پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپاکستان کې یوه بل افغان پناه غوښتونکي ځان وژلی

پاکستان کې یوه بل افغان پناه غوښتونکي ځان وژلی

تاند: ( جمعه، د سرطان ۳۰ مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یوه بل افغان کډوال هم ځان وژلی دی.

د دغه کس  نوم ذکریا بلوچ ذکي ښودل شوی.

ویل شوي، چې هغه د کډوالۍ د قضیې د ځنډیدو له امله یې ځان وژلی.

نوموړي په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اړوند شارپ دفتر سره ځان د پناه غوښتونکي په توګه ثبت کړی و.

 تر دې مخکې هم په پاکستان کې د یوه افغان پناه غوښتونکي د ځان وژنې خبر ورکړل شوی و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي ایران او پاکستان ته په دې هیله تللي، چې نورو هېوادونو ته یې د پناه غوښتنې قضیې ومنل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...