. وروسته بیا رحمن بابا د حافظ له اشعارو نه په غلا متهم شو. ما د دغو دواړو اتهامونه رد د ادبي نقدونو په توګه د تاریخي استناد او منطقي استدلال له مخې په مفصلو مضامینو کې خپاره کړل. اوس چې د پښتو ژبې پر یو بل لوی اثر (د خوشحال خان خټک د دېوان) پر حریم یرغل شوی او ټول کلیات یې جعلي شوی، څوک د اعتراض آواز نه پورته کوي. آیا دا سکوت په دې دلالت کوي چې پښتانه له دې جعل نه په جهل کې پاته دي، یا دا چې په جهل کې د جعل په معنا نه پوهېږي. آیا د دغه تصـرف او تېري په مقابل کې په دې سبب پټه خوله پاتې دي چې د دغه جرم مرتکبین خپله پښتانه دي، یا دا چې پښتنو ته خپل تاریخي آثار او شخصیتونه مهم نه دي. آیا دغه راز سکوت د یوې متمدنې ټولنې خوی او خصلت ګڼلی شو؟ د ډېرې خواشینۍ او تعجب ځای دی چې زما د دغو غندنو سره سره چا تر اوسه د دغه لوی تقلب په مقابل کې قاطعانه دریځ نه دی نیولی.

لمړۍ برخه – د جعل تعریف

په لغوي لحاظ جعل تقلب، درواغو، له ځانه د یو شي جوړولو، یا په بل شکل تبدیلولو او اړولو، یا د یوې خبرې یا ادعا جوړولو او هغه په درواغو بل چاته منسوبولو ته وایي. کله چې یو سند یا بله رسمي لیکنه د حقیقت خلاف تقلب شي او په درواغو د اصلي سند په ډول جوړه شي جعل بلل کېږي. په ادبی اثارو کې تصـرف (حذف او تزاید) لاس وهنه د هغو په تحریف او جعل دلالت کوي او انګېزه یې معمولاً تعصب/ جهالت یا دواړه وي. د نړۍ ډېر معتبر آثار هم له دغه ډول تعرض نه خوندي نه دي پاته شوي.

د بلخي مولانا مثنوي معنوي د صفوي دورې د افراطي شیعه ګانو په لاس جعلي شوه. د دې د پاره چې په مثنوي کې د حضرت عمر توصیف غښتلی نه برېښي، افراطي شیعه ګانو به د هغو تر څنګ د حضراتو علي، حسن، حسین او نورو امامانو د ستاینې بیتونه اضافه کول چې په نتیجه کې مثنوي معنوي جعلي شوه. انګریزي مشهور مستشرق، رینلد نیکلسن کلونه کلونه زیار و ایست چې دغه جعلي بیتونه پیدا کړي او له قدیمي نسخو سره په مقابله کې یې له مثنوي نه حذف کړي څو دغه شهکار بیرته خپل عرفاني مقام تر لاسه کړي. اوس د صفوي پارس د افراطي شعیه ګانو تعصب او نفرت د افراطي پښتنو په برخه رسېدلی. دغو متعصبو پښتنو لیکوالو له پاړسي او عربي نه په مخالفت کې ځان د هندي ژبو لمنې ته غورځولی. دوی د واضح او روښانه پاړسي/ عربي اصطلاحاتو او نومونو پر ځان هندي، اردو، یا له سنسکریټ نه اخیستل شوي مترادف کلمات په پښتو کې استعمالوي، څو له پاړسي نه متفاوت ښکاره شي. دوی د پښتو ژبې د کلماتو اریایي اصلیت په اوستایي ژبه یا له قراني عربي کې د همرنګۍ او ترادف له مخې نه پلټي، بلکه له پاړسي/عربي سره په مخالفت کې یې تعریفوي. مثلاً د «فیل» د عربي کلمې پر ځای چې په پښتو او پاړسي کې پېژندل شوې، د هندي ژبو د «هاتي» کلمه کاروي څو داسې ښکاره شي چې ددغه حیوان لپاره پښتو ژبه له پاړسي نه یوه متفاوته او ځانګړې کلمه لري خو دلته له فیل نه هم خبره لویه ده.

دوهمه برخه – لرغوني تاریخي میراثونه

د دغه شان له تعصب نه ډکو کوششونو په ترځ کې ځینې د خوشحال خان خټک نوم په غلطه املاً «خوشال» لیکی. مخکې له دې چې د دغه کار لزوم او ضرورت وڅېړو او د هغې ډلې استدلال ته منطقي ځوابونه وړاندې کړو، د نورو ولسونو د لرغوني تاریخي میراث ته به وګورو چې له خپل فرهنګي او ادبي میراث سره څه رنګه معامله کوي، ګنې یو څه رنګ ور نه واخلو:

د قدیم هند د سانسکریټ د ګرامر لیکونکی پاڼیڼي چې د ګرامر پلار بلل شوی، نوم یې په دا تېرو دوه نیم زره کلونو کې په همهغه املا لیکل کېږي، لکه نن چې لیکل کېږي पाणिनि.

د یونان د تاریخ پلار هیرودت Ἡρόδοτος نوم په دوه زره څلور سوه کاله کې چا په بله املا په غلطه توګه نه دی لیکلی.

د روم د لوی امپراتور Gaius Julius Caesar نوم، د مختلفو مشتقاتو لکه کایز، څار، قیصـر سره سره، تر نن پورې په همهغه املا لیکل کېږي چې دوه زره کاله د مخه په مسکوکاتو کې حک شوی.

د انګریزي ژبې د نامتو لیکوال نوم ته په تېرو پنځه سوه کلونو کې چا یو ټکی هم بدلون نه دی ورکړی او تر اوسه په همهغه پنځه سوه کلنه املا William Shakespeare لیکل کېږي.

د نړۍ نور ولسونه د خپلو لرغونو ادبي میراثونو درناوی کوي، د خپلو نومیالیو شخصیتو د نومونو او آثارو د ساتنې له لارې د خپل ثقافتي میراث او فرهنګي تاریخ قدامت ثابتوي، د خپلو شاعرانو او ادیبانو درناوی کوي او آثار یې له تصـرف نه خوندي کوي خو زموږ نیمه پوهه او ناپوهه پښتانه د خوشحال خان خټک غوندې د تورې او قلم د اتل نوم د ده له مړینې یوازې درې نیم سوه کاله وروسته بدلوي او د خپل تعصب قرباني کوي یې. په داسې حال کې چې د خوشحال خان خټک په لاس یې د دېوان لیکلې نسخې هم موجودې دي، کومې چې د تاریخي اسنادو حیثیت لري او د تاریخي اسنادو جعل کول نه بخښونکې ګناه ده.  که خبره د خوشحال خان د یو خاص چاپ شوي دېوان وای، ډېر مشکل نه وه خو په جهل کې دغه نفرت داسې لمن خپره کړې چې هر ځای ګورې جعل د اصل ځای نیولی. د انټرنټ په عمده خپرونو لکه ګوګل او ویکیپیدیا کې د خوشحال خان خټک نوم غلط لیکل شوی، د بي بي سي له ویبپاڼې نه که د خوشحال خان نوم په درسته املا ولیکې، نتیجه نه ورکوي او وایې په دې نوم څوک نشته. خو که د بیسوادانو په غلطه املا یې ولیکې په غلطه املا بیشمیره «خوشالان» له عکسو سره را څرګندېږي.

دریمه برخه – «خوشحال» په سانسکریټ او اوستا کې

د دغه کار انګېزه په غیر شعوري توګه د «خود منکر بیګانه پرست» په عقده کې د تعصب او تقلید پر بنا ولاړ دی. خو د تعصب ادعاګانې هم توجیهات لري. یو له دغو توجیهاتو نه په ټولنیزو رسنیو کې داسې مطرح شوې «خوشحال که خوشال ولیکو؟» چې په لاندې ډول یې (په اختصار) استدلال کړی:

«ځيني څېړونکي فکر کوي چي ګواکي دا نوم د پارسي ژبي له (خوش) او عربي ژبي له (حال) څخه جوړ سوی دئ، خو دا کلمه نه ترکيبي او نه له پارسي او عربي څخه جوړه سوې ده، بلکي سنسکريټ ريښه لري چي لومړۍ بڼه يې (کوشاله) ده، وروستی حرکت يې غورځېدلی او (کوشال) پاته سوی چي د خوښ، نېکمرغه، روغ، ښه، سم، ماهر او ځيرک مانا لري. په ځينو هندو اروپايي ژبو کي د (خ) اواز په (ک) اوړي… که څوک وايي چي خوشال بابا ولي خپل نوم (خوشحال) ليکلی دئ؟ زه وايم هغه وخت پارسي د دربار او عربي د ديني نصاب ژبه وه، دا دواړي ژبي په هند کي علمي او حاکمي ژبي بلل کېدې، په دې وخت کي سنسکريټ ژبه مړه سوې وه، که څه هم ليکلي اثار يې پاته وه،…. نو د خوشال بابا پلار به نه ملامتوو چي ولي يې پر خپل زوی د سنسکریټ ژبي نوم ايښی دئ، هغه وخت له دې نوم څخه خلکو همدا تصور درلود، که ريښه يې سنسکريټ يا پارسي يا عربي وي مانا يې ښه ده او په نوم کي اصل جوهر مانا وي. که رښتيا دا نوم د پارسي له (خوش) او عربي له (حال) څخه جوړ سوی وای، نو بايد د پارسي ژبي په لويه حوزه کي ډېر مروج وای…»

پورتنی اقتباس د پوهاند رشاد دی. دا یو منل شوی حقیقت دی چې هندي ژبې لکه سنسکریټ له اریايي ژبو؛ یعنې اوستايي او فُرس قدیم سره څلور- پنځه زره کاله پخوا د هندو اریایې ژبو په ډله کې سره تړلیدی. د وخت له تېرېدو سره د هغو مړو شویو ژبو ځای معاصرو ژبو په ترتیب سره لکه هندي، پښتو او پاړسي نیولی دی. ځینې قدیم کلمات په ورته آوازونو په اوسنیو ژبو کې ځای لري او ځینې نور یې یا د طبیعي صوتي ابدال له مخې یا له نورو ژبو سره د مجاورت او فرهنګي/ دیني ارتباطاتو له مخې متأثر شوي. په دغه دويم صورت کې کله کله د کلماتو د آوازونو ورته والی صرف تصادفي وي، نه ریښه وي. د سانسکریټ د کوشال او د معاصری پاړسي/ عربي خوشحال د دوه کلمو ورته والی صرف تصادفي دی، نه ریښه دی، په لاندې دلایلو:

په سانسکریټ کې د خوشحالي لپاره معموله کلمه سوکاsukha  सुख ده. د کوشال کلمه د ویدي سرودونو د کوشالا कुशल (kuśala له کلمې څخه اخیستل شوې چې معنا یې هوښیار دی؛ یعنې «ځان د استعداد خاوند کول.» د کوشال कुशल kuśal د کلمې عمده معناګانې دا دي:

۱. د  कुशल-प्रश्न استعداد، مهارت، او تخصص خاوند.

۲. روغ او कुशल-मंगल صحتمند.

۳. कुशलपूर्वक خوښ او यह थी कि بډای.

۴. कुशल-मंगल है جوړ او تکړه.

۵. हुआ بختور او طالعمند، خوندي ساتلی او مرفه خوشحال، نیکمرغه او कुशल-समाचार سوکالی.

په پورتني تعریف کې وینو چې «کوشال» په مجموع کې هسې خوشحالي ته ویل کېږي چې له اقتصادی مرفه ژوند نه حاصله شوي وي؛ یعنې سوکالي او آرامي ته ویل کېږي. حال دا چې د «خوشحال» ترکیبي کلمه د روحاني خوشحالي معنا ورکوي. که چیرې په سنسکریټ کې د روحاني خوشحالي په دقیقتره معادله کلمه پسې وګرځو هغه به د ناندی nandi  नन्दि کلمه وي چې د روحاني حال له حاصلېدو نه د انسان نصیب کېږي چې همهغه عرفاني خوښي؛ یعنې خوشحالي (خوش + حال) معنا ورکوي.

که د پښتو او سنسکریټ تر مینځ د معنا په ورته والي ټینګار وکړو، د (ناندی) کلمه د خوشحال معادله کلمه ده خو (ناندی) له خوشحال سره صوتي ورته والی نه لري، که د صوتي تطابق په خاطر د کوشال کلمه د خوشحال معادله وګڼو، د معنا ورته والی پکې کمېږي او یو اصولي تناقض را مینځ ته کېږي.

اوس به دغه د معنا او آواز ورته والی په اریایي ژبو کې وڅېړو. په اوستا کې د خوشحال مترادفه کلمات «خشنوتره»، «خُشنومن»، او «خُشنومند» دي. په منځني پاړسي یا پهلوي کې یې مترادف کلمات «خوَش» «خوَاشي» او «خوشنود» دي.

که د کلماتو ریښه وي او اصلي برخو، یعنې د سانسکریټ «کوش» او د اوستایي او پهلوي «خوش» ته توجه وکړو، وینو چې هندي کلمه یوازې د ابدال له مخې له پښتو/ پاړسي سره ورته والی لري، حال دا چې د اریایي ژبو کلمات له ابدال نه پرته پښتو/ پاړسي ته ورته دي. که وغواړو د خوشحال کلمه د سانسکریټ له مترادفو کلماتو سره مرتبطه کړو، هم باید د «ک -> خ» ابدال ور باندې عملي کړو او هم د «کوشال» او «ناندی» د معناګانو د تفاوت مشکل حل کړو.

دا احتمال ډېر قوي دی چې د خوش کلمه دې له پاړسي نه پښتو ته راغلې وي، نظر دې ته چې له سنسکریټ نه پښتو ته راغلې وي، ځکه پښتو او پاړسي له تاریخي او جغرافیایي نظره نژدې اریایي ژبې دي خو له  سنسکریټ سره هیڅ معاصر او مستقیم ارتباط نه لري، مګر دا چې درې زره کاله د مخه ولاړ شو او د سنسکریټ ارتباط له فُرس قدیم او زړې اوستا سره وڅېړو او بیا له زړې اوستا نه نوې اوستا ته او وروسته بیا پښتو ته راشو. دا کار تعامل نه دی، ځکه د ډېر ورته والي پر احتمال چې جغرافیایي مجاورت او د تاریخ متوازي معاصریت یې تائیدوي، سترګې پټېږي او پر ځای یې د یو نسبتاً ضعیف ارتباط د ثابتولو په غرض بې لزومه تاریخي او جغرافیایي پړاونه وهل کېږي. د ژبپوهنې د اصولو تعامل دا دی چې د دوه کلمو تر مینځ د تاریخي ارتباط د موجودیت د اثبات لپاره باید تر ټولو زیات صوتي شباهت باندې اتکا وشي.

د آواز پېژندنې/ فونولوژي د علم له اصولو برسېره د بشرشناسي او جامعه شناسي علوم هم دغه نظر تائیدوي، ځکه پښتو له اوسنۍ پاړسي سره سکنۍ ده، نه له هندي سره. دا چې ادعا کېږي چې موږ اریایي قوم یو، بیا د خپل اصلیت لپاره د اریايي ژبو په ځای پر هندي ژ‌بو استناد کېږي، دا داسې ده لکه څوک چې وغواړي د خپلې مور پر ځای د میریې پر شباهت د ځان د هویت اثبات کړي.

څلرمه برخه – «خوشحال» د نوم په توګه:

نوم د یو شخص ژبنی، فرهنګي او دیني/ مذهبي هویت څرګندوي. د مسلمانانو قاطع اکثریت د خپل اسلامي هویت په خاطر پر خپلو اولادونو اسلامي- عربي یا قسماً عربي ترکیبي نوم ږدي. که څوک په لوړ سن خپل دین اړوي، ضرورتاً خپل نوم د هغه نوي دین په دیانتي ژبه اړوي. خوشحال خان خټک په یوه مسلمانه کورنۍ کې زېږیدلی و او د اسلامي هویت له مخې یې اسلامي نوم درلود.

دا چې د خوشحال کلمه د نوم په توګه د پارسي ژبې په لويه حوزه کې ډېره مروجه نه ده، درسته ادعا نه ده. د نوم انتخاب د ذوق او سلیقې مسأله ده او د ژبې له حوزې نه پرته د زمان او مکان له لحاظه منطقوي رنګ اخلي.

په اسلامي نړۍ کې د عربي نومونو د انتخاب رواج د تاریخ په اوږدو کې د زمانې د ذهنیت رنګ اخیستی. په دویمه اسلامي پېړۍ کې حتا غیر عربي خلکو په عربي نومونو افتخار کاوه او عربي نومونه یې انتخابول لکه حنظله بادغیسي او عمرو لیث صفاري. بیا د «ابو» پیشوند عام شو لکه ابو نصر فارابي، ابو ریحان البیروني، ابو حامد ساماني، ابو لمجد سنایي، ابو مسلم خراساني او ابو القاسم فردوسي. وروسته بیا «ابن» پیشوند رواج شو: ابن سینا، ابن خلدون، ابن بطوطه.  دوه قرنه وروسته اکثره نومونو د «دین» پسوند پیدا کړ لکه شمس الدین تبریزي، جلال الدین بلخي، شهاب الدین غوري، علاء الدین خلجي.

همدغه راز د منطقې په لحاظ هم خلک حتا په یوه ژبه کې د مختلفو ترکیبونو نومونه غوره کوي. د معاصر افغانستان په ترکیبي نومونو کې د «عبد، غلام، محمد، الله» وندونه مروج دي. په اوسني ایران کې اکثریت نومونه د شیعه امامانو دي لکه حسین، علي، عباس، رضا. په عربستان کې معمولاً نومونه ترکیبي نه وي، لکه فهد، فیصل، حمزه، بلال، سلمان. د هند په نیمه وچه کې نومونه همیشه ترکیبي وي، لکه ضیا الحق، مجیب الرحمن، انور الحق، ارشاد حسین… په دې ډول د نومونو انتخاب د منطقوي ذوق او سلیقې له مخې په فرهنګي/ جغرافیایې ساحې او د زمانې په ذهنیت پورې اړه لري، نه د ژبې په حوزه پورې.

د خوشحال خان معاصرینو هم ترکیبي نومونه درلودل لکه عبدالرحمن بابا، عبدالقادر خټک او هم غیر ترکیبي نومونه لکه بایزید روښان، حمید ماشوخیل. د خوشحال خان خټک د کورنۍ د غړو په نومونو کې هم دغه دود رعایت شوی وو او نومونه عربي یا عربي/ پاړسي ترکیبي یا غیر ترکیبي و لکه پلار یې شاه باز خان، ورونه یې جمال خان، جمیل بیګ، فقیر صاحب،‌ لور یې حلیمه، زامن یې بهرام، ګوهر، نصرت، سعادت، یحیی، نظام، معظم، طاهر، اشرف او لمسی یې لکه افضل خان. د خوشحال خان پلار، د یوې مسلمانې ټولنې د بل هر پلار په توګه د زمانې د رواج مطابق په خپلو زامنو پاړسي /عربي نومونه ايښي و، نه سنسکریټ.

دا چې د خوشحال کلمه په پاړسي کې عامه نه ده هم درسته ادعا نه ده. د «خوشحال» د «خوش + حال» ترکیب د پاړسي په ادبیاتو کې ډېر معمول دی. د مولانا د مثنوي معنوي او دېوان شمس څو بیتونه د بېلګې په توګه راوړو:

من به هر جمعیتی نالان شدم

جفت بدحالان  و خوشحالان شدم

عشق است قدح وز قدحش خوشحالم

او راست عروسی و منش طبالم

مرغان ز قفس قفس ز مرغان خالی

تو مرغ کجائی که چنین خوشحالی

پنځمه برخه – خوشحال د خپل نوم دفاع کوي

خوشحال خان خټک د ژورې اندېښنې او تبحر شاعر او د لوړ همت او پراخې جهانبینۍ خاوند و چې پښتو یې د قلم په قدرت کې آزاد تفکر ته را وبلله او پښتنو ته یې د تورې په زور د سیاسي آزادۍ درس وکړ. داسې خارق العاده د تورې او قلم تسلط په یوه شخص کې په نړۍ کې بیساری دی. د تأسف ځای دا دی چې حتا خپله پښتانه یې له ځینو رزمي شعرونو نه پرته له عرفاني ملغلرو، ژورو اندېښنو، عمیق تفکر او اخلاقي نصایحو سره یې ډېره اشنایي نه لري. مطمئین یم هغه چا چې د خوشحال خان خټک د ښکلی نوم د بدلولو اقدام کړی، که د ده اشعار یې په دقت لوستلی وای، ورته څرګنده شوې به وه چې په دغه کار د خوشحال خټک څومره ښکلي شاعرانه خیالونه، ظرافتونه، او لطافتونه له مینځه ځي. خوشحال خټک نه په تعصب کې زیږېدلی و او نه په تعصب کې روزل شوی و. په همدې سبب یې په خپلو پښتو اشعارو کې له پاړسي کلماتو په پراخه پیمانه استفاده کوله او دواړو ژبو ته یې اشاره کوله:

زه خوشحال پښتون چې په پښتو په پارسي طاق یم

لا مې په پښتو ژبه کې ژبه درغلېږي

چی خوشحال خټک یې وایي په پښتو ژبه خبرې

په پارسي ژبه به نه وي که پوهېږې سخن هسې

خوشحال خان خټک نه یوازی د پښتو د ادب پلار دی، بلکه د پاړسي ژبې شاعر هم دی او په لسګونو غزلې، رباعیات او شیر وشکر شعرونه یې په ډېر ژور تخیل او د ډېر لوړ شعري صنعت په قالب کې په پاړسي ژبه ویلي. یوه کوچنی نمونه یی دا ده:

باش تا امروز را فردا کند

عیب پیری عمر ما پیدا کند

مرگ می پوشد خدا خیرش دهد

ورنه پیری شخص را رسوا کند

بر سر ما هرچه رانَد گو بران

عقل کامل کار را بی جا کند

من همان مرغم که از شاخی به شاخ

برنشیند، برپرد، هوا کند

در میان خرقه پوشانیم ما

چون شهی کز خود لباسی وا کند

بر فراز نه فلک پرواز اوست

باش تا شهباز ما پر وا کند

آمدم خوشحال و خوشحالم هنوز

بخت باکس مرحبا اهلا کند

خوشحال خان خټک د پورتني شعر په مقطع کې په ډېر صراحت د خپل نوم په اصل او معنا شهادت ورکوي او د یو الهام په توګه له خاورو لاندې سر را پورته کوي او په اشعارو کې یې د تصرف، تقلب، تحریف او په هویت باندې یې لوبې کولو ته په زغرده د رد ځواب ورکوي. ددغه تقلب له ډېرو ناوړه آغیزو نه یو هم دا دی، هغه اشعار چې د ځینو شاعرانو له خوا په عربي رسم الخط په نورو ژبو ویل شوي خپله مرجع له لاسه ورکوي. د مثال په توګه لاهوري علامه اقبال د «خوشحال خاں کی وصیّت» تر عنوان لاندې په اردو ژبه د بال جبریل په برخه کې د خوشحال خان خټک هسې ستاینه کړې چې د پښتو د لوی شاعر وروستنی ارمان په کې منعکس شوی:

«خوشحال خاں کی وصیّت»

مغل سے کسی طرح کمتر نہیں

قهستاں کا یہ بچّۂ ارجمند

کہوں تجھ سے اے ہم نشیں دل کی بات

وه مدفن ہے خوشحال خاں کو پسند

اُڑا کرنه لا ئے جہاں بادِ کوه

مُغل شہسواروں کی گردِ سمند!

ترجمه: دا د غرونو بچی هیڅ کله تر مغلو کم نه دی

ای ملګریه، یو د زړه راز به درته ووایم:

د خوشحال خان هسې قبر خوښېږي چې

د مغلو د سپرو د آسونو ګرد ور باندې پرې نوزي.

دغه شعر چې د خوشحال خان په ښایسته نوم مزیّن شوی، نور هغه خوشال ته نه منسوب کېږي چې افراطي متعصبینو یې د نوم ریښه سنسکریټ ژبې ته زغلولې او د دغه جعل په نتیجه کې د اقبال دغه ستاینه د پښتو د ادبي آثارو او د فرهنګي افتخاراتو له ردیف نه بهر پاته کېږي.

شپږمه برخه – د خوشحال د دېوان ژبه

د خوشحال خان خټک د دېوان تصـرف او جعلي ادعا عمدتاً په یوه کلمه را څرخي. د دغې محوري کلمې په تحریف او بدلون د خوشحال خان خټک هویت تر سوال لاندې راځي او هم یې ټول دېوان او کلیات جعلي ګڼل کېږي. دا کلمه د خوشحال خټک نوم دی.

د خوشحال ښکلی نوم په معنا کې تقدس ته تقرب کوي او د پاړسي/عربي دا ښکلی ترکیب «خوش + حال»  هغه روحاني حال دی چې یوازې د عارفانو نصیب کېږي. د خیال په دنیا کې هم یوازې د خوشحال غوندې د یو شاعر لپاره مناسبترین اسم با مسمی دی. خوشحال خان خټک د خپل نوم په اصل او عرفاني معنا تر هر چا ښه پوهېده، ځکه یې د نورو شاعرانو په ډول له شعری لقب یا کنیه نوم نه کار نه اخیست، بلکه ځان یې یوازې خوشحال باله، ځکه دا نوم په خپله لفظي او معنایي ښایست لري. په همدې سبب خوشحال د خوشحال له کلمې سره په بدیعي صنعتونو کې ادبي لوبې کړي.

که د «خوشحال» د کلمې بیلابیل نحوي او بدیعي استعمال په نظر کې ونیسو، هرځل چې د خوشحال مانوسه ترکیبي کلمه په یوه غلطه املا د «خوشال» په ډول لیکل کېږي، له لغوي معنا او تعبیر نه پرته د خوشحال خان خټک د شعري لطافت، د تخیل رمز، او د ادب ظرافت ټول متأثره کېږي. په شعر کې دغه شان لاس وهنه د شاعر شعري استعداد ته ډېر تاوان رسوي. په همدې سبب په صراحت ویلای شو چې د خوشحال خان خټک په اشعارو کې یې د نوم د املا بدلون د پیغام مفهوم مبهم کوي او د تعبیر وجهه محدودي.

په لاندی پنځو برخو کې خوشحال خان خټک خپل نوم هم د کلام د مختلفو اقسامو په توګه له خپل نوم «خوشحال» سره په کلماتو لوبې کړي او هم یې د بدیعي اسلوب، شعري صنعت، او ادبي فنونو په لحاظ خپل شعر ته ځانګړې څېره وړکړې چې په هغو کې یې څه نه څه دغه لاندې شعري صنعتونه کارولي: مراعات النظیر، تجنیس، مطابقه، تضاد،، تشبه، کنایه، حسن تعلیل، ایهام، استفهام، تجاهل العارف، تکریر، خطاب النفس، او تجرید.

۱. له نحوي نظره «خوشحال» هم اسم دی، هم صفت دی او هم فعل او خوشحال خان خټک خپل نوم په اشعارو کې په درېواړه شکله استعمال کړی نو که املایي شکل یې تغیر خوري، حتماً اصلي معنا هم یا تغیر خوري یا له مینځه ځي.

که د «خوشحال، خوشحالي، خوشحالېدل» ترکیبي کلمات چې په نحوي لحاظ د اسم، صفت، او فعل په ټوګه په یو بیت کې استعمالېږي نو یوه کلمه و بلې ته د معنا په تائید، تصریح، یا تاکید کی ضریب ورکوي او معنا د ترادفي ارتباط له نظره غښتلی او روښانه کوي. که د جعلي دېوان په متن کې دغه بیتونه په غلطه داسې ولیکل شي «زه خوشال په لېونتوب کې خوشالي کړم»، اصلي معنا یې ځکه له مینځه ځي چې په پښتو کې د«خوشالي کولو» فعل نشته، مګر دا چې د پاړسي/عربي عاریتي کلمه وي چې هغه د درستې املا ایجاب کوي.

له خوږو شونډو یې سرې شکرې اوري

که طوطي د شکر بار یمه په ځای یم

زه خوشحال په لېونتوب کې خوشحالي کړم

لېونی د پریوار یمه په ځای یم

په وعده یې زړه خوشحال مه کړه خوشحاله!

د وفا طمع څوک نه کا له حبابه

که زر خونونه کاندي، زړه یې نه شي لاندې باندې

لا نور ورپسې غواړي خوشحالېږی څو چې مرینه

چې په دا جهان پر نوم دما خوشحال کړ

همیشه په خوشحالیه کې اختر کړم

که همه خلک یې سر شي په غندنه

بېچاره خوشحال په خپل هنر خوشحال دی

که باغونه که راغونه که څه نور څه

چې دې زړه په کې خوشحال شو هغه ځای دی

له دوه سترګو خبر واخله چې مې وژنی

نور به څه پوښتې زما د زړه له حاله

که شیرین آشنا وفا در سره نه کا

په جفایې هم خوشحال اوسه خوشحاله!

زه خوشحال چې اشنا ووینم خوشحال شم

لکه ګل چې تازه شوی په اوبه وي

اوس خوشحال او سه خوشحاله!

د فلک کوې څه شمارې

زه خوشحال خټک د عشق په کار هومره خوشحال یم

څو سلطان غره په خپله پادشاهۍ او سلطانۍ

تل مو زړه په دا خوشحال دی

چې خپل زړه سره پیوست یو

۲- د خوشحال معادل او مترادف کلمات

په لاندی مثالونو کې د خوشحال کلمه د پاړسي له نورو مترادفو کلماتو سره د تاکید او اصرار په مقصد استعمال شوې او ثابتوي‌ چې د خوشحال مقصد خوشحال؛ یعنې خورسند، خرم او خوش + حال دی، نه خوشال:

اوس په هر توکي خوشحال خورسند خرم یم

په خپل قدر، په قیمت و پوهېدلم

د خوشحال خټک دې ستا په سر سوګند وي

که یې بې له تا په نور څه زړه خورسند دی

قام مې جوړ و ږغ ته ناست دی

خوښ، خوشحال په دا سامان دي

په هغو یې د جهان ښادي پېرزو ده

چې په غم کې د خوشحال سره په خروش دي

۳- «خوشحالي» او «غم» په مقابله او تضاد کې

عارفان د اضدادو په واقعیت کې د حق پالنه کوي او عارف مشـربه شاعران دغه اضداد په شعري ظرافت کې ترسیموي. په لاندې اشعارو کې خوشحال خپل نوم د صفت په توګه د بدیع په مقابله او تضاد کې له «غم» سره په شاعرانه نازک خیالۍ کې استعمالوي. خوشحال دغه کار یو یا دوه ځله نه دی کړی چې تصادف یې وګڼو، بلکې له سلګونو مثالو نه څو بېلګې راوړو څو ثابت کړو چې د خوشحال په نوم کې د حال له وجود نه انکار نشو کولای او  له دغه ترکیبي حال نه پرته «کوشال/ خوشال» نه د خوشحال په نوم کې ځای لري او نه د خوشحال په شعر کې:

که ژوندون تر هرڅه خوږ دی په جهان کې

اوس بې یاره په ما تریخ شو زه یې څه کړم

هغه یار چې چېرته دی خوشحال دې اوسي

دی دې خپله خوشحالي کا، غم به زه کړم

خوشحال تل په غم کې ښه دی

غم دې نه ځي له غمجنه

غر به هم لکه ویښته هسې نری کا

که غمونه د خوشحال کښېږدې په کوه

د یار غم دې د خوشحال له دله نه ځي

د فاني دنیا خوښي کله لاړه، لاړه

خوښ اوسه خوشحاله! د خپل یار په درد و غم کې

درد د یار د مینې لا بهتر دی تر درمان

د عشق غم له خلقه پټ لره خوشحاله

څه یې پټ کړم چې جهان ځنې خبر دی

په ښادۍ سره شریک دي اولسونه

غم یوازې د خوشحال خټک د ځان دی

غم مې هیڅ نشته خوشحال یم

که خپل بخت راسره سم دی

عالم عالم غمونه چې خوشحال ویني له خپلو

غم خور یې که پیدا شي خپل، پردي ته به شمارېږي

که یې ستا د وروځو خال په نظر کښېووت

د خوشحال شي نور له غمه وېزاري

بی د باده بل څوک نشته

د خوشحال سره غمخوري

ته چې ډېرې اشناییې کړې خوشحاله!

په هر لوري دې د غم اجارې وکړې

چې دې سر تر پایه درست په غم کې لېوکړم

راته وایې اوس خوشحال اوسه څه غم کړې

مګر لږ دي د خوشحال د زړه غمونه

باندې نور ټندډوروې، خود به پو هېږې

نور څوک هم شته دي ای غمه!

که یوازې د خوشحال شوې

په خوشحال دې غم نازل کړ

چې اغیار سره کنار یې

همیشه په زړه خوشحال اوسه غم مه کړه

په اخلاص چې و دانا وته تسلیم یې

زړه یې هسې د هجران غمونو موړ کړ

د خوشحال تر ستوني نه درومي نمړۍ

۴- «خاطر» د «خوشحال» له «حال» سره په ترادف کې

په عرفان کې حال او خاطر په زماني تسلسل کې سره پېیل شوی نو ځکه په شاعرانه تخیل کې حال او خاطر مترادف ګڼل کېږي. خوشحال خټک کله چې غواړي خپل کلام د حال په مفهوم رنګین کړي خو د شعر د ښایست په سبب یې کلمه تکرار نه کړي نو د حال پر ځای د خاطر کلمه له خوشحال سره جوخته کاروي. دغه نازک خیالي یوازې د دغه متبحر شاعر په نوم کې تجلي پیدا کوي. دا هم د هغو شعرونو نمونې چې د استعارو په لطافت کې خاطر د حال تجانس سینګاروي او شاعر خپل خوشحالتوب ثابتوي:

چې په ځای یې ناقابل زویه خاني کا

د خوشحال خاطر په دا پاره، پاره دی

د خوشحال خاطر په مثل کاروان سرای دی

اندېښنې پرې کاروانونه ملي، لېږدی

راشه! ګوره د خوشحال د خاطر وینې

په بیاض باندې چې هر حرف د کلام ږدي

د خوشحال خاطر یې هسې ځنې یوړو تورو سترګو

لکه صید د شاهینو تر مښوکو، تر منګول شي

په تلوار، په اضطراب چې صبر نه کا

د خوشحال خاطر سیماب شو سره ښوري

د خوشحال خاطر سوخته دی، ستا په جور آموخته دی

درد و غم یې اندوخته دی، هم دا درد یې بې درمان شي

نه په باغ وي نه په راغ نه په بل لوري

د خوشحال خاطر چې یار هورې هورې وي

د خوشحال خاطر په مثل سجنجل شو

واړه ته د خپل جمال نښې پکې ږدې

ویړیا دې د خوشحال خټک خاطر په لاسو کښېوت

په قدر یې خبر شه چېرې نه په لږ یې پلورې

۵- د «خوشحال» حال د معنا په لحاظ

په لاندی اشعارو کې خوشحال خان خټک د خپل نوم له معنا او ترکیب نه استفاده کوي او د «خوشحال» تر څنګ د «حال» کلمه په تجنیس او ترادف کې کاروي چې په عین زمان کې یې تکرار احسن هم ګنلای شو. که په دغو شعرونو کې یې نوم خوشال ولیکل شي پر معنا برسېره یې حال له منځه ځي.

خبردار ورباندې روغ، لېونی نه دی

په خوشحال کې چې پراته دي دا حالونه

که خبر له حاله نه وای څه به ښه و

و خوشحال ته غم دا خپله آګاهي شوه

زه خوشحال به چاته څه وایم له حاله

د زړه حال د مخ په رنګ پورې پیدا دی

په خوشحال به یې بد نه وی

که یې څوک په حال آګاه وای

د خوشحال خټک د حال پوښتنه څه کړې

د وښو (اوښکو) په اور یې ننه زړه کباب دی

مګر هیڅ یې د زړه حال ورښکاره نه دی

چې لیده یې د خوشحال سره ډېر ډېر وي

په خوشحال به عیب نه کا

چې په حال یې خبردار دي

د خوشحال د خوشحالیې وخت همدا دی

چې رباب، سرینده جوړ سره غږېږي

د خوشحال خټک له حاله خبردار شوای

چې په زړه به یې د عشق داغونه څو وي

ستا په ډېر ماڼې به حال د خوشحال څه شی؟

چې په لږ مانې یې ډېر په اندېښنو کړې

آلوده لړلی درغی در ګاه ته

هیڅ مې نه زده چې به حال د خوشحال څه کړې

خوشحال وته دې ووی چې بې ما به ژوندی پایې

په څو به ژوندی پایم ته مې خود په حال خبر یې

ما خوشحال څخه به ذات دورنګي نشته

دزړه حال مې در معلوم دی ویوې مې

نور به څه وایې خوشحاله! له دې حاله له احواله

هم دا هومره ویل بس دي که پوهېږې نکته دان یې

د خوشحال په حال به چېرې ترحم کړې

مستې ته چې زړه سنګین هسې لرې

دغه اشعار په کامله توګه د خوشحال د نوم د سنسکریټ د اصلیت ادعا ردوي، ځکه موږ په پښتو کې له سنسکریټ کلماتو کار نه اخلو، خو له پاړسي کلماتو نه په تېره بیا په شعر کې ډېر کار اخلو. برسېره پر دې، دغه پاړسي/ عربي کلمات اکثراً عرفاني اصطلاحات دي چې شاعران یې په لوړه پیمانه استعمالوي. د خوشحال خان خټک عرفاني اشعارو ته لږ توجه شوې خو ژور عرفاني افکار یې په اشعارو کې شته. که بیا هم یو څوک ټینګ ودرېږي چې د خوشحال کلمه د سنسګریټ ده نو په نړۍ کې هېڅ منطق او د سالم عقل خاوند دا نه مني چې خوشحال دې ځان ته خوشحال ووايي خو موږ یې نوم بدلوو.

اومه برخه – پایله

ما د «پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي» مضمون کې په مفصله توګه لیکلي چې د خوشحال نوم د کتاب په متن او په مثنویانو، غزلو، بوللو او قصیدو کې په قصدي او عمدي توګه په غلطه املا «نا سم» لیکل شوی. دا کار نه یوازې د یو لوی شاعر په اشعارو کې تحریف او بې ځایه تصرف دی، بلکه د پښتو د ادب پلار ته د سپکو سپورو سپکاوی دی.

د دغه تصرف زیان داسې خلاصه کولای شو چې د «خوشال» په غلطه املا د «خوشحال» د نوم لیکنه یوه لویه اشتباه ده چې د دغه لوی ادبي اثر په جعل دلالت کوي او به ادبي او تاریخي لحاظ دغه لاندی خنډونه را مینځ ته کوي:

۱. په ټولو زړو تاریخي نسخو کې د پښتو د ادب د پلار نوم خوشحال خان خټک لیکل شوی. که دغه نوم په غلطه املا «خوشال» ولیکل شي، شعرونه او دېوان یې بل چا ته منسوب کېږي.‌

۲. هغو لیکوالو او شاعرانو چې په نورو ژبو کې د عربي په رسم الخط د خوشحال توصیف کړی، د هغو د ستاینو ریښتینې مرجع له مینځه ځي.

۳. د هغو بدیعي صنعتونو او شعري ظرافتونو له مخې چې د «خوشحال» پاړسي/ عربي ترکیب د اسم، صفت یا فعل په ډول د خوشحال خان د اشعارو په متن یا مقطع کې استعمالېږي، د املا تغیر ورکول نه یوازې د شعر معنا له مینځه وړي، بلکه د شاعر استعداد، خلاقیت، تخیل او ځانګړیتوب هم په کې متأثر کېږي او شعر خپل کیفیت له لاسه ورکوي. دغو ستونزو او زیانونو ته کتنه دا سوال را مینځ ته کوي چې څنګه څوک جرأت کوي چې په پوره سپین سترګتوب د خوشحال نوم «تصحیح» کړي؟؟؟ ګنې خوشحال خان خټک داسی بیسواد و چې نه یې خپل نوم درست لیکلی شو او نه د خپل نوم په اصل او معنا پوهېده؟ تر ټولو لویه ګناه دا ده چې د خوشحال خان خټک د خپل لاس لیکلې نسخه هم موجوده ده او بیا هم دوی په حقیقت کې له هغه سره په مقابله کې په خپله بیسوادي تظاهر کوي.

خوشحال خټک دغه راز بې مسوولیته لیکوالو ته چې عمداً یې د پښتو ژبې دغه ادبي شهکار ته سپکاوی کړی، خپله ځواب ورکړی:

په نادان باندې هم رحم شته خوشحاله!

معذرت د نادانانو، ناداني ده

په دې لیکنه کې د مخالف جهت توجیهات له علمي، تاریخي او ژبني استناد له مخې رد شول او په علمي لحاظ د ژبې د ادب او فرهنګ له مخې دلایل ارایه شول چې د خوشحال له نوم سره باید لوبې و نه شي. بلاخره د بدیع علم په اساس د خوشحال خان خټک د اشعارو له مخې د دغه تصرف او تحریف زیانمن عواقب څرګند شول. د خوشحال خان خټک د شعر په خپله ژبه دلایل نه یوازې د شهادت حیثیت پیدا کوي، بلکه د ده د مهر او أمضا ارزښت هم لري:

د خوشحال په ویل غوږ او فکر بویه

چې موندنه د خبریې په أمضا ده

له پښتنو ادبپالو، پوهانو، او لیکوالو نه هیله ده چې خپل تاریخي رسالت پر ځای کړي او د دغه راز په خپل سر لاس وهنو د زیان او تاوان مخه ونیسي. که نه، نو د دغه دېوان د جعلي کېدلو په نتیجه کې به یو یا دوه نسله وروسته پښتانه د اصلي او جعلي آثارو په ګدودي کې ریښتیاني خوشحال خان و نه پېژني؟ په تېره بیا که د دغو لاس وهنو لړۍ د پټې خزانې او د رحمن بابا د دېوان د مغرضانه یرغلونو خواته لار پیدا کړي.

خوشحال خان خټک د مغلو په مقابل کې په خپل قوم فخر کاوه او ویل به یې «چې خان یم په یاران یم» خو د ده قوم نه یوازې دده د ژوند په آخر کې جفا ورسره وکړه، بلکه تر مرګه وروسته هم ځینې پښتنو د ده سپکاوي ته بډې وهلې. هسې قوم چې د ده پر هویت او ادبي میراث کې بیشرمانه تصرف او لاس وهنه کوي. خوشحال خټک له قبر نه په پښتنو غږ کوي: آیا د پښتنو مینځ کې داسی څوک شته چې ځانونه زما خوشحال «یاران» وبولي او زما شعر، هویت، نوم، او آرمان له تصرف او لاس وهنې نه وژغوري؟

1 COMMENT

  1. د پورته لیکنی یا لیکنو د زیادی برخی د تائید او ملاتړ په دوام:
    ۱ – که د خوشحال خان نوم خوشال هم وای ( د سنسکریټ د ژبی په مفهوم ) بیا هم د پښتون وظیفه او مکلفیت ؤ چی خوشال باید په خوشحال بدل سوی وای ځکه د یو نامتو پښتون ( د جنجالی تُری او تُریالی قلم خاوند ) سره د پردی فرهنګ نوم نه ښائیده.
    سلیم عقل هم دا وائی چی ” شهباز خان ” پر خپل زوی د خوشحال نوم ایښیدی نه خوشال.
    ۲ – زموږ د ټولنی اکثره خوش ذوق کسان د تاریخی او فرهنګی نامتو اشخاصو په ویاړ پر خپلو زامنو د همهغه نامتو اشخاصو نومونه ایږدی چی یو لدی نومونو څخه ” خوشحال ” دی.
    بناً
    ما خو تر اوسه نه دی لیدلی چی یو خوشحال نومی ځوان خپل نوم د خوشال په بڼه لیکلی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب