تاند (دوسنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د عمر له ډېرېدو سره د انسان په مغزو کې د بدلونوند راتګ یوه طبیعي پروسه ده، خو متخصصان وایي چې د ځینو ورځنیو عادتونو په خپلولو سره د ذهني کمزورۍ، الزایمر او ډیمنشیا (هېرېدنې) د ناروغیو خطر کمېدای شي او د مغزو فعالیت ښه ساتل کېدای شي.
متخصصان وايي، لکه څنګه چې د بدن د روغتیا لپاره ورزش او متوازنه غذا مهم دي، همداسې مغز هم باید په دوامداره توګه فعال وساتل شي.
- نوې ژبه زده کول: څېړنې ښيي چې د نوې ژبې زده کړه د مغزو د حافظې پر برخې (هیپوکامپس) مثبت اغېز کوي او ذهني وړتیاوې پیاوړې کوي.
- کافي اوبه څښل: د اوبو کمښت د مغزو فعالیت ورو کوي، خو مناسبې اوبه د تمرکز او ذهني چټکتیا په ښه کولو کې مرسته کوي.
- فکري لوبې او معماوې حل کول: معماوې او ذهني لوبې (لکه شطرنج) مغزو ته تمرین ورکوي او حافظه پیاوړې کوي.
- منظم ورزش کول: چټک قدم وهل، منډه او نور ایروبیک تمرینونه مغزو ته د اکسیجن رسېدا ښه کوي.
- مطالعه کول: د کتابونو لوستل د مغزو فعالیتونه فعال ساتي او د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
- کافي خوب: هره ورځ له ۷ تر ۹ ساعتونو خوب د مغزو د روغتیا او تمرکز لپاره اړین ګڼل کېږي.
- له کوره بهر وخت تېرول: په طبیعي چاپېریال کې وخت تېرول ذهني فشار کموي او د تمرکز وړتیا زیاتوي.
- د مغزو لپاره ګټوره غذا: مېوې، سبزيجات، کبان، دالونه او د زیتون غوړي د مغزو لپاره غوره خواړه بلل کېږي. همداراز چای او قهوه هم که په محدود مقدار وڅښل شي، ګټه لري.
متخصصان وایي چې په ورځني ژوند کې د دغو عادتونو په شاملولو سره د اوږدې مودې لپاره د مغزو روغتیا او ذهني وړتیا ساتل کېدای شي.