جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخواجه اصف د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارول...

خواجه اصف د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارول کېدو په اړه د طالبانو خبره رد کړه

تاند(جمعه، د سرطان ۳۰مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان خلاف د حملو نه کېدو په اړه د طالبانو د حکومت دریځ رد کړ.

پاکستاني رسنیو نن ناوخته د خواجه اصف په قول وویل چې د ګاونډي هیواد (افغانستان) دا څرګندونې چې د افغانستان له خاورې څخه د تروریستي بریدونو لپاره کار نه اخیستل کېږي، ناسمې دی.

خواجه اصف دا خبره په داسې حال کې وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر تېره جمعه وویل، دوی د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه‌ږدي او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.

په همدې حال کې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ګومارل شوي استازي اصف علي درذاني کابل ته په سفر کې له طالب چارواکو سره د ټي ټي پي د بریدونو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

5 COMMENTS

  1. په تېرو څلوېښتو کلونو کې مو له څلورمیلیونو زیات افغانان په یوه او بله پلمه شهدان کړل ، لا زړه مو یخ نه دی . تاسو خو د ډیورنډ ټوله کرښه په اغزې لرونکي سیم تړلي او هرچېرته مو پوستې اچولي دي ، نو دا ستاسو مخالفینو په کومه لار درځي .
    خواجه یا ملا آصف باید خپل مال وساتي او ګاونډی غل ونه ییسي .
    خدای تعالی مو له دغه کبره وغورځوه او تباه وبربادشئ .

  2. خسن جولای 22, 2023 At 1:20 am
    په تېرو څلوېښتو کلونو کې مو له څلورمیلیونو زیات افغانان په یوه او بله پلمه شهدان کړل ، لا زړه مو یخ نه دی . تاسو خو د ډیورنډ ټوله کرښه په اغزې لرونکي سیم تړلي او هرچېرته مو پوستې اچولي دي ، نو دا ستاسو مخالفینو په کومه لار درځي .
    خواجه یا ملا آصف باید خپل مال وساتي او ګاونډی غل ونه ییسي .
    خدای تعالی مو له دغه کبره وغورځوه او تباه وبربادشئ .

  3. PAKISTANI DEFENSE MINISTER STPHID MORE THEN DUNKEY.
    TALIBS AND MORE LIBRAL BRANCHES WANT FREEDOM/BALOCH. B A L AND T T P FIGHT FOR FREEDOM.
    THIS IS POSSIBLE ONE DAY THEY WILL INSHA AL LAH GET FREEDOM
    ZENDAH WA PAYENDAH BAAD T T P & B A L

  4. د پنجاب پلید مشران غواړی چي افغانستان وخوری تر څو دوی ژوندی پاتی شی ؛ تل یی سترګې زموږ اوبو او معادنو ته تړلی ، دا غل او خاین ګاونډی هغه پیښو پسی ګرځی چي اوبه خړول او مقاصد
    ترلاسه کول پکی نغښتی وی ، اوس ټول خپل رذایل او دنائت په طالبانو وراچوی او د بلې پروژی مقدمات یی تر لاس لاندی دی ، ځکه تبلیغات او زمینه سازی ورته کوی او طالبان په انزوا کی ساتی تر څو خپل رول پیاوړی او په نړیوال اړیکو کی پاکستان خپل موثریت زیات او د افغانانو حقوق
    غلا او محدودیت حاکم وساتی ځکه د جهاد له دور تر نڼ د غلا او خیانت اوږده تجربه لری ، انحصار،دمتخصصینو شړل،د پوهنتونو تړل ، د ښځو دتعلیم او رشد لاری تړل ، د تعلیمی ادارو نه
    د ملیشو تربیتی مراکز جوړول او نور منفی تغیرات چي ملت او امت یی خلاف دی دا ټول بیا د طالبی اسلام تر پوښ لاندی ؛ خیانت او دښمنی ده د مومن ملت او اسلامی امت او حزب الله سره ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب