چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله ته نږدې دوه طالب وزیران د روسیې په سفر...

ملا هبت الله ته نږدې دوه طالب وزیران د روسیې په سفر تللي

تاند (شنبه، د جوزا ۱۹ مه) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده ته د هغه د رژیم دوه تر ټولو نږدې وزیران( شېخ ندا محمد ندیم او مولوي حبیب الله اغا) د روسیې کازان ښار ته په یوه رسمي سفر تللي.

د طالبانو ویاندویانو نن د دوی د دغه سفر خبر ورکړی.

شېخ ندیم د طالبانو په کابینه کې د لوړو زده کړو او مولوي حبیب الله اغا د پوهنې وزیر دی.

دوی دواړه د طالبانو عمومي مشر ته له نږدې کسانو ګڼل کیږي.

ملا هبت الله او د همدغو وزیرانو په ګډون محدوده ډله یې د طالبانو په مشرتابه کې له تر ټولو توند دریځو کسانو یادیږي.

دوی د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په ګډون د ملا هبت الله د نورو افراطي پرېکړو توجیه کوونکي او اصلي ملاتړو څخه دي.

د طالبانو د ویاندویانو په وینا، ټاکل شوې ده، چې دواړه وزیران به یې  په ياد فورم کې د افغانستان د ښوونيز او تحصیلي وضعيت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په اړه تفصيلي ويناوې وکړي او هم به د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو له وزيرانو سره کتنې تر سره کړي.

وړمه ورځ د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو سرپرست ملا عبدالمنان عمري هم د دوی د  اسلامي امارت په استازیتوب د روسیې هېواد د سنټ پټرزبرګ په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی وو.

3 COMMENTS

  1. هیبتې ځناور په نامه هیڅ شي نسته هسې یو نوم دئ. په اصل کې د اي آیس اي یو جنرال ناست دئ. بڼآ دا عنوان باید داسې ولیکل سي” اي آیس ای دوه پاخه غلامان د روسیې په سفر تللي”. الله ج دی دوې ذلیله کړي، د ٢ میلیونه افغان شهیدانو له قصابانو سره ناسته پاسته کوئ.

  2. شېخ ندیم د طالبانو په کابینه کې د لوړو زده کړوضد او مولوي حبیب الله اغا د پوهنې او اسلامي احکامو مخالف وزیران دي.
    د مولوی حبیب الله نیکه پولادي امیر پواسطه مسلمان شو ، خو فکر کوم دی لا منافق پاته شویدي . ځکه د الله ج صریح احکام لکه : { اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ * خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ * الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ} [سورة العلق: 1- 5] *
    او همدا راز
    {وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ} آية:19

  3. دا ملا ندیم هغه څوک دی چي محصلین یی له روسی برسونو راوګرځول چي کمونست کیږی او دا بل ملا هغه څوک دی چي علوم نافعه مباح بولی ؛ اوس د ملا حسن په ژبه «دوی د کمونستانو نه چیشی غواړی »داسی نه چي کوم بل آفت ځان سره راوړی .
    دی شیوخو ته عقیده او ایمان تر نسوارو لږ جذابیت لری او د اسلام نه سالم شناخت نلری ،حیاتی علومو ته مباح ویل دجهالت بوکام دی ؛نو ښه به دا وی چي اسلام پیژندنه، دعوت او دولت سازی له پوهنتون زده کړی ځکه دری کلونو وښوده چي علمی او تربیتی نقایص مو ډیر شرموونکی دی البته ویلی شو د بدوی مدرسی په سویه به څه کار شوی وی ، خو د اسلامی دولت په سویه ډیر کم دی.
    محترم نظری صاحب د علم په ارتباط قرآنی اسناد وړاندی کړی خو دوی مرتکب د کتمان او نورو غلط فهمیو هم شوی دی.
    مثلا یو پوهنتون یا یو تلویزیون تر تاسی ښه او معیاری کار کولی شی ،هغه باید بنا پر تعاونوا علی البر والتقوی ،تقویه کړی او په هیڅ عنوان حق نلری چي بنا پر انحصار ،ضعف ، سیاسی او جاهلی تعصباتو هغه بند یا غیر قانونی اعلان شی کاملا غلطه او شرعا جواز نلری ځکه د خیر مخه نیول کیږی او د فاستبقوا الخیرات سره ټکر لری او دا کار جهالت یا منافقت نه بغیر بل څه کیدای نشی ،همداسی نور ډیر موارد شته چي شرعی یی ګیډوی ناجایز بولی خو الله ج پر هغو امر کړی چي تفصیلی بحث غواړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب