جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهایران کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته؛ طالبانو پکې برخه...

ایران کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته؛ طالبانو پکې برخه وانخیسته

تاند (شنبه، د جوزا ۱۹ مه) د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس ډلې ګډه غونډه نن د ایران په پلازمېنه تهران کې پيل شوه، خو پر کابل د طالبانو واکمن رژیم پکې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

طالبانو د خپل نه ګډون دلیل نه دی ښودلی، خو ګومان کیږي چې د سیمه ییز تماس ډلې ناسته د دوحې د درېیمې ناستې د کمرنګه کولو په نیت جوړه شوې او طالبان په ډېر ګومان د همدې لپاره نه دي ورغلي.

په  نننۍ غونډه کې د روسیې، چین او پاکستان استازي له ایران سره د افغانستان پر روان وضعیت غږیږي.

په غونډه کې د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو ځانګړي استازي برخه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ډاکټر علي باقري غونډې ته په خپل استولي پيغام کې ویلي، چې له سیمې د باندې یو شمېر هېوادونه په سیمه کې د ستونزو جوړولو په هڅه کې دي.

هغه په مشخص ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو معمولاً ایران او د سیمې نور لویدیز ضد هېوادونه د افغانستان په اړه د امریکا او لویدیزو متحدینو پالېسۍ او افغان لوریو سره اړیکې یې وخت په وخت نقدوي.

د ایران ناسته داسې مهال شوې، چې څو ورځې مخکې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري روسیې ته تللی و او نن یې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیران هم د دغه هېواد په سفر تللي.

د دوحې د درېیمې ناستې له نږدې کېدو سره، د طالبانو او سیمې اړیکې هم په تودیدو دي او سیمه ییز قدرتونه له لویدیز څخه د طالبانو د لیرې ساتلو په هڅه کې ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب