جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د او له | زهير سپېڅلی

د او له | زهير سپېڅلی

«د» او «لـه»  سربلونـه  دي، چي په  جمـله کي تر نوم  مخکي  راځي.
«د» ملکي او اضافي سربل دی او د اضافت توری هم دی، چي يو شی/شخص په چا پوري اړوندوي  يا  ملکيت  ښيي.
لکه: د دوی  کـتاب،  د احمد  ورور، د فيصل قلم…
په استعمال کي د «د» او «له»  تر منځ  توپـير شته، يو  نه  دي.
  «د» د اضافت او ملکيت لپاره او «لـه» د بـېلتون او پـيوستـون دواړو لپاره  کارولای  شو. لکه:
احـمد  له کابله  راغی.
احمد  له  دوی  سره  ځي.
موږ  له  هغو سره  نه  ځو.
لاندي مثال:
محمد  له  ورور سـره  راغی.   سم
محمد  د  ورور  سره  راغی.  نـاسم
بل  مــثال:
موږ   د تاريخه ډېر  څه  زده  کولای  شو.  ناسم
موږ  له  تاريخه  ډېر څه  زده  کولای  شو.  سم
که «د» او «لـه»  يـو  وي او توپير نه  لري؛ نو  لاندي  مــثال  وګورئ!
مثال د يون صاحب له (د پښتو ليکنې سمون) نه را اخلم.
«تل  بــه  دې  ساتم  د  پردو  وطنــه»
د پورته مسرې معنا  دا راوزي، چي  شاعر خپل  وطن پـرېښی، د پردو وطن  ته  وايي: ساتـنه  دي کوم.
کـه دا مسره داسي وليکو  او د «د»  پر ځای «لـه»  وکاروو؛ د مسرې  معنا  بدلېږي.
«تـل به  دې  ساتم  لــه  پردو  وطنه»
د  دې مسرې معنا دا شوه، چي شاعر ئې غواړي او خپل وطن ته  خطاب کوي،  چي  له پردو به دي ساتم.
د  دروېش  دراني  دا بـيت  وګورئ په  دواړو  بڼو ئې ليکو.
ځواني له سړي يوسي، تور  وېښـته  له سړي  واخلي
کرار- کرار لګـيا وي وخت  هر  څه له سړي واخلي
ـــــــــ
ځواني  د سړي  يوسي ، تور وېښته  د  سړي واخلي
کـرار- کرار  لګيا وي وخت  هر څه  د سړي واخلي
 دا ټپه هم وګورئ داسي  ويل  شوې ده:
چي  ته  ئې  زموږ  له   کلي  يووړې
د  هغې  ورځي  خندا خولې تـه  نـه راځــينـه
پـه لومړۍ مسره کي «لـه» پر ځای راغلی، خو پـه دويمـه مـسره کي داسي معنا هم ترې اخيستل کېږي، چي د هغې ورځي په رنګ مي بـيا نـه دي خندلي.
کـه داسي  وويل  شي:
چي تـه ئې  زموږ لـه کلي  يووړې
لـه هـغې ورځي خندا خولې ته نـه راځــينه
دلـته داسي معنا ورکوي، چي له هغې ورځي راهيـسي مي نه بـيا خندلي او نـه خـندا خولې تـه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب