چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+د ناول په اړه له محب زغم سره د طارق وزیر مرکه

د ناول په اړه له محب زغم سره د طارق وزیر مرکه

۱:د ناول او لنډې کیسې د توپیر بحث مهم دی ځینې یې د کلیمو د شمېر له مخې بیلوي خو ځینې یې د پېښو او کرکټرونو د شمېر له مخې سره توپیروي، تاسو یې څنګه فرق کوئ او ولې؟

ناول ونه وبوله، لنډه کیسه څانګه. په لنډه کیسه کې معمولاً واحده موضوع، لږ کرکټرونه، او یو پیغام وي. ناول بیا په یوه لویه موضوع کې ګڼ نور فرعي موضوعات رانغاړلی شي؛ ډېر کرکټرونه په کې ځایېږي؛ او پیغامونه یې ښايي متعدد وي. د استاد غضنفر خبره ده چې «ناول لکه ژوند داسې خور وور دی.» نو طبعاً د لویې موضوع بیان ډېرې کلمې غواړي.

د ناول او لنډې کیسې بل توپیر په ځای زمان یا سټنګ کې ده. لنډه کیسه لکه د تیاتر د ډارمې یوه پرده په محدود مکان او زمان کې پېښېږي خو ناول ان د انسانانو د څو نسلونو کیسه راته کولی شي چې په مختلفو ځایونو او بېلو زمانو کې تېره شوې وي.

۲:په پښتو کې داسې ناولونه وینئ چې موږ کولی شو چې نړیوال ادب ته یې ورکړو یا فکر کوئ چې د نړۍ خلک به یې ولولي؟

اصلي پوښتنه دا ده چې خلک ناول ولې لولي. انسان غواړي د نورو له حال احواله خبر شي؛ د نورو په عاطفي تجربو کې شریک شي؛ د هر چا د ژوند له رمز و رازه ځان خبر کړي. ناول زموږ دغه اروايي اړتیا پوره کوي. له بلې خوا د ټولو انسانانو عاطفي دنیا سره ورته ده او احساسات یې مشترک؛ همدا وجه ده چې موږ د یوه اروپايي یا د نړۍ د یوه بل ګوټ د انسانانو کیسې لولو او خوند ځنې اخلو. نو د نورې نړۍ وګړي هم زموږ کیسې د خوند لپاره غواړي. دا چې کوم ناول له نورو سره شریکولی شو، زما نظر دا دی چې هر ناول چې تلوسه ولري او په ښه نثر لیکل شوی وي؛ دا په دې چې دغه دوه توکي لوستونکي له ځانه سره اخلي. که د کیسې نثر ستومانوونکی وي، هم‌ژبی مخاطب یې هم نه لولي. همدارنګه که کافي تلوسه ونه لري او لوستل یې زور وغواړي، سړی یې په نیمه کې پرېږدي ځکه چې د ادبیاتو مطالعه شوقي کار دی، د مکتب کتاب یا د پوهنځي چپټر نه دی چې په لوستلو یې ځان مجبور وګڼې. له دې ورهاخوا ناول که هر رنګه وي، زما په ګومان خپل لوستونکي مومي، ځکه چې ذوقونه متفاوت دي. څوک فکر پاروونکې کیسه خوښوي، څوک هېښوونکې؛ د چا هیجاني او ډارماټیکې پېښې خوښې وي، د چا د مینې کیسه؛ یو په ناول کې د ژوند معنا لټوي، بل یې د تفریح لپاره لولي. نو هر پښتو ناول چې د داستاني نثر په معیارونو لیکل شوی او کافي تلوسه ولري، نورو ته د معرفي کولو دی. خو خبره که د سیالۍ وي نو نورې، په تېره بیا اروپايي ژبې، د ناول لیکلو څو پېړۍ او د نسلونو تجربې لري خو موږ ایله دا څو لسیزې مخکې ناول لیکل پيل کړي او هغه هم بې تسلسله. نو لکه څنګه چې د ژوند په نورو برخو کې د سیالۍ خبره نه شو کولی، په ناول کې به هم ځانونه غلي کوو.

۳:ناول طبعاً پیغام لري خو تاسې څۀ فکر کوئ چې اولیت يې خوند دی که د ژوند د یوې موضوع اړوند پیغام؟

پټ یا ښکاره، پيغام په ناول کې خامخا وي. لیکوال طبعاً فکروال وي او چې ناول لیکي، خپل فکرونه له نورو سره شریکوي. خو پیغام خو په مقاله کې لا څرګند او د دلیلونو پر بنا ورکولی شو نو ناول ولې؟ په ناول کې لوستونکی له داستان سره یوځای ګام په ګام روان وي، پېښې یې څاري، له کرکټرونو سره یې ژوند کوي او په آخر کې پيغام پخپله داسې ورنه باسي، لکه له تروو نه چې څوک کوچ باسي. دغه پيغام په حقیقت کې د لوستونکي د ذهن محصول وي. هر څوک له خپلې پوهې، تجربې، او باورونو سره سم له ناوله بېل بېل پیغامونه اخلي. نو په دې حساب د ناول پيغام تر مقالې لا اغېزناک وي، لا ډېر عمر د لوستونکي په حافظه کې پاتېږي او لا ښه راخپلېږي. او په ناول کې خوند خو دی لازمي. خلک ادبیات د خوند اخیستلو لپاره لولي او که دا نه وي نو ولې به په یوه بل شي ساعت نه تېروي؟

۴:شخصاً تاسې ناولونه د څۀ لپاره لیکلي چې لوستونکي ترې خوند واخلي او که د خپل پیغام او فکر د شریکولو هڅه مو کړي؟

زه فکر کوم مهمه دا ده چې لوستونکي څه وايي. دوی خوند ځنې اخلي که نه. لیکوال خو طبعاً که فکر وړاندې کوي، که معلومات، که د یوې خاصې ایډیالوژۍ لپاره تبلیغ کوي او که لوړ انساني ارزښتونه پالي، په هر حالت کې هڅه کوي چې اثر یې خوندور وي. استاد محمد صدیق پسرلي کیسه کوله چې یو وخت یې خپلو دهقانانو ته «ملي هېنداره» ورکړه. دغه نکلونه دومره خواږه وو چې بزګرانو ورسره لیک لوست زده کړل. خواړه که څومره هم ګټور او صحي وي خو خوند په کې نه وي، د سړي زړه ورته نه کېږي. یوازې ناول نه، په هره لیکنه کې د خوند مالګه باید وي. پاتې شوه زما د زړه خبره: غواړم ناولونه مې په مزه مزه کې مخاطب فکر کولو ته راوبولي خو لاس مې په دې کار بر شوی دی، که نه دی؛ لوستونکي به یې ووايي.

۵:ځینې په دې نظر دي چې بې فلسفې څوک شاعر کیدی نۀ شي نو ناول لیکوال هم فلسفې او علم ته ضرورت لري؟

فلسفه نه، خو فلسفه‌ورزي غواړي. لیکوال که پر ژوند باندې فکر ونه کړي، د بشر ژورو تجربو ته ځیر نه شي، د انسان پټ او ښکاره علایق او غوښتنې را ونه سپړي، نو اثر به یې برسېرن وي. برسېرن اثر ډېر عمر نه کوي او د مخاطب فکر او ذهن ډېره موده په ځان نه بوختوي. لکه اکشن فلمونه چې هماغه شېبه دې هیجاني کوي او خوند ترې اخلې، خو ساعت وروسته دې د ذهن له بامه الوتلی وي. کامیاب ناول کلونه وروسته هم دریادېږي. د علم خبره خو نو داسې ده چې ځینې علمونه او فنونه د هر لیکوال باید زده وي. مثلاً د خپلې ژبې په ګرامر، ښکلا، آهنګ، موسیقي او د داستاني نثر په ځانګړنو باید وپوهېږي او مدام یې تمرین کړي. د ناول جوړښت او تخنیکونه باید ورمعلوم وي، بلکې دغه شیان یې داسې ور خپل کړي وي چې کله کیسه لیکي، هغه پخپله بې له دې چې دی پرې فکر وکړي، په لیکنه کې جاري شي. نور نو په ناول کې ممکن داسې خبرې یادې شي چې په خاص مسلک او تخصص پورې اړه ولري، مثلاً کرکټر ناروغ دی او روغتون ته ځي، یا ډاکټر دی نو لیکوال هغه ناروغي او د هغې د تشخیص او درملنې لارې چارې که په داستان کې راوړي، ورته بویه چې دقیقه مطالعه په کې وکړي. که څوک تاریخي ناول لیکي د تاریخ کافي مطالعه او د تاریخي پېښو د تحلیل مهارت باید ولري. د ساینس فېکشن ناولونه بیا د ساینس د اساساتو پوهه رانه غواړي. د فلسفي ناول لیکلو لپاره د فلسفي منطق، استدلال او نتیجه اخیستنې په میتودونو باید وپوهېږو. لنډه دا چې څومره د لیکوال د پوهې او معلوماتو ساحه پراخه وي، هماغومره ژورې معناګانې په ناول کې ځایولی شي.

۶:ځینې په دې نظر دي چې د هرې ټولنې لیکوال باید د خپلو شرایطو او واقعیتونو مطابق ناول ولیکي، مثلاً که تاسې پښتو کې د جرمني د واقعیتونو په رڼا کې ناول لیکئ یا د هغوی د ژوند مطابق وي نو د افغانانو په درد نۀ خوري، تاسې یې په اړه څۀ وایئ؟

دا خبره مخکې وشوه چې د ټولو انسانانو عواطف، غریزې، مینه او کرکه، سوله او جګړه، دوستي او دښمني … یو شان دي. زموږ دردونه مشترک دي، هیلې آرزوګانې مو سره ورته دي، وېرې او اندېښنې مې ګډې دي. نو چې داسې ده د بل وطن کیسه به ولې خپله نه راښکاره کېږي.

۷:په ناول کې د رښتیا غوندیتوب د اهمیت په اړه راته ووایئ او په عمومي ډول دې اصل ته کومو پښتانو لیکوالو ډېره توجه کړي؟

رښتیاغوندېتوب د ریالیزم مکتب لپاره لازمي دی؛ ساینس فېکشن هغه دروغ دی چې ممکن سبا رښتیا شي؛ په سورریالیزم کې مثلاً مړی خبرې کوي، اروا د ښار په کوڅو کې ګرځي، یو انسان په مختلفو ادوارو کې د مختلفو کسانو په بدنونو کې ژوند کوي …؛ جادويي ریالیزم واقعیتونه زموږ له ماوراء الطبیعي او خرافاتي باورونو سره ګډوي … نو هماغه خبره ده چې وايي «دروغ وایه، په شرع یې روغ وايه.» د هنر کمال همدا دی چې ناممکن هم درباندې د ممکن غوندې مني.

یو چا زما «کبۍ او مونوک» لوستی و. په دې ناول کې یو زلمکی چې ځیرک نومېږي، د کبانو ژبه زده کوي او ورسره خبرې کوي. وروسته بیا د کبانو د ژبې په اړه کتاب لیکي او دغه کتاب ټولو ژبو ته ژباړل کېږي. هر څوک چې په کور کې اکواریم لري او کبان ساتي، دغه کتاب اخلي. دغه سړي ویل: د ناول دا برخه مې چې ولوسته، ډېر خوند یې راکړ. په زړه کې مې وویل چې کاش رښتیا د کبانو ژبه زده کړو. وروسته مې پام شو چې دا خو کیسه ده، واقعیت نه دی. کبان کله خبرې کوي.

نو په ناول کې غیر واقعي یا ناممکنې پېښې داسې باید وي چې د لوستلو پر مهال، واقعي دنیا درنه هېره کړي او تا هم د تخیل جادويي نړۍ ته ورسره یوسي او لنډه شېبه هغه دروغ درباندې ومني چې په عادي حالت کې یې نه منې.

۸:د ناول له ژوند سره ورته والی یا واقعیتونو ته نږدې والی شرط دی که نورې خیالي دنیاګانې هم بې ارزښته نۀ دي او ګټې لري؟

له نورو ژانرونو سره د ناول او لنډې کیسې یو مهم توپیر دا دی چې دا تخیلي ژانر دی. زما په نظر، څومره چې د ناول په پنځولو کې تخیل زیات نقش ولري، هماغومره یې ارزښت ډېر وي. مخکې د ناول د مختلفو ډولونو او له واقعیت سره یې د تړاو خبره وشوه نو تکرار ته به یې ضرورت نه وي.

۹: په شعر کې د خیال،تصویر،ضمني مانا،سمبول…د شتون له امله چې دا شیان یا نۀ ژباړل کیږي یا سخت دي، نو ځینې شعر ژباړل شعر وژنه بولي؛ د ناول ژباړه هم ممکن د سمبول،کنایې، تصویر،متل،د ژوند سټایل…په وجه سخته وي، خو په ټوله کې تاسې څۀ نظر لرئ چې د ناول ژباړه څنګه ده؟

شعر غیر مستقیم بیان دی نو که د شعر کلمې ژباړې، هغه ممکن په بله ژبه کې بې معنا شي یا اقلاً د فکر او عاطفې د پارولو هغه قوت چې په کې وي، هغه پاتې شي. که یې مفهوم ژباړې نو دا به داسې وي لکه نوی شعر چې پنځوې. دا کار یوازې شاعر کولی شي. زما په نظر د شعر بهترینه ژباړه همدا ده چې شاعر د هماغه مفهوم زړی را واخلي او د خپلې ژبې خاوره کې یې وټوکوي.

د ناول ژباړل هم ستونزمن کار دی خو د شعر د ترجمه کولو هومره نه. په ناول کې هم ممکن استعارې، کنایې، سېبمولونه او متلونه راشي او تحت اللفظي ژباړه یې کار خرابوي خو دا چې د ناول ژبه مستقیمه ده، ژباړل یې ډېر لانجمن نه وي.

په ټوله کې هر ادبي اثر په یوه فرهنګي لوښي کې بوټېږي او د هماغه فرهنګ دود-دستور، کږنې-انګېرنې، باورنه-عقیدې او تاریخي پس منظر منعکسوي. که ژباړن لس پنځلس کاله په جرمني کې اوسېدلی وي او د دې ژبې ناول ژباړې، تر هغه ژباړن به یې بهتره ترجمه کړي چې جرمني ژبه یې ښه زده ده خو په جرمني کې یې وخت نه دی تېر کړی. د شعر او ناول ژباړه په حقیقت کې د یوه کلتور ژباړه ده او په رمز او راز یې پوهېدل په کار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب