دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهشل اوره جام: افغانستان نیوزیلنډ ته په ۸۵ منډو ماته ورکړه

شل اوره جام: افغانستان نیوزیلنډ ته په ۸۵ منډو ماته ورکړه

تاند (شنبه، د جوزا ۱۹ مه) په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلنډ پیاوړې لوبډله په ۸۴ منډو ماته کړه.

دا سیالي، چې د ویسټ انډیز په پروویدینس لوبغالي کې وشوه، لومړی افغان لوبغاړو بیټنګ وکړ او د شپږو لوبغاړو د سوځېدو او شلو اورونو په پای کې یې نیوزیلنډ ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.

رحمان الله ګوربز ، چې د دې لوبې غوره لوبغاړی او اغېزمن لوبغاړی وپېژندل شو، په ۵۶ توپونو ۸۰ منډې وکړې.

ابراهیم ځدراڼ په ۴۱ توپونو ۴۴، او عظمت الله عمرزي په ۱۳ توپونونو ۲۲ منډې وکړې.

خو د نیوزیلنډ په لوبډله کې، چې ټول لوبغاړي یې په ۱۵ اور او دوهم توپ وسوځېدل، یوازې یوه لوبغاړي ۱۸ او بل دوولس منډې وکړای شوې، نور ټول ډېر ژر وسوځېدل.

بیا هم فضل حق فاروقي ښه بولینګ وکړ. ده په ۳ اورونو او ۲ توپونو ۴ لوبغاړي وسوځول. راشدخان هم څلور ویکټونه واخیستل. دوه نور د محمد نبي په کارنامه کې حساب شول.

دا په نړیوال جام کې د افغانستان دوهم بری دی او غالباً بل پړاو ته د افغان لوبډلې د وتو لار هواره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب