Homeخبرونهاقتصادي خبرونهجاپان افغانستان ته ۳۵ میلیون ډالر مرسته ورکوي

جاپان افغانستان ته ۳۵ میلیون ډالر مرسته ورکوي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) په افغانستان کې د جاپان سفیر اعلان کړی چې هېواد یې د افغانستان د پرمختیايي پروژو لپاره ۳۵ میلیون ډالره ځانګړي کوي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، سفیر کنیچي ماساموتو ویلي چې جاپان به په ۲۰۲۶ کال کې د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره هم شاوخوا ۹ میلیون ډالره ولګوي.

جاپان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ۲۰۲۱ کې د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته یې هم له افغانستان سره مرستې جاري ساتلې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف له جاپاني سفیر سره د پراختیايي همکاریو او د افغانستان د بشري اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

حنیف له جاپان او نورو هېوادونو غوښتي چې د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره خپلې اوږدمهالې مرستې دوامداره وساتي.

که څه هم د جمهوري حکومت له مهال سره د جاپان مرستې د پرتلې وړ نه دي خو دغه هیواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نړیوالو بنسټونو له لارې افغانستان ته له ۵۶۰ میلیون ډالرو زیاتې بشري او پراختیايي مرستې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...